ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا – (۲۴مه برخه)

محمد داؤد مومند

190

د ملی مبارز، او سترحقوق پوه، استاد عثمان تره کی صاحب علمی لیکنه.

د لیکنی عنوان دی: وزیر محمد ګل مومند، د افغان ناسیونالیزم د کاروان سروال:

د افغانستان په معاصر تاریخ کی امیرعبدالرحمن د تشدد په کارولو او محمد ګل مومند د آرامی او سوله ایزی لاری افغانانانو ته د ملی هویت په جوړولو کی رول ولوباوه.

امیرعبدالرحمن د پادشاه په حیث، د ملت – دولت په جوړښت کی، د پام وړ میراث افغانانو ته پریښود.

محمد ګل مومند د یوه ملی شخصیت په توګه پرهغه بنسټ باندی چی د اوسپنیز امیرڅخه په میراث باتی شوی و، افغان ناسیونالیزم ته دینامیزم او روح ورکړ.

محمد ګل مومند د یوه نظامی، ادبی او سیاسی شخصیت په حیث هغه وخت په دولتی مختلفو دندو وګمارل شو چی رضا شاه پهلوی او ورپسی محمد رضا پهلوی د پان ترکیزم په وړاندی، د پان ایرانیزم دوکتورین ته پام واړاوه.

په دی وخت کی، ګاوندی افغانستان د ایران د فرهنګی یرغل ترګواښ لاندی راغی.

په افغانستان کی د قومی اقلیتونو د شته والی له کبله چی د ایران سره مذهبی او ژبنی اړیکی لری، افغان دولتی چارواکو او سیاسی لوبغاړو پان ایرانیزم (شیعی مذهب او فارسی ژبه – مومند)، د افغانستان ملی هویت ته د بالقوه خطر په توګه واوښت.

 د افغانستان واکمنان د پان ایرانیزم د خطر په وړاندی، د ملت جوړولو پروسی نه چی په بیرته هیوادونو کی د آزمایښت څخه بریالی وتلی و، پام واړوه.

په بیرته پاتی هیوادونو کی د اقتصادی، سیاسی، ټولنیز او فرهنګی پرمخ تللی جوړختونو او بنسټونو د نشتوالی له کبله، ملت د اکثریت واکمن قوم په محور باندی جوړیږی. دلته د اقلیتونو سره تعامل د پرمخ تللی هیوادونو په پرتله توپیر لری: د مرکزی واکمنۍ د مخالیفینو په وړاندی، هدفمند زور زیاتی، د دیموکراسی او د رأی د حق ځای نیسی.

واکمن قوم په ټاکلی جغرافیایی چوکاټ کی قومی ډیرکی په هغه سیمو کی ځای په ځای کوی چی قومی لږکی په کی اوسیږی او برحالی واکمنۍ ته بالقوه سیاسی خطرجوړوی.

دا پروسه په تدریج سره د قومونو ترمینځ د اتوماتیکو ټولنیزو تعاملاتو لامل ګرځی چی په پایله کی یی د ملت جوړولو او سیاسی نظام بنسټونه را مینځته کیږی.

په سیاسی علومو کی دی پروسی ته «اسیمیلاسیون» (تجانس) نوم ورکړل شوی دی. د اسیمیلاسون پروسه په ځینو هیوادونو کی د قومی اقلیتونو د خپلو لامل شوی او د ژنو ساید (عام وژنه) بڼه یی غوره کړی : عثمانی امپراتوری ۱۹۱۵ –  ۱۹۱۷ م ارمنیانو په تړاو او صدام حسین په ۱۹۷۰ د کردانو په وړاندی د تشدد نه ډک عملیات تر سره کړل.

له نیکه مرغه په افغانستان کی د سیاسی پوهی خاوند مشرانو په شته والی کی د ملت جوړولو پروسه په آرامه فضا کی تر سره شوه.

په افغانستان کی د ملت جوړولو پروګرام په غیر رسمی توګه په ۱۸۸۰ م کال د امیرعبدالرحمن په واکمنۍ کی پیل شوه: د شمال ځینی اوسیدونکی، هغه پښتانه، هزاره ګان او بلوڅان دی، چی د بغاوتونو له امله، د هندوکش جنوب څخه شمال ته د امیرعبدالرحمن لخوا تبعید او په دولتی شاړو ځمکو کی میښت کړل شول.

دشمال ناقلین هغه ترکمنان، اوزبکان، قرغیزیان او تاجکان هم تشکیلوی، چی د روسانو له خوا د بخارا تر اشغال وروسته په ۱۹۲۰ م افغانستان ته په تیښته مجبوراو مهاجر شول.

د افغانستان پادشاهان د جنوب څخه شمال خواته د مهاجرتونو په پروسه کی، دوه هدفونه په نښه کول:

لمړی: له یوی خوا د قومونو ترمنځ د ټولنیزو تعاملاتو زمینه برابرول او قومونه سره ګډول.

دوهم: له بلی خوا په سیمه کی جنوب خواته د تزاری امپراتوری او د افغانستان لویدیز خواته د ایران د پرمختګ په وړاندی د مقاومت پوتانسیل پیاوړی کول.

په ۱۹۲۴ م کی د شاه امان الله د سلطنت په مهال، د ناقلینو نظامنامه نافذ شوه.

د جنوب څخه د شمال خواته کډوالی توب قانونی بڼه ومونده. د قانون د اجرایی کیدلو په منظور، ملتپال او د تدبیر خاوند شخصیت لکه وزیرمحمد ګل مومند ته اړتیا وه.

هر چیرته چی د افغان ناسیونالیزم خبره مطرح کیږی، نو د وزیرمحمد ګل مومند د شخصیت یادونه به هرو مرو کیږی، هغه کله چی د شمالی ولایتونو تنظمیه رئیس شو، نو ګڼ شمیر پښتانه یی له حکومت سره په مصلحت د شمالی ولایتونو په دولتی شاړو ځمکو کی میښت کړل.

وزیر محمد ګل مومند د خپل وخت لوی متفکر، لیکوال، ادیب او شاعر و. دی په دی پوهیده چی ژبه د افغان ناسیونالیزم، د ملا تیر جوړوی.

ده پښتو ژبی ته د افغان ناسیونالیزم په بستر کی وده ورکړه.

د وزیرمحمد ګل مومند د سخت زیار او هڅی له امله پښتو ژبه د هیواد په اساسی قانون کی د لمړی ځل دپاره ، د ملی او رسمی ژبی په توګه وپیژندل شوه.

محمد ګل مومند کله چی په کندهار کی تنظیمیه رئیس و، نو هلته یی د محمد نادرشاه په اجازه په ۱۹۳۳م د پښتو انجمن لومړۍ تیږه کیخوده.

د طلوع افغان اخبار هم چی د استاد حبیبی په مدیریت خپریده د محمد ګل مومند په امر په پښتو واوخت.

وزیر مومند، په لمړی ځل په ۱۹۳۸ م د پښتو سیند قاموس تألیف کړ. دده په زیار پښتو ژبه د انزوا څخه ووته او د افغان ناسیونالیزم فرهنګی برخه د دشمنانو په وړاندی د لا زیاتی انرژی څخه برخمنه شوه.

د محمد ګل مومند د مړینی نه څخه تر شپیتو کلونو زیات تیریږی، په دی موده کی افغان ناسیونالیزم د سیاسی کیڼ او ښی اړخ حکومتونو او سیاسی جریانونو له خوا ترګوزارونولاندی نیول شوی.

اوس خبره دی حد ته رسیدلی چی نن د افغانستان بعضی نا اهلو بچیانو، افغان هویت ترسؤال لاندی راوستی دی.

پر زخمی افغان ملی هویت باندی ورو ستی ګوزار د طالبانو په واکمنۍ کی تر سره شو.

ملی سمبولونه، ملی بیرغ، ملی سرود، ملی اتن، تاریخی ملی شخصیتونه، ملی جوړښتونه لکه (لویه جرګه) د طالبانو د ایدولوژیکو باورونو تر اغیزی لاندی حاشیی ته ولویده.

خو واقعیت دا دی چی اوسمهال د طالب واکمنی د افغان ناسیونالیزم د دشمنۍ په دریز کی بقا موندلی نشی.

طالبان په مناسبه تاریخی دریز کی قرار لری چی کولای شی د افغانستان د مخکښو سلاطینو نا تمام کار بشپړ کړی.

د ملی هویت سره ناوړه چلند جبران او د اسیمیلاسیون د پروسی د بشپړ تطبیق په منظور، لاندی اوچت ګامونه پورته کړی:

لمړی: هغو بیوزلو افغان کډوالوته چی د پاکستان پوځ د ظلم له وجهی شړل کیږی، د یوه منظم پروګرام له مخی په قوش تیبه کی ځمکه ورکړی شی.

دوهم: د پښتو ژبی د ودی او پراختیا په منظور په دولتی چارو، معارف، مطبوعاتواو میدیا کی د پښتو او دری ژبو ترمنځ په کارولو کی د انډول په ساتلو کی پام واړوی.

دریم: د ملی ارزښتونو سره د ټکر مخه ونیسی.

څر ګندونه: د استاد تره کی صاحب لیکنه پای ته ورسیده، خو لیکنی دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا-(۲۳مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.