چې څه کری، هغه به ریبې – (دولسمه برخه)

شاه ولی ارین

224

حضرت صبغت الله مجددی

درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.

صبغت الله مجددی د محمد معصوم مجددی ځوی چې په ۱۹۲۵عیسوی کال په کابل کې زیږیدلی دی .په ۱۹۴۸ عیسوس کال د مصر هیواد پلازمینې قاهرې ته تللی او هلته یې د الازهر په پوهنتون کې اسلامي زده کړې تر سره کړې دي. د زده کړو په وخت کې یې د اخوان المسلیمین له رهبر حسن الحوضایبه سره پیژندګلوي شوې او هلته دی هم د اخوان المسلیمین له ډلې سره یو ځای شوي دي.

په ۱۹۵۴ عیسوی کال کې مجددی  د جمال ناصر د قتل په ناکامه توطیه کې د برخه اخیستلو په تور د خپلې کورنۍ او تره سره چې په قاهره کې د افغانستان د هیواد سفیر و، له مصر نه وشړل شوول او کله چې کابل ته راغی د کابل په پوهنتون او یو شمیر نورو لوړو ښوونځیو کې یې د دیني مضامینو په تدریس کې برخه واخیسته.

په ۱۹۶۰عیسوی کال کې د شوروي اتحاد د یو دولتي هیئت د قتل په توطیه کې په کابل کې متهم او څلور نیم کاله یې زندان تیر کړ او د دوو کلنونو له پاره له هیواده تبعید شو.

صبغت الله مجددی د سعودي عربستان د پاچا د غوښتنې له امله په ۱۸۷۱ عیسوی کال کې د جماعت د امام په توګه د دنمارک هیواد په پلازمینه کوپنهاګن کې «د اسکندنیاوې هیوادو په ملي مرکز» کې چې د لیبیا عربي هیواد له لورې یې لګښت ورکول کیدل د امر په توګه دنده تر سره کوله.

په ۱۹۷۷ عیسوی کال کې یې د سعودي عربستان د دولت نه د تابعیت غوښتنه وکړه چې دغه غوښتنه یې د سعودي عرب د دولت له لورې ومنل شوه او د عربستان تابعیت یې تر لاسه کړ.

دی په خپله وائې:

« د داود خان د نظام پر ضد مهاجر شو او په پاکستان کې یې د آی اس آی په مرسته د افغانستان له پاره د نجات ملي جبهه جوړه کړه ».

د ثورد نظامي پاڅون وروسته  د افغانستان دغه پیر یا حضرت چې د پلار، پلاره د انګریزي او نورو جاسوسي شبکو سره یې تړاو درلود او ټول افغان ملت ته جوته ده د نظار شورا تر چتر لاندې د ټولو اووه ګونو او اته ګونو تنظیمونو د مشرانو سره د پاکستان د «آی اس آی» د مشرانو او د دوي د ستر بادار ضیاوالحق د ځوی او حمید ګل سره په ګډه د هیواد د پایتخت کابل د چورچپاول له پاره د موټړو او لاریو سره یو ځای راننوتل.

لمړی خو دغو هیواد پلورونکو د پاکستاني استخباراتو په هدایت ټول نظامي بیزونه سلاح او مهمات، ټانکونه او وسائیل توپونه او طیارې چور،چپاول او کباړ کړي او پاکستان ته یې په غنیمت وسپارلي. ټولې دولتي او تولنیزې ادارې اومؤسسات یې چور، تالا او د چنګیزیانو په شان وسیځل، په کابل او د هیواد په ټولو ولایتونو کې یې د نفاق جنګ ویرې او ملک التوائیفي، پاټکسالاري او تنظیمي حاکمیتونه جوړ کړل او حضرت مجددي یې په نوم د اسلامي  دولت د ممثل یا جمهور رئیس په توګه و ټاکه، چې امر یې حتا په خپل دفتر کې هم چا ته د منلو وړ نه وو.

د قدرت او څوکۍ تږي مجددي په ورستیو کې وار، وار د خپلو او په خاص ډول د برهان الدین رباني او ګلب الدین حکمتیار له اشتباهاتو، خیانتونه پرده پورته کړي، برهان الدین رباني یې مخامخ په غونډو کې ټکولی او د افغانستان د وراني او ویجاړي مسؤل یې ګڼلی دی.

هغه متل دی چې وائی ( پهلوان زنده خوش است). نوموړی د هغو څلویښتو غلو له جملې نه یو و، چې  شپږسوو څلویښت میلونه ډالره سرمایه یې د مرګ وروسته کورنۍ ته ترې پاتې شوې دي.

صبغت الله مجددي د خپل ژوند تر ورستیو شیبو د بهرني استعماري استخباراتو سره د هیواد د بربادۍ د پلورلو او معاملو نه لاس وانه خیست، ښه بیلګه یې د حامد کرزی په وخت کې د امنیتي تړون د لوې جرګې جریان و چې امریکایانو ورته ډالري ورکړې وې تر څو امنیتي تړون پر حامد کرزي امضا کړي خو بریالی نه شو.

نوموړي په خورا سپین سترګي سره د خپل څو میاشتني مؤقت حکومت په وخت کې د افغانانو ستر او نه بښونکي قاتل جنرال دوستم ته د ستر مجاهد او ستر جنرال لقب چې د هېواد له هیڅ ډول قوانینو سره برابر نه و ور ډالي کړ.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې (یولسمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.