د پکتيا مسوولان وايي، ځاځي اريوب ولسوالي کې يې د “سپينې شګې” تفريحي سيمه د ۱۲ کلونو لپاره خصوصي شرکت ته په قرار داد ورکړې، تر څو د سيلانيانو لپاره اسانتياوې پکې برابرې کړي.
د پکتيا کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ريیس مولوي سيد امين هاشمي سلام وطندار ته وويل، ياد شرکت په ياده تفريحي سيمه کې د لوی اختر لپاره سيلانيانو ته د دايمي برښنا، د اوسيدو معياري خيمې، پاکو اوبو سيستم، معياري هوټلونه او نورې اړينې اسانتياوې برابرې کړې.
په ورته وخت د قراردادي شرکت يو مسول اکبر راحل وويل چې د “سپينې شګې” تفريحي سيمه کې د سيلانيانو لپاره تر ۲زره زياتې خيمې لګول شوې، دوه معياري هوټلونه، تر ۳۰۰ پورې کوچني دوکانونه، دايمي برښنا او د پاکو اوبو سيستم برابر شوی.
هغه دغه راز وويل چې لا هم کار روان دی چې په ياده تفريحي سيمه کې د ښکلا او سيلانيانو د تفريح لپاره نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.
د مالوماتو له مخې، د “سپينې شګې” تفريحي سيمې قرار داد يوه مياشت وړاندې د کرنې رياست له خوا د يو خصوصي شرکت سره کړی چې د کال به دوه ميليونه افغانۍ حکومت ته ورکوي او په راتلونکو شپږو کلونو کې به په ياده سيمه کې تر ۲۰۰ ميليونه افغانۍ پانګونه کوي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.