!!دعرفې د ورځې خطیب او د یوه ژبغړاندي امت انځور

ژباړه :عبدالرحمن فرقاني

166

د عرفې د ورځې خطیب او د یوه ژبغړاندي امت انځور!!

په داسې یوه سپیڅلي موسم کې چې امت خپل احساسات رغونډوي او اوراحګانې په کې د عرفات شوق او لوالتیا په سر اخیستې وي..خطیب په منبر دریږي تر څو د وینا امانت او د رسالت جنډه پورته کړي ،په داسې ورځ کې چې الله تعالی ډېر عظمت وربښلی او ځمکې او اسمان یې شهادت ورکوي.

خو هغه ځه چې موږ سږ کال په دې ورځ واورېدل دعرفې  خطبه نه بلکې لړزانده او زبون وهلې زمه زمه وه چې یوه ژبغړاندي خطیب د ورقې له مخه داسې لوستله، چې نه په کې خوند و او نه پکې اغیز او نه پکې احساس او شعور او نه په کې شور او ولوله وه ،لکه چې پر ممبر ولاړ خطیب د دې شېبیې سپیڅلتیا او د دې مقام عظمت نه شو درک کولی!

دا لړزه او د ژبې بندېدا یوازې د خطیب په ژبه کې نه بلکې د یوه امت په بشپړ انځور کې نغښتې ده، هغه امت چې د خپلې وینا ځلا او مهارت او د خپل قیادت فکري او روحي روحیه  یې له لاسه ورکړی وي،نو د داسې خطیب څخه به د هیبت او اغیز څه تمه ولري،چې د وینا اساسات،مهارتونه او ځنګړنې یې زده نه وي؟

او د داسې امت څخه به د پاڅون تمه ولې ولرو چې وینا یې لا تر اوسه د ورقې له مخې لوستل کېږي او  خطیب یې له دې وېربږي چې سترګې خلکو ته پورته کړي؟

دا د یوه کس د ژبې ښوېدا نه ده ، بلکې د یوه امت د حالت انعکاس دی،لکه چې د دې کال د عرفې خطیب د یوه لوېدلي او ورک شوی امت د حال بیان دی، هغه امت چې په دریځونو کې زړه نا زړه،په پرېکړو کې مجبور او قول او عمل کې یې خپلواکي له لاسه ورکړې ده.او د قیادت وړتیاوې یې له لاسه ورکړې نه مفکوره ور پاتې او نه حضور،یوازې په ورقه کې لیکلې وینا ورپاتې ده.

د وینا دغه بیکاره او ناوړه اسلوبو یې د مهمې او اغیزناکه خطبې جوهر فاسد کړ، او یوازې له ناوړه او کرغېړن شکل او مظهر پرته نه په کې اغیز او خونده پاتې دی.

وینا هغه مهال خپل اغیز او روحیه له لاسه ورکوي کله چې د رسمي دندې په توګه وړاندې شي، نه دې یوه ایماني پیغام په توګه او که هر څومره دوینا متن پیاوړی او قوی وي، خو ناوړه او کمزورې ادا بسنه کوي چې هغه یوه ستړي کوونکې حالت رامنځته کړي. په حقیقت کې اسلوب یوازې د وینا زینت نه بلکې هغه د معنا بیانونکی دي، او زړونو ته د رسېدو ګونجۍ ده.او هغه وینا چې د غوره اسلوبو څخه تشه وي، وړاندې له دې چې تولد شي،مري که هر څومره په متنونو سمسوره وي.

نو د بلاغت خاوندان چېرې دي؟

او د وحې او بیان خاوندان چېرې دي؟

ایا رېښتیا په میلیونونو مسلمانانو کې داسې وړ خطیب نه شته چې په اسلام کې د دغې عظیمې او لویې ورځې د وینا لپاره وړ وي؟

او که ممبرونه په وړتیا نه په چاپلوسۍ  او په علمیت نه په تابعدارۍ وېشل کېږي؟

په حقیت کې د عرفې ورځ  یوازې د مسلمانانو لپاره نه بلکې د اسلامي وینا لپاره د کبری او لویې وقفې یا درېدا ورځ ده..

په کار ده چې په ژبه، روحیه، او حضور کې یې له سره بیا کتنه وشي، وړاندې له دې چې خلک په منبر باندې اعتبار له لاسه ورکړي،څرنګه یې چې په سیاست او اقتصاد کې اعتبار له لاسه ورکړی.

خطیب یوازې یو مجرد عږ نه بلکې د یوه عظیم امت د وجدان پیغام دی، او که وجدان مړ شو ،نو غږ به هرو مرو ورک شي او ورسره ورسره به د یوه امت پیغام او رسالت هم ورک شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.