لنډه کیسه: شرط

لیکوال: نصیب الله سباوون

225

د ټوپک له نلۍ نه شین لوګی پورته شو څو مرمې په شنهاري سره له شنو کروندو تیرې شوي پستو غوښو یې مخه ونیوله په توده وینه کې ځښا وخته.
سړي کټ کټ وخندل په ننوتو سترګو یې ولاړ ږیره خریلي ځوان ته وکتل لاس یې په تندي ایښی ؤ، په حیراني سره یې لویديځ لورته کتل.
په لوړ اواز یې یې وویل ما نه ؤ درته ویلي چې شرط درنه ګټم.
اکبریه! ته د چا نه مني خپلي خبرې ته تخته یې.
اکبر وویل: خانګیه! دومره پورته مه غورځه، شرط زما ده زما.
اکبر وویل زه او د نښې خطا کیدل ډیر سره لري دي!
خانګې ګوته په هوا کې لویدیځ طرفه ته ونیوله.
د غره لمنه ورته د زرغون شال په څیر ښکاریده د میږو رمو څړ واهه، د ځنګولو له ټکا سره به د کوچي اواز انګازې کولي، د کورونو دیوالونه سهارني لمر ته ژیړ ښکاریدل. هغه د خلکو ډله نه ویني؟
اکبر وویل: وینم یې. چې ته دومره ډاډه یي ، نو له نیږدې به یې ووینو.
خانګې پنډې ګوټې په خریلي زنه تیري کړي، خوله یې چونګه کړه او په ملنډو یې وویل: اکبریه موږ دې له یو خره ښکته کوو، خو ته په بل سپریږي درځه اصلي شرط معلوم کړو.
ټوپک یې دود کښ ته ودارو، له بامه ښکته شوو او مخ پر لویدیځ روان شو.
د غره ډډې ته د یو کنډواله کور تر څنګ څو خلک راټول ول.
اکبری او خانګي هم ورغلو.
د خلکو پر منځ کې یو ځوان چې سپین مخ یې ژیړ اوښتی ؤ ، پر تندي پراته ویښان او پوټۍ ږیره یې لرله رڼې سترګې مخ پر قبله پورت ؤ. سپینو جامې یې په وینو رنګیدلي وي. دوو پیغلو یې د جدایي زور په دردونکو چیغو او مظلومو اوښکو بدرګه کاوه. یو پیغله ورغله او په وینو لړلی سر یې پر زنګانه کیښیود، سپینو جامو یې سور رنګ خپل کړل. مړې اوښکي یې د ځوان پر مخ لګیدي.
ولاړو خلکو هم حوصله بایللي وه. پر سترګو کې او ښکو جپي وهلي.
خانګي اکبر په سترګو وپوهاوه. د خلک له ګڼي ګوڼي د وتو په حال کې یې د یو سپینږیري خبري واوریدي، هغه وویل صادق ښه ځوان ؤ. په کلي کور کې یې هیچا ته بد نه ؤ رسیدلي، له مکتبه وروسته یې پوهنتون شروع کړل ډاکتري یې وویله ډیر تکړه. د پوهنتون په وروستي کال کې پلار دده په خوښه کوژده ورته وکړه.
د صادق یو ارزو دا ؤ چې له فراغته وروسته به واده وکړي.
د فراغت پنځمه ورځ یې د واده نیټه وټاکل شو. له واده نه دري ورځي مخکي یې مور او پلار له غزني نه دا انډړو په لاره روان ؤ، چې موټر یې بم وواهه او دواړو پکې ژوند له لاسه ورکړل.
صادق ته یوازې خپله خور پاتي شو او نن یې دا ده د واده پنځمه ورځ ده، چې کوم ظالم دده ژوند هم واخیست او د ګل په شان ځواني یې تر سپرو خاور ور لاندي کړه.
سترګي یې له ډنډو اوښکو ډکي شوي او په ژړغوني غږ یې وویل: هغه د سپینو جامو میرمن یې ناوې ده او هغه څنګ ته یې خور ده.
خانګی د اکبر خواته ورغي ورته یې وویل: ظالمه ډیره په زړه پورې نښه دې راباندي ووشته!
اکبر وویل: دا دومره ښه نښه دې چرته زده کړي؟
د خانګې له ظلمانه خندا سره څیره لا وحشتناکه شوه ورو یې وویل: هی اکبریه! تا تر اوسه زه نه یم پیژندلی؟ دا مې اتلسم کس دی، چې زما تر ګوزار تیریږي، خو صادق راته پر دې نادر ښکاره شو، چې بې ګنا رانه تر تیخ تیر شو، دا نور به مې یا د بل لپاره او یا د تربګني په مسلو وژل.
خانګي د اکبر تر څنګل ګوتي تاو کړي ویې ویل، راځه اوس چې شرط هیر نه کړي. دواړه دوکان ته ننوتل شین چای یې له کلچو سره را واخیست. اکبر چې کله کلچه خولي ته کړه د وینو خوند یې ؤ ژر یې توه کړه، اکبر ته یې وویل: دا کلچې خو په وینو دي.
اکبر وویل: لیونی شوي که څه درباندي وشول. سمې کلچې دي دا ده ما خو وخوړه سم خوند یې ده.
ته واخله دا بله وخوره؟
اکبری چې خوله ته کړه بیرته یې ژر توه کړه. کانګې یې شروع کړي په منډه له دوکانه ووت.
په لار کې یې اوبه ولیدي، کله چې په لاس کې را واخیستې ویني ورته ښکاره شوي ژر یې بیرته وغورځولي.
نور یې تر مرګه پورې هیڅ ونه خواړو د هر شي به د وینو خوند ؤ.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.