افغانه پیغله وایې

هاجره حرکت

225
د اختر ورځې به په کومه خوشالۍ لمانځمه
ښوونځي بند دي له زور جبر وحشتو ژاړمه
په اووم ټولګې کې ازموینه مې نیمګړې پاتې
څلور کلونو کې له زده کړو پرته څه غواړمه؟
د لوړو زده کړو ارمانونه مې پر زړه پاتې دې
ناپوه حاکم تیارې راوړې خو زه رڼا پالمه
په ګاونډی هیواد کې پیغلې پوهنتون ته درومي
په بسخیدلی زړه خپل حال ګورم دوی بیا څارمه
نه په اسلام او نه نړۍ په کوم قانون کې شته دی
دوې په تورتم کې موږ ساتي خو زه ځلا راوړمه
ټولنه هله پرمختګ کوي پر وړاندې درومې
عالمې مور په غږ به مخکې شم رسا راځمه
په زور واکۍ چې دوي زموږ هر یو ارمان زپلی
د تنکو  زړونو  سوزونکو ته سزا غواړمه
د مورولۍ د لورولۍ د خورولۍ مقام یم
اوسپنیز هوډ لرم د هیلو څلې یاد لرمه
https://dawatmedia24.com/?p=174922#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.