ننداره د ځوان لیکوال قدرت رضوان د لنډو کیسو تازه چاپ سوی اثر دئ، چي په کندهار کي صداقت خپرندویه ټولني چاپ او تر لوستونکو رسولی.
په ۱۰۴ مخونو کي را ټول دا اثر ټول ټال څلروېشت بېلا بېلې کیسې او ښه هیجاني اړخ لري. د کتاب نوم ” ننداره ” تر ډېره حده نوی او نا تکراري اېسي. ننداره یو داسي نوم دئ چي ډېر تکراري او کلشوي اړخ نلري. په پښتو کي موږ یوازي دې نامه ته ورته د استاد غضنفر یو ژباړل سوی اثر ” د تاریخ ننداره ” لرو. د ” نندارې ” کیسې تر ډېره د پښتني ټولني پر ناوړو رواجو، بې کسۍ، وروسته والي او تېرو غمیزو باندي تم او را څرخي. دا کیسې د لوستونکو باطني احساس را پاروي. د ټولني په ستونزو ئې ځوروي او په ځان کي یو تود درد هم له ځان سره لري. موږ ته راښيي چي د بد نصیبو ټولنو وګړي څنګه د بدو پېښو ښکار کېږي، ښه مثال ئې د ” زرغون شال ” کیسه ده. د کیسو د ژور لوستلو څخه لوستونکی د لیکوال مینه د مور سره هم اټکلولای سي. ځکه تر ډېره بریده لیکوال د مور د زړه درد، فراق او د خپلو اولادو سره ئې مینه را برسېره کړې چي مثال ئې د ” وروستۍ هیله ” کیسه ور کولای سو، چي یوه بې کسه او ناروغه مور څنګه یو د دید ارمان له بې شمېره درد لیدلو او زړه چاودلو وروسته ګور ته وړي. د کتاب ” د هدېرې شپه ” کیسه د هیواد تېرو ناخوالو ته کتنه ده. چي د ماضي تریخ یاد، درد او وحشت ځپلې صحنې د څو ثانیو په تود جریان کي لوستونکي ته په فکر کي ور اچوي. د نندارې د ” غل لیکوال ” کیسه بیا ځانته یوڅه لري. چي مطالعه او لوستل حتا کولای سي د انسانانو ژوند ته نوې او تاثیر لرونکې بڼه ور وبخښي. دا کیسې موږ د خپل ماشومتوب ماضي ته هم وړي. یوې جلا او بلي دنیا ته. د ” ماشومتوب مینه ” کیسه چي ژوره څوک لولي نو حتماً ماضي ته سفر کوي، د میني دنیا ته، هغه دنیا چي په تمامه مانا له نفرت، حسد، کینې او بد بینۍ څخه خالي ده. موږ ته ماضي را په یاد کول، په اصل کي د ژوند ارزښت او په مینه چلند را ښوول دي.
په دې لنډو کیسو کي موږ د لیکوال سبک څه ناڅه مالومولای سو، طبیعي خبره ده چي د تاثیر خوند په هرڅه کي شتون لري. موږ که د هرې برخي لیکوال لولو نو د هغې برخي د بل لیکوال څخه به ئې متاثیر والي څه ناڅه احساس کړو. د ” نندارې ” لیکوال د ارواښاد احمدي څخه متاثیره ښکاري. د ده د کیسو ناڅاپي پیل، د کیسو هیجاني تلوسه او ښه پای هغه څه دي چي موږ د دې ادعا ثبوت ځیني اټکلولای سو. د ” هدېرې شپه ” کي قبر کېندونکی ځوان ټوله کیسه هلته یوه ژوندي موجود (صحرایي سپي) ته کوي. دا صحنه موږ ته د خدای بخښلي احمدي ” زرو ” ناول را یادوي. چي مرکزي کرکټر د خپل ژوند کیسه و یوه مرغه ته شروع کړې وي. د لیکوال یو بریالیتوب د کیسې لنډوالی دئ. دلته هڅه سوې ده چي مکالمې او صحنې تول کش نه کړي. او ژر پای و مومي. دغه علت دئ چي د لوستلو پر مهال ما هیڅ نوعه ستړیا احساس نه کړه او کیسو ښه ورسره اخیستی وم. بل خبره د کیسو د نوښت ده. ” ننداره ” که د رضوان لومړنۍ هڅه ده ولي بې نوښته هم نه ده؛ د ” خدای انځورګري ” یوه داسي نوښتي کیسه ده چي پخپل ځان کي ډېر نوي څه لري. پر دغسي موضوعاتو تم کېدنه د لیکوال د ژورې پوهې یو ښه مثال موږ بللای سو. د دې کیسې رومانټیک والی، نوی والی او منظر کشي دونه خوندوره ده چي ما درې ځلي ولوسته. زه په ټولو کیسو کي دې کیسې ته اولیت ورکوم او د خوښي وړ ئې بولم. لامل ئې معلوم بولم، نوی والی، نوښت، ښې لنډي مکالمې او پکښي د رومانټیک ماحول جوړښت. د دې کیسې بل ښه والی زموږ د ټولني څخه پردېتوب دئ. زه باوري یم که لیکوال په کیسه کي داسي نوښتي موضوعات په پام کي ونیسي یا د نوښت پر لاره خپل مزل شروع کړې، نو نژدې ده چي په دغه برخه کي به د ښه نامه زېری پر وسي. په ټول کتاب کي یوازې دا او د ” باور ” نومي کیسه ده چي زموږ د ټولني څخه علاوه ده؛ او که بې مبالغې ووایم نو نورو ټولو ته هم راجع ده. ” د خدای انځور ګري ” که یو ایرانی لوستونکی لولي یا هندو لوستونکی دواړه هم خوند پر اخیستی سي او هم د کایناتو د مالک لوی قدرت ته فکر کولای سي. د ” خدای انځورګري کیسه ” د خدای د بندګانو پر بې ساري ښایست دلالت کوي. چي په سبب ئې زموږ مینه د خپل خالق سره نوره هم ډېریږي. د کتاب بله کیسه چي ښه پیغام او درک لري او د نورو په پرتله ئې زه اغېرمنه بولم د ” باور ” نومي کیسه ده. دا کیسه موږ ته د ژر قضاوت تاوانونه را ښیي او په عیني حال کي راته وایي چي د څېړني مخکي قضاوت دا مرسته راسره کوي چي وروسته شرمینده ګي او پښېماني احساس نه کړو.
د کیسو تصویري ژبه او منظر کشي هغه څه دي چي په تمامه مانا ئې دې ټولګي ته ځانګړی ارزښت ور بخښلی دئ. که څوک د ” بلا ” کیسه لولي دا ګومان به کوي چي دی خپله هلته شتون لري. د کامیاب لیکوال ښه خاصیت نایابه منظر کشي، هوسا، لنډي، او نا تکراري مکمالې او د کرښو تود هیجان دئ. چي لوستونکی هم مهاله ورسره اخیستلای سي. د کیسو پای هم جالب او هم ښه دئ. د ډېرو کیسو عنوانونه د کیسو د پای سره تړاو لري چي داسي طرز د لنډو کیسو په جوړښت کي اعلی درجه رول لوبوي. د کتاب بل خاصیت د لهجې دئ. په ” ننداره ” کي ساده جملې او مکالمې کارول سوې او د جنوب غرب زون لوستونکي ئې په آسانۍ سره لوستلای سي.
د نندارې حجم لږ، کیسې ئې هیجان پارونکې او صحنې ئې خوندورې دي. زه لیکوال ته په دغه برخه کي د لا ډېر زیار او کار دُعا کوم او تاسو ئې لوستلو ته را بولم.
۲۰۲۵/۶/۸ – یکشنبه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.