ټولنیزې رسنۍکه سوشل انحراف

نعمت الله صديقي

124

زه یې نه وایم؛ خو ماته خوله مې یې وايي، بنده حیران شي، چې د ارزښتونو دجکړې یا یې د اوړېدو او یا هم په ځای د نه پاتې کېدو مو یې اورېدلي وو؛ خو له یوې مخې د اور په سرعت د خورېدو او ژبغړانده کېدل خو یې بېخي نشوای تصور کېدای. هر ورځ یو نوی ټیک ټاکر، فیسبوکي او یوټیوبي موډل او سکیندل زموږ د سوشل رسنیو د سر او مسخرو ټکی وي، هغه چې نه یې ګورې وبه یې ګورې!! سیاستونه، مباحث او مجادلې خو یې یوې خوا ته کړه، بېخي چې سره نابود هم کړي، تر هغوی یې لا بلا زیاته ده، چې د ډبل ټیپ او فینشمینټ په مخ یې د فحاشا او پوچو یو بازار تود دی. زه یې لکه د ملایانو یوازې د نصحت له زاویې نه درسیخوم؛ خو د همدې رسنیو او بیا په کې زموږ د ټولنیز چلن، اخلاق او اجتماعي ارزښت ځکه دریادوم، چې نه خو دا کړنې او چلندونو زموږ دي او نه یې په کومو اخلاقي او ذوقې بڼو او تلو څوک زموږ پر ارزښتونو راتپلی شي. اوس که یو څوک ووایي، چې ستا یې څه؟؟ که دې نه خوښېږي، ګوته دې خپله ده، یوازې د یو وار په تېریدا یې کش کړه؛ خو د خلکو په بوختیاوو کار مه لره، دا اصلاً ماشومانه هیله کېدای شي، زه ورسره کار نه لرم، پر ما یې لري. که زما یې پر څه؟ نو د دوی پر ما څه؟ همدا د اختر په اوله مې له پلاره واورېدل، چې دا سوشل رسنیو په سکرینونو چې کوم څه ویني، دا څه حال دی؟ دا هم موږ یو؟ که رسنۍ ګورې یوه او که یې نه ګورې بله.

ارزښتونه د یوه ملت، قوم او ټولنې هغه مجموعه ده، چې د خلکو ثقافتي هویت ورسره غوټه وي، اخلاق، ذوق، مهذب کړه وړه، علوم، روایات، مذهبي او ملي رسوم او عقاید یې هغه برخې دي، چې خلک یې سره په مشترکو قرادادونو او سیمبولونو پېژني او په اړه یې په یوه خوله او تعامل پر پابندۍ اړ دي، په دې کې هر هغه عمل، کړنه او تصور چې د همدې مشترکو قراردادونو نفي کوي او یا د یوه او بل پر ضد داسې درېږي، چې په وجه یې تصادم یا ټکر رامنځته کېدای شي، هغه ملي ارزښتونه او هویت نه دی، کله چې ارزښتونه او هویتونه متضاد یا پر یو او بل د ټکرونو وړ شي، هلته نو بیا ټولنیزه انارشي یا ګډوډي رامنځته کېدای شي. تر دې بله ګډوډي او د ارزښتونو نېلام او نفي لا څه وي؟ چې له مخې یې د یوه فورم او چوکاټ ټول څه د همداسې ارزښتونو د جګړې په ډګر اوښتی وي.

جګړه یا د جګړې ډګرونه د اوسمهالیو تعریفونو او تصوراتو په اساس یوازې هغه نه دي، چې ټینګ، ټوپک، جهاز او ډز دې تر غوږو تېر شي. همدا جګړه ده او همدا یې ډګر دی، چې د فکر، علم او فرهنګ ټول اخلاقي، ذوقي او ټولنیز ارزښتونه دې له یوې مخې د همدې رسنیزو ډګرونو تر فورم رارسېدلی وي او تر هغه ځایه، چې ته (لوی اکثریت) به یې نه غواړې؛ خو پر تا به (وړوکی امریت او انحراف) تپل کېږي، هغه چې هره تپنه استبداد دی، همدا یې لومړۍ او اساسي شکل او صورت دی، یعنې موږ اصلاً یوازې انحراف سره نه یو مخ؛ بلکې له سوشل رسنیز استبداد سره هم مخ یو. هغه ملتونه، چې د خپلو ملي ارزښتونو او هویتونو په معامله کې حساس وي، د داسې جګړو او فورم په برخه کې د ازادیو فردي او اجتماعي نقش ته هم متوجه وي او سوشل انحرافات هم څاري. په دې کې شک کول نه دی پکار، چې دې جګړو اوس د منل شویو جګړو بڼه اخیستې؛ همت دا دی، چې مخ او په متبادلو ادرسونو یې باید غور وکړای شي.

اول: موږ چې له اوله د جګړو یو بې خونده روایت لرو، له نورو مو په دغه جګړو کې ځان ډېر خوار کړی دی؛ نو ځکه د رسنیزې جګړې د کولو یا یې د اصطلاح پر ځای د رسنیز شعور پېژندنې اړتیا مهمه ده، چې کوم څه او په کومه کچه زموږ د ملي او هویتي ارزښتونو په ګټه تمامېدای شي؟ او په حیث د فرد زما او ستا مسوولیت باید څه وي؟ هر څوک د یوه جدي مسوول په توګه په دې ملي محور او مسیر کې د خپلې ونډې د اچولو مکلف دی او دا باید د یوه جدي شعور په توګه واخلو.

دویم: زموږ په څېر ټولنه چې د یوه او ملي حکومتونو او هویتونو په نامه ځپل په کې ډېر وو او دي د حکومتونو د ځینو بندیزونو ترڅنګ د هغه ریاستي بندیزونو هم په جاره حمایت پکار دی، چې د هغو په خلاف وي، چې د ملي ارزښتونو په جګړه کې ښکیل وي، سره له دې چې دا به یو څوک د فردي ازادیو نفي توجیه کړي؛ خو ملي ارزښتونه او ملي نوامیس تر هغه ډېر جدي او سره کرښه دي، چې یو څوک یې فردي یا اجتماعي ازادیو ته خطر بولي.

درېیم: خلک چې د همدې رسنیو اصل او ریښه ده، د یوه بېل او ځانګړي قوت په توګه دې له دغسې یو بهیر فردي بایکاټ یا پریکون وکړي او د یو اجتماعي فورم په توګه دې منظم کار ورته وکړای شي، د ټولو هغه غږونو، لاسونو او فکرونو حمایت او ملا دې وتړي، چې د همدې ملي انحرافاتو په ضد دي، هغه چې په دې مسایلو خبر دي، د همداسې نورو منظمو فعالیتونو په اساس دې نور خبر کړي، بېخي د ملي انحرافاتو پر ضد دې د یوه او ملي قیام تیاره وکړای شي. هیڅوک دې د بل او خپل کار ته په کمه سترګه نه ګوري. زه دا منم، چې په دې کې خلک د یوه اخیستونکي یا صارف په توګه نقش لري؛ خو هغه چې وايي، چیرې چې ته نه یې هلته ستا دوښمن دی په مصداق پر موږ دا اخیستنه هم تپل کېږي، موږ په مثبتو خواو کې نه یو او د منفي هغه ډګر له امکاناتو هم مالا مال دی؛ نو ځکه دا په سخته منل کېدای شي، چې موږ په حیث د ملت په همدې بازار کې د دې سودا اخیستونکي یو.

څلورم: متبادل ادرسونه څه دي؟ دا په همدې رسنیو کې د هغه خواو او خلکو حمایت دی، چې حد اقل د همداسې خلکو او انحرافاتو مخالف دي، سره له دې چې دوی سره ممکن د هغوی په پرتله زیات امکانات نه وي او نه هم دا د ډېرو امکاناتو د مبارزې شی دی؛ خو هغه چې خلک په کې د یوه لېدونکي یا د اخیستونکي په توګه نقش لري، مقابل لوری باید وانخیستی شي. خلکو ته د خپلو همدې ارزښتونو د بیا احیا او ورپېژندلو ترڅنګ په ملي هویت او ارزښتونو د باورونو د جوړولو تلقین او ادرس ورکړای شي.

ممکن ډېر نور موارد هم وي، چې بنده یې یوازې په ذکر کولو خلاصېدای نه شي؛ بلکې رایسارېدای هم شي؛ ځکه خپله وسه اوس چلنج بویه، په دې انکار هم نشي، چې (نه زرګر یم او نه یې پر زرو کار لر) ځکه تر څو چې موږ یو، همدا به فورم، ټولنه او رسنۍ وي او همدا به یې وسیلې او لارې کودرې؛ خو څه به ښه وای، چې که حد اقل په سلو کې خو د شلو په تول ګټه او لاسته راوړنه یې پر (موږ) توجیه کېدای شوای. دا هم له یاده مه باسئ، چې که د ارزښتونو د سپکاوي او مسخرو نیلام لګېدلی وي؛ نو دا یې هغه زموږ د سوشل رسنیو نه بلکې زموږ د اجتماعي رسنیو او اجتماعي ارزښتونو نیلام وبولئ؛ خو دا زموږ خپل نیلام نه دی، موږ حتی د نیلامونو روایت هم داسې نه لرو، ځکه اخلاق، تمدن، چلن او ان زموږ په هیڅ کلتوري او ملي ارزښتونو کې په دومره سپکه لهجه او ژبه داسې څه نه موندل کېږي، چې څوک دې یې حتی یوه وړه شان بېلګه وښيي. چې نه دې لهجه خپله ده، نه خلک په کې پيژنې او نه یې کوم روایت لرې، څوک څنګه دا وسیلې خپلې وبولي او بیا لا دا چې د ملي هویت او ارزښت ټکرونه هم په وینې. نیلام دې وای؛ خو په دومره سپکه او پریوتلي بازار نه، چې حتی د سپکوالی او بازار هم درپورې خاندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.