کاذب شخصیتونه د ټولنې لپاره هغه پټ او خطرناک عناصر دي چې د خلکو په زړونو کې د امېد، رښتینولۍ او اصلاحطلبۍ په نامه ځای نیسي خو په حقیقت کې د ټولنیز زوال، فکري انحراف او سیاسي ارزښتنو ګډوډۍ لامل ګرځي. دا ډول شخصیتونه خپل ځانونه عموما د مصنوعي اخلاقو، غولونکو شعارونو، او مبالغهامیزې ژبې کارولو له لارې ځان د قهرمان، مصلح یا ملتپال شخصیت په توګه وړاندې کوي، خو اصلي هدف یې د خپل نفوذ پراخول وي. دوی د حقایقو له تحریف، د تاریخي واقعیتونو له بدلولو، او د سیاسي مخالفینو له بدنامولو پرته ژوندي پاتې کېدلای نشي.
په ټولنه کې د کاذبو شخصیتونو شتون نه یوازې دا چې د خلکو سیاسي شعور ټکنی کوي، بلکې د ټولنیز باور له منځه وړلو ته لاره هواروي. دوی د نورو احساسات راپاروي او د ملي او تاریخي شخصیتونو ټکولو ته یې ملا تړلې وي.
مولانا جلال الدین بلخي وایي :
« درواغجن ذاهد له شیطان څخه خطرناک دی ، ځکه چې شیطان ښکاره دی خو دا د تقوا په نقاب کې پټ شیطان دی » .
زمونږ په افغاني ټولنه کې ډېر داسې کاذب شخصیتونه لېدل کیږي چې تل هڅه کوي د افغانستان د تېر سیاسي تاریخ ناخوالې، شخړې او ناکامۍ پر هغو مبارزو ، خدمتګارو او تاریخي شخصیتونو واچوي کوم چې د هیواد د خپلواکۍ په لار کې یې خپل سرونه قربان کړي ، حماسې یې زیږولي ، د عدالت، قانونیت ، اصلاحاتو او پرمختګ سمبولونه ګڼل کېږي. خو کاذب شخصیتونه په ماهرانه توګه پدې لټه کې وي تاریخي حافظې تحریف کړي او د ملت له ذهنه د اعتماد او باور ایستلو هڅې وکړي .
کاذب شخصیتونه اکثرا د خپلو پټو اهدافو د پوره کولو لپاره د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي، د عامو خلکو محرومیتونه د درواغو شعارونو وسیله ګرځوي . دوی تل هڅه کوي د ولس پر سادهګۍ تکیه وکړي او د درواغو ویناوو ، لیکنو ، ژمنو او خوشحالونکو خبرو له لارې ځان نورو ته محبوب ښکاره کړي . له همدې امله دوی نه د واقعیتونو هنداره وي او نه هم د پرمختګ لارښود . بلکې دوی د انحراف، تفرقې او د ارزښتونو د سقوط سرچینه وي .
په ټولنه کې د کاذبو شخصیتونو دوامداره حضور د رښتینو، مخلصو ، وطنپالو او خدمتګارو اشخاصو د منزوي کېدو لامل ګرځي . ځکه د کاذبو شخصیتونو د پراخ تبلیغاتي ځواک، تشو شعارونو، او غولونکو بڼو تر سیوري لاندې، رښتیني شخصیتونه نشي راڅرګندېدلای او د ټولنې له داخل څخه د اعتماد زوال رامنځته کېږي. پایله کې خلک نور نه پر خپلو ریښتینو او مخلصو شخصیتونو باور کوي ، نه د هغو پر معقولو سیاسي دریځونو ، تګلارو ، برنامو او شعارونو او نه هم پر خپل راتلونکي . چې دا کار په حقیقت کې د یو ډول ټولنیز ناورین تخم کرل دي کوم
چې په افغاني ټولنه کې دا ستونزه ډېره ژوره ده .
کاذب شخصیتونه چې نه تاریخي ریښې لري، نه سیاسي صداقت، نه فکري وضاحت او نه اخلاقي ریښتینولي، هڅه کوي چې د هېواد د اتلانو، شهیدانو، او اصلاحطلبو مشرانو پر وړاندې درواغجن او بې بنسټه بیانونه ورکړي او تورونه ولګوي . د دوی تر شا یا د واک تنده ده، یا د بهرنیانو اجنډا، یا شخصي عقدې . خو که هر دلیل وي، نتیجه یې دا ده چې ملت له خپلو رښتینو ارزښتونو، له خپل ویاړلي تاریخ، او له خپل هویت څخه لرې پاتې کیږي .
د کاذبو شخصیتونو پر وړاندې یوازینۍ اغیزمنه وسیله د خلکو سیاسي او تاریخي پوهاوی، علمي بیداري، او د آزادو رسنیو فعاله ونډه ده. خلک باید د شعار او عمل ترمنځ توپیر زده کړي ، د شخصیتپرستۍ پر ځای د کړنو پر بنسټ قضاوت وکړي، او د ملي ګټو له زاویې څخه د هر سیاسي یا ټولنیز شخصیت ارزونه وکړي. تاریخ دا ثابته کړې ده ، هغه ملتونه چې د کاذبو څېرو تر اغېزې لاندې پاتې شوي، تل د ناکامۍ ، شخړو، او له فرصتونو د محروم پاتې کېدو قرباني شوي دي. او هغه ملتونه چې خپل شعور ته یې وده ورکړې، د فریب نقابونه یې لرې کړي او یا څیري کړي، او حقیقت ته وفادار پاتې شوي دي هغوی له ستونزو او ناخوالو وتلي، ودان شوي، او خپل برخلیک یې په خپلو لاسونو کې اخیستی دی.
نو ځکه د کاذبو شخصیتونو پېژندنه، نقد، او بېنقابه کول نه یوازې یو فکري او سیاسي ضرورت دی، بلکې د ټولنې د بقا، پرمختګ، او عزت تضمین هم دی. دا داسې یو رسالت دی چې باید هر با احساسه ، روڼاندی او مسول شخص یې د خپل وجدان برخه وګرځوي . تر څو د درواغو پر ځای رښتیا، د فریب پر ځای عدالت، او د کاذب شخصیت پر ځای رښتینی شخصیت حاکم شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.