د ډیورنډ کرښه؛ د تاریخ پر ټټر تورداغ ….!!!👈
په نړۍ کې ډېر زخمونه د وخت په تېریدو ورغېدلي، خو ځینې زخمونه د تاریخ په حافظه کې داسې ژور نقش پرېږدي، چې نه یوازې وینه یې وچېږي نه، بلکې نسل تر نسل یې درد هم ژوندي پاتې کېږي. له هغو زخمونو څخه یو هم د ډیورنډ کرښه ده، چې د استعمار له ناپاک نیت، د ملتونو د تفرقې له پلانه، او د سیمې د استعماري مدیریت له شومې نقشې نه زېږېدلې ده.
دا کرښه نه یوازې یوه فزیکي پوله ده، بلکې د یو ملت په وجود کې یوه ژوره کند ده، چې سیاست، کلتور، قوم، دین، ژبه، تاریخ، او ټولنیز یووالی یې ټوله قرباني کړ. دا نه د عدالت کرښه ده، نه د اسلامیت کرښه، نه د قومونو ترمنځ د رضا کرښه، بلکې د انګریز هغه توره کرښه ده چې د “تفرقه واچوه او حکومت وکړه” پر بنسټ راکش شوې وه.
تاریخي لید: د یوې معاملې سیوری
د ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال کې د انګریز استعماري استازي سر مورټیمر ډیورنډ او د وخت دپلورل سوي امیر ترمنځ لاسلیک شوه. دا موافقه د انګریز د سیاسي فشار، نظامي تهدید، او د وخت د شرایطو له مجبوریت څخه راوټوکېده. دا یوازې یوه لنډمهاله تفاهمنامه وه، نه دایمي تړون، نه د ملتونو ترمنځ رضا، او نه هم د امت ترمنځ مشروعه توافق.
له هغه وخته راپدیخوا، دا کرښه د پښتون قوم د تقسیم سمبول شوې ده. د افغانستان په جغرافیه کې د ازادۍ او خپلواکۍ هر پاڅون د همدې کرښې د نه منلو چیغه وه؛ که د باچا خان عدم تشدد حرکت وو، که د ازاد هند له غورځنګ سره د پښتنو ملګرتیا وه، او که دهر نظام واکمني وه دا ټولې دورې تر نن امارته ، دا کرښه یو وار هم د افغان وجدان نه ده منلې.
سیاسي اړخ: د ملتونو د حقوقو خلاف
له سیاسي پلوه، د ډیورنډ کرښه یو ظالمانه سیاسی جوړښت دی. دا کرښه د نړۍ د ټولو ملتونو د ځانتعیین حق (Right to Self-Determination) خلاف ده. هیڅ پوله نشي کولی چې د ملتونو یووالی مات کړي، نه د راډیو له څپو، نه د تلویزون له صفحو، نه هم د ویزو او پاسپورټونو له بندیزه.
د ډیورنډ کرښه د افغانستان د ملي حاکمیت، د سیمې د خلکو د ارادې، او د نړیوالو قوانینو پر ضد یوه تحمیلي پوله ده. دا کرښه نه د افغان ملت د امضأ خاوند لري، نه د تاریخ د عقل شاهد لري، او نه د وجدان کوم تکیهځای لري.
کلتوري اړخ: د ژبې او دودونو جدايي
کلتور هغه نامرئي رشته ده چې قومونه یو ځای ساتي. پښتانه که په ننګرهار کې وي، که په قندهار کې، که په پښور، وزیرستان، یا کوټه کې؛ هماغه یوه ژبه لري، هماغه یو دود، یو عادت، یو لباس، یو درود، او یو درک لري. ډیورنډ کرښه نه د پښتو د موسیقۍ نغمه بدلولی شي، نه د پښتني دود غاړه بندولی شي.
د جغرافیې له نظره، دا کرښه د یوې سیمې طبیعي جوړښت ته زیان اړوي. غرونه، سیندونه، کلي، کورونه، قبرونه، او حتی بازارونه یې دوه ټوټې کړي دي. د یوه پلار دوه زامن د یوې کرښې په نوم سره بېل کړل شول، چې نه یې دا پوله غوښتې وه، نه یې پرې باور درلود.
د سلیمان غرونه، د سپین غر څوکې، د چترال سیند، او د شلمې دښتې، دا ټول د یو قوم طبیعي ملکیتونه دي. دا کرښه د طبعیت د منطق خلاف ده، ځکه چې طبیعت کرښې نه لري، دا یوازې انسانان دي چې کرښې کاږي، خو تاریخي وجدان یې نه مني.
اسلامي لید: د امت واحدې خلاف پوله
د اسلامي امت په نامه چې کوم لوی فکري او ایماني یووالی شته، هغه هم د ډیورنډ کرښې له امله ټوټه شو. د امت یووالی نه یوازې د عقیدې مسئله ده، بلکې د مسؤلیت، همکارۍ، او باور مسئله ده. څنګه کېدای شي چې یو قوم چې یوه قبله، یو کتاب، یو پیغمبر او یو دین لري، په یوه کرښه سره بېل شي؟
اسلام د قومونو ترمنځ برتري نه مني، خو د ډیورنډ کرښه د یو قوم بېعزتي کوي. دا کرښه د امت د وحدت پر وینه یو داغ دی، چې باید اسلامي عالمان، مشران، او عام ولس پرې خاموش نه وي.
دا کرښه نه وه منل شوې، نه به ومنل شي
که روس راغلی، که انګریز راغلی، که چنګیز راغلی، که امریکا راغلې، دا افغان ولس یې پر ټټر لکه غر ولاړ پاتې شوی. ډیورنډ کرښه یو زور زیاتی دی، یو سیاسي جبر دی، یو کلتوري برید دی، یو دینی زخم دی، او یو جغرافیایي انکار دی.
نه یې زموږ عقل مني، نه یې زموږ تاریخ، نه یې زموږ نسلونه، نه یې زموږ قرآن. دا کرښه د افغانانو لپاره د “نه” چیغه ده، چې تر پایه به دوام لري.
دا کرښه به یو ورځ ړنګه شي. لکه څنګه چې د برلین دیوال ړنګ شو، لکه څنګه چې د استعمار قلمرونه مات شول، همداسې به دا دروغجن دیوال هم د پښتون د مېړانې، د افغان د باور، او د امت د یووالي له امله ونړېږي.
دا نه د وینې کرښه ده، نه د مینې کرښه. دا د استعمار هغه زهرجن لاس دی چې د ملتونو د زخمونو سبب شوی دی. خو افغان ولس، د خپل تاریخ د هر انکار پر وړاندې، لکه غر، ولاړ پاته سې
د ډیورنډ کرښه یوازې یو سیاسي خط نه دی، دا د وینو، ژړا، بېلتون او مات زړه یوه کرښه ده. دا کرښه د جغرافیې له نقشې نه راوتلې، بلکې د استعمار له تورو نیتونو او د توپ له سر راکښل شوې. له نیمروزه تر کونړه، له وزیرستانه تر پکتیکا، د پښتني ټبر هر قوم یې نیم کړی، بېل کړی، او زړونه یې پرې ژوبل کړي دي.
بلوڅ 👈، بړیڅ، اڅکزی، نورزی، وزیر، مسود، سلیمانخېل، دفتاڼې ،شینواری، ګربز، مهمند، منګل ، زازې ،صافی او خاصتاً کاکړ، دا ټول هغه لوی قومونه دي چې نه یې پوله پېژني، نه ویزه، نه پاسپورټ. دوی شریکې دړې، ګډې جنازې، یو شانې کلتورونه، دودونه، ژبه، وینه او تاریخ لري.
د کاکړو ټبر، چې د “کاکرستان” په نوم یې له بلوچستان ترافغانستانه او د کرښې دواړو غاړو ته پراته دي. دا قوم نه سیاست ویشلی شي، نه نقشه. د سلیمانخېلو قام، چې د پکتیکا له غرونو نیولی تر اورګونې او شلوزې پورې امتداد لري، هم نیم شوی دی؛ خو مینه یې نه ده نیمه شوې.
د وزیر، مسود، او دفتاڼو لوړې جګې غاړې، چې د جنګ او سوله دواړو داستانونه لري، نن یې د ډیورنډ کرښې مزي پرې کړي. شینواري، صافی، مهمند، دا ټول قومونه له غره نه دي راښکته شوي چې د انګریز کرښه یې وویشي.
دا قومونه د یو بل سره یواځې په سرحد نه، بلکې په مینه، عقیده، عزت، وینه، کلتور او د دوستۍ په میراث شریک دي. نو دا کرښه که څه هم له پخوا راپاتې ده، خو په زړونو کې یې ځای نشته. دا کرښه د تفرقې کرښه ده، نه د انسانیت، نه د اسلام، نه د بشریت.
درنښت …. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.