ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا -(۲۵مه برخه)

محمد داؤد مومند

178

د ډاکټر پوهاند زیار، علمی لیکنه:

د نړۍ هر ولس که د انسانی فرهنګ له اړخه، ډیر وروسته پاتی هم وی، یو سرغنه او مشر، یا په بله وینا، یو لارښود او سمونوال لری، او دا مشری او سرغندویی، ان تر دولتی اداڼی هم رارسیږی چی د قانون په چوکاټ کی د خپل ټبراو ولس د ښیګڼی لپاره هلی ځلی کوی.

بد مرغه ټولنه به هغه وی چی په یوه ټاکلی چاپیریال کی د ځینو لاملونو له کبله له داسی یوه لارښود او سرغندویه بی برخی پاتی شی.

په روانه پیړۍ کی پښتون ستر ولس، دوه پیاوړی مشران لرل، په لره پښتونخوا کی پاچاخان (عبدالغفارخان) او په بره کی، مومند بابا (محمد ګل مومند) .

دوی هر یوه په خپله خپله برخه کی د پښتنو د مشرتابه او زعامت نقش پرغاړه درلودلی او لکه څنګه چی ښایی، په پوره مخسورۍ یی دا نقش لوبولی دی.

په ښکاره خو داسی بریښی چی د پاچا خان رول سیاسی او د مومند بابا فرهنګی و. مګر که په ځیر سره وکتل شی، د دواړو د هلو ځلو- ونډه زیاته فرهنګی وه.

که پاچا خان د خدایی خدمتګارۍ غورځنګ د سیاسی ویښتابه توله، یو څه درنه وه، خو فرهنګی توله او برخه یی هم دومره سپکه نه وه.

او د مومند بابا، فرهنګی او بیا په ځانګړی توګه د پښتو ملی ژبی غورځنګ، خو بره خوا، هر با شعوره پښتانه بچی ته څرګنده او جوته ده.(متأسفانه موږ داسی بی لکۍ خره پښتانه هم لرو چی نه د پښتو ژبی پروا لری، نه د پښتونولۍ او نه ددی ستر لارښود معنوی او ملی بی ساری تاریخی خدمتونو – تایپست).

مومند بابا له امانی پیره، بیا ترنادر شاه – ظاهری پیره یو پیاوړی پوځی بولندوی پاتی شوی او په همدغه واک او ځواک یی پښتو ژبه د یوه ملی پیژند نښی او سمبول په توګه پر افغانی دولت او حکومت منلی او هغه یی د نورو نړیوالو ژبو سره د سیالۍ جوګه کړیده.

د محمد ګل مومند ( وزیر صاحب، مومند بابا) له نامه سره یوه داسی پرتمینه پښتنی تاریخی د وقار او عظمته ډکه څیره سترګو ته نیغه دریږی چی د پښتنی، یا په بله وینا، افغانی فرهنګ وروستی اویا کلن (اوس سل کلن- تایپست) څپرکی ورسره نه شلیدونکی اړیکی لری.

مومند بابا له ټولنیز (عام، نړیوال دیمکراتیک دود سره سم د (ډیرښت) آر او اصل پر بنسټ د افغانی ټولنی ملی وکړ (هویت) په پښتنی انګړکی لیده او پر همدی بنسټ یی پښتو، پښتونولی، پښتون او بیا ټینګه او څپیڅلی، خو پراخ لیده، اسلامی ګروهه، ددغه ملی و کړ (هویت) ټاکندویه پیژند نښی ګڼلی.

د دغه دیمکراتیک آر، له مخی ورته ټولنیز افغانی کلتورله پښتنی فرهنګ «هڅابه» پرته نورڅه کیدای نشو.

د دی لیار انګیزه:

وایی کله چی مومند بابا په هلکینه کی له پلار سره خپل مورنۍ کلی ته تللی و، ماما ګانو ورته پیغور ورکړی و، چی ولی پښتو یی نه ده زده؟

(د مومند بابا تولد په کابل کی شوی و- تایپست) هماغه وو چی کابل ته له ستنیدو سره یی پښتو زده کړی ته ملا وتړله او دومره په کی مخ ته ولاړ چی ټول برخلیک یی ور په غاړه شو او ټول اند او ژوند یی ورته وقف کړ.

زما په اند په ترکیه کی یی پوځی زده کړی استوګنه ددی لیاری ترهرڅه ستره انګیزه وه.

ده له نژدی څخه د مصطفی کمال فرهنګی سمونواله (ریفورم) لیدلی و چی څنګه یی د خپل ترک ولس او ترکی ژبه له عربی او غربی اغیزه لاندی آزادوله  او څنګه یی لدی لیاری د یوی نوی او پرځان ویسا ترکیی د بنسټ پخولو ته مټی رانغشتی وی.

او په زړه پوری لا دا چی په توره سقاوی واکمنۍ کی یی د ایران له استوګنی نه هم ډیر څه زده کړل.

هغه مهال ایران غوښتل د ترکیی په پيښو د خپلی فارسی ژبی په څپيڅلتیا او په پیاوړتیا خپل ځانګړی ملی وکړ(هویت) جوت کړی.

مومند بابا د نجات په جګړه کی د یوه پاخه پوځی جنرال په توګه داسی نقش ولوباوه چی نادرخان خپل شپږم ورور وباله.

مومند بابا ړومبی د لوی کندهار د تنظیمیه رئیس شو او بیا د کورنیو چارو وزارت تر څنګه د شمالی ولایاتو تنظمیه مشری ور ترغاړی شوه چی د تورکستان د «افغانی کولو» پلان ورسره غوټه و.

مومند بابا د قطغن او بدخشان د یوه تکړه نائب الحکومه شیرخان خروټی او داسی نورو همکارانو په مرسته وکړای شول چی په څو کلونو کی تورکی او افغانی توکم سره داسی واخښل را واخښل کړی شو، چی بیا چا د «پان تورکیزم» نوم هومره هم وانه خیست.

له تازه دمو میشتو پښتنو، هزاروو، بلوڅو، پشه ییانو او د جنوبی افغانستان نورو ټبرونو سره د تورکستان شاړی ځمکی او جبی نوری، په شولګرو او غنمګرو، پالیزونو او باغونو بدلی شوی او له دی سره سره زموږ پیاوړی سمونوال (مومند بابا)  په هغه نا افغانی سیمو کی د افغانی ورولۍ جنډه په رپیدو راوسته.

دودونه، رواجونه، مړی ژوندی، خوشحالۍ او ماتمونه سره همرنګه او مشترک شول چی دا دی نن سبا په کی څوک د تورک و تاجک، مغلو او پښتون توپیر جلاتوب په آسانه نه ګوری.

دا د هیواد معاصر تاریخ، په اثبات رسولی ده چی د افغانی ټولنی په هویت ټاکنه کی د لوی مومند بابا ونډه څومره اغیزمنه وه.

دده په غوښتنه او نوښت پښتنی اتن ملی اتڼ او د بیرغ غوندی دری رنګه پښتنی کالی، افغانی ملی کالی وګنل شول.

(له بدغه مرغه د نظار شوری او جمعیت ستمی حکرانۍ په موده کی دا ملی وحدت او مشارکتی ملی ژوند ته د ختم ټکی کښیښول شو.- تایپست)

بابا چی به ننګرهار ته راغی، خلک به پری رامات شول او ده هم ورته د صحی سبو د خوراک، پوشاک د صحت مراعات کولو، نیکو خویونو او دودونو او رواجونو او د نوی ژوند او د بدو رواجونو لکه په لورباندی ولوراخستل، سود خورۍ، اوداسی نور منع کولو دپاره تبلیغ او لارښونی کولی.

بابا به د ولس نه په خپله، ژبه زده کوله او ژبه یی ورزده کوله، جومات ته چی به ولاړ، ملایانو ته به یی د دینی لارښونو تر څنګه د خلق الله د خدمت ډیر ټینګار هم کاوه، د طالبانو او چټانو اتڼونه به یی هم ورسمول، او ددی لپاره چی تقلیدی اتڼ یی ورته ملی کړی وی، په خپله به پاڅیدو او پرملی اتڼ به ویی ورته پیل وکړ.

د ننګرهار او کونړ خلکو ترمومند بابا د مخه له سبو او ترکاری سره دومره مینه نه درلوده، خو بابا دا خلک تشویق کړل چی د سبو په صحی ګتو او مفیدیت پوه شی او رواج یی کړی.

بابا کوچانی ژوند درلود، کله به سمنګانو، کله ننګرهار او کله هم کونړ کی اوسیده خو د اوړی په موسم کی به کابل ته راته او د غره په لمن کی په یوه کوچنی، خټین کرایی کورکی یی فقیرانه ژوند تیراوه، هسی فقیرانه ژوند چی د افغانستان په تاریخ کی ساری نلری.

بابا د معیاری (کره) او نږه پښتو د لیک دود مؤسس دی، موږ د وزیر صاحب همدی هلو ځلو ته له نویو ژبپوهنیز آرونو سره سم پایښت ورکړ او تر هرڅه د مخه مو د یوی یواځنۍ بشپړی کره لیکنی پښتو ربړه رامینځته کړه.

بابا د ژب پوهنی په برخه کی یی «پښتو لیار» او د پښتو «سیند» د نوی علمی ژوند له ګټورو پیلامو څخه ګڼل کیږی.

د مومند بابا د ناپایه هلو ځلو – پیړۍ او بریاوۍ په (۱۳۱۶) (۱۹۳۷) کال د یوازنۍ ملی او رسمی ژبی په توګه د پښتو رسمی کیدلو سره پیل کیږی.

همدا رنګه د شلمو کلونو په سر کی، په ټول هیواد کی د تعلیمی ژبی په توګه او په پښتو ژبو سیمو کی د دفتری ژبی په توګه د پښتو ژبی دود کول د همدی هلو ځلو له پایلو څخه ګڼل کیږی، مومند بابا څه مهال چی په کندهار کی د تنظیمیه رئیس وتاکل شو، دفتری ژبه یی له فارسی څخه پښتو ته واړوله.

په راډیو او ورځپاڼو او نورو ټولنیزو رسنیو اوعلمی خپرونو لکه (آریانا دایرة المعارف او جغرافیایی قاموس) کی د پښتو ورګډیدل د مومند بابا له نامه سره ټینګ تړون لری.

پر پښتو ټولنی سربیره په تاریخ ټولنه او نورو علمی او مطبوعاتی څانګو کی د پښتو ونډه هم همداسی در واخله.

د مومند بابا اند او ژوند د ورستیو شیبو، وروستنۍ پیره همدا وه چی خبر شو د (۱۳۴۳) (۱۹۶۴) په نوی اساسی قانون کی پښتو او دری یو شان رسمی ژبی کښل شوی وی.

مومند بابا له ایبکو څخه یی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته تیلفون وکړ چی «آخر مو پښتو له پارسو سره حلیست کړه؟

اعلیحضرت وویل:

په کمسیون کی پښتانه نمایندګان لکه مجروح، شفیق، داکتر حامد… هم وو   .

بابا ورغبرګه کړی وه، زه دا یو هم نه پیژنم….

هغه وو چی د (ملی) کلمه په یوه ځانګړی ماده کی علاوه شوه.

او میاشت دوه وروسته دا فرهنګیالی او او د پښتو ژبی او پښتونوالی اتل، مومند بابا، له نړۍ څخه سترګی پټی کړی او د پښتنو او پښتونوالی قافله بی سالاری پاتی شوه.

ثبت است بر جریدۀ عالم دوام ما

څرګندونه: د پوهاند صاحب زیارڅلویښت کلنه پخوانۍ لیکنه، ختم شوه، خو د لیکنو لړۍ دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا – (۲۴مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.