د ورکو سترگو ديدن راوړه
که روغه نه شوم، نور مې مهکوه پوښتنه
اصلي وطن مې کابل جان دٸ
له وطن لرې مجبورۍ راوستی یمه
شوتلې درې پاڼې څلور که
سوکړکه ټینگ شه، میلمانه راغلي دینه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:
لۀ ما یې یار پۀ پښتو بېل کۀ
د ملک زوی ځانته هندوې گډوینه
لالیه سخت ساړه مې کېـږي
غېـږه بړستن کړه، ما درپټه کړه میـینه
د لالي مال او دولت کم کـړې
چـې بيا نامـه د بنـې نه را يادوينه
پر ما دې راشي زحمتونه
تا به همځولو سره سیاله گرځومه
شوتلې درې پاڼې څلور که
سوکړکه ټینگ شه، میلمانه راغلي دینه
کوژده دې کړم، واده دې نهکړم
یا مې واده کړه، یا زه بل میـړه کومه
زه درنه بل وطن ته لاړم
ستا د کوڅې احوال به څوک راته راوړینه
کلـه بـه بیا سره یو ځای شـو
چې ډکې سترگې په گیله در واړومه
یا دې په سترگو کې اثر دی
یا دې په جیب کې خر مهرې ساتلې دینه
ته د سندرې په شان مست یې
زه د ټپې په شان غمجن درپسې شومه
د ورکو سترگو ديدن راوړه
که روغه نه شوم، نور مې مهکوه پوښتنه
اصلي وطن افغانستان دی
اوس مې نصیب نورو ښارو کې گرځوینه
اصلي وطن مې کابل جان دٸ
له وطن لرې مجبورۍ راوستی یمه
اصلي وطن ميې کابل جان دٸ
لورالاٸى ته مجبوري راوستٸ يمه
په پېښور کې مې خښ نه کړئ
بېننگه خاوره د دوزخ په شانتې وینه
په تور ماښام دې غاړه راکړه
د مرگي هېره شې، چې نه دې یادوینه
پۀ اشنایي دې نازېدمه
پۀ جدایي دې لکه گل ورژېدمه
په کلي کور کې مې زړه تنگ شو
د تا یادونه مې پر غرونو خېژوینه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.