چې څه کری، هغه به ریبې (دیارلسمه برخه)

شاه ولی ارین

260

پیر سید احمد ګیلاني

پیر سيداحمد ګيلاني په۱۳۱۱لمريز کال کې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې وزېږېد.« د نسب سلسه یې د قادریه طریقت د لړۍ بنسټ اېښودونکي عبدالقادر ګیلاني ته رسېږي د تصوفو له دریو مشهورو طریقو څخه یوه هم د قادریې طریقه ده، چې بنسټ اېښودونکې یې  د ګیلاني پلار شیخ محی الدین عبدالقادر ګیلانی بن ابی صالح چنګی دوست بن عبدالله بن موسی بن عبدالمخلص بن حسن المثنی بن علی بن ابی طالب دی. باید یادونه وکړم، چې په ځېنو کتابونو کې ابومحمدعلوی حسنی او په ځېنو کې وروسته له موسی بن عبدالله بن امام حسن ذکر راغلی دی.

په شرق کې اولنی شخص دی، چې د اولیاء په لقب یادېږی او مریدان یې غوث الثقلین، شیخ کل، د مشرق شیخ او غوث ګیلانی یادوی. پروفېسور شوشتری ددې شیخ د زوکړې نېټه ۱۰۷۸م ۱۱۶۶م یادوی او د پېداېښت ځای یې د بین النهرین ګیلان او ځېنې یې بیا د ګیلان غرب خواته یادوي» چې د دغو شواهدو له نظره پېر صاحب په اصل کې افغان نه دي او عربو ته منصوب کېږي.

ګیلاني خپلې لومړنۍ زده کړې په امام ابوحنیفه مدرسه کې وکړي او وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ شو.

نوموړي ۱۹۵۲ میلادي کال کې د افغانستان پخوانې پاچا حبیب الله خان له لمسۍ عالیې سره واده وکړ  او د هغه وخت سلطنتي کورنۍ ته نور هم ورنږدی شو، پیرانو او حضرتانو د هغه وخت په دربارنو کې خاص ځای درلود.

ملي محاذ د شپیتمې لسیزې پر مهال د هغو اوه تنظیمونو د ایتلاف برخه وه، چې مرکز یې پېښور کې و، خو د اوویایمې لسیزې اوږدو کې چې افغانستان کې کورنۍ جګړې روانې  وې، ملي محاذ تر ډېره څنډې ته شو.

د ګیلاني په خبره، د نوموړي د تنظیم پلویان په ختیځ او جنوب ختیځ کې اوسیدل او د نورو تنظیمونو په څېر هر ځای کې فعال نه و. د دې تنظیم غړي مکتبي نه و، د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تنظیمونو په څېر ایډیالوژیکه او بنیادي نظریه یې نه درلوده، چې پر جګړه یې ډېر ټینګار کاوه، همدا علت و چې له ملي محاذ سره کمه مرسته تر سره کېدله.

په وروستیو کلونو کې پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د مهمو سیاسي سټو له ډلې و او له جهادي مشرانو سره یې یو ځای  په سیاسي ناستو کې ګډون کاوه.

د افغان مقاومت د څېړنو دفتر مشر شېرشا یوسفزی چې پیر ګیلاني او په پېښور کې مېشت نور جهادي مشران یې پېژندل،« په دې باور دی چې د افغان مقاومت پر مهال ملي محاذ د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په پرتله په وسلواله جګړه کې لږ رول درلود.»

د ګیلاني کورنۍ له لسیزو راهیسې په افغانستان کې مهم سیاسي او روحاني حیثیت درلود او لري یې. نوموړی په افغانستان کې د قادریه طریقت سلسلې د’ پیر ‘ په حیث پېژندل کېده او ګڼ شمېر مریدان لري.

د دې تنظیم پخوانې مرستیال فاروق اعظم وايي:

« د کورنۍ جګړې پر مهال پیر سید احمد ګیلاني غوښتل چې د مختلفو جهادي ډلو تر منځ د منځګړي رول ولوبوي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.»

ګیلاني پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال د افغانستان د ساتنې او جهاد له پاره پاکستان ته هجرت وکړ او هلته یې د نورو جهادي مشرانو په توګه د بهرنیو استخباراتي شبکو مرستې تر لاسه کړي، د خپل تنظیم مشري او رهبري یې وکړه، د ملي محاذ په نامه تنظیم یې جوړ کړ چې پلویانو یې نسبت د نورو جهادي تنظیمونو په پرتله د انسان وژنو هیواد ورانونو او نورو برخو کې یو څه نرم سیاست او موضیعګري درلوده.

دی په خپله خورا ارام، متواضع او نورمال شخصیت بریښیده، خو د کورنۍ نور غړي لکه  سید حامد ګیلاني، سید اسحاق ګیلاني په استخباراتي شبکو کې د هیواد پلورنې، چور چپاول د ځمکو په غصب کې له نورو غلو کم لاس نه درلود.

پیر سید احمد، سید حامد، او سید اسحاق ګیلانیان عادی پیران و، خو اوس مهال له ۵۳۰ میلونو نه د زیاتو ډالرو خاوندان او د سلګونو جریبو ځمکو غاصبین دي.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې – (دولسمه برخه)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.