غرونه څنګه منځ ته راغلي؟

اسدالله ملکزی

185

غرونه د ځمکې لويو تختو چې په الماني کې ورته Plattentektonik او په انګريزي کې ورته Plate tectonics وايي، منځ ته راځي . کله چې د ځمکې دا لويې تختې د يو بل په مقابل کې لګيږي يا ټکر کوي، يو د بل نه په سوليدلو تيريږي او يا يو بر بل باندې امباريږي او غرونه منځ ته راځي . د دغه لويو تختو په مخامخېدني او يا يو پر بل فشار راوستنې په وجه د ډبرو طبقې په قاتېدو راځي او مخ په پورته ځبېښل کيږي، کوم چې ددې په وجه غرونه جوړيږي . همدارنګه د اورغورځونې فعاليت په وجه هم غرونه جوړيږي، چې دې ته بيا د اور غورځونکي غرونه ويل کيږی .

غرونه تل داسې نه وو، بلکه دا د زرونو کلونو په بهير کې منځ ته راغلي .

تر ډېر وخته انسانان د غرونو منځ ته راتلو باندې نه پوهېدل . پوهانو په لومړي ځل دا معمأ ديرش کاله مخکې حل کړه .

دوسوه ميليونه (200 000 000) کاله مخکې ځمکه يوه لويه وچه (براعظم) وه – چې په الماني کې ورته Urkontinent Pangäa وايي، وجود لرلو . دا د يو لوی سمندر په منځ کې پرته لويه وچه وه . کوم بهير چې د دغې  لويې وچې لاندې جريان درلود، په ډېر قوت سره دا يوه ورځ  د يو بل څخه بېل يا جدا شول .

دا بېلې شوي ټوټې، کوم چې د لويې وچې تختې جوړوي، په اوله کې دا د يو بل څخه پورې وهل کيږي او بيا وروسته يو بل سره په ټکر کيږی . د دغه يو بل سره مقابل پورې وهنې سره کېدی شي چې غرونه جوړې کړي . دا امکان لري چې په درې ډوله اوسي .

په کوم ځای کې چې د لويې وچې تختې يو د بل څخه بېليږي، هلته په يو نيم ځايونو کې د ځمکې قشر په ډوبېدو ځي .

هغه ځايونه چې پولې يا سرحدونه جوړوي، هلته ځمکه پورته ځبېښل کيږي او ددې په وجه غرونه جوړيږي .

او هم کله چې دوه تختې يو د بل نه د تېرېدو په حالت کې وي، کېدی شي چې غرونه جوړ شي .

د دغو لويو تختو څنډې ښويې نه دي، نو ځکه دا يو د بل سره سوليږي – حتا کله نا کله يو د بل سره نښلي . هغه زور يا قوت، کوم چې منځ ته راځي، کله چې دا لويې تختې يو پر بل باندي لګيږی، دا د کيلو مترو لوړو غرونو جوړوېدو ته کفايت کوي .

دريم امکان يې دا دی چې دوه لويې تختې يو پر بل باندې حرکت کوي . دې سره کېدی شي چې اوقيانوسي تختې – چې د سمندر پر تل د ځمکې قشر په نوم ياديږي، د يوې لويې وچې تختې لاندې پورې وهي . دې سره د لويې وچې او سمندر په پولو کې لوړ لوړ غرونه امباريږي . د مثال په ډول په جنوبي امريکې کې د Anden غرونه .

څومره وخت غواړي چې يو غر منځ ته راشي؟

د پورې وهنې په وجه د يو غر منځ ته راتلل، کېدی شي چې زښت ډېر  يا په سل ميليونه کلونه دوام وکړي .

لومړی غر کله منځ ته راغلی؟

د Barberton Mountains په نوم غرونه، په سوېلي افريقې کې تقريباً 3,5 ميليارد کلونو په عمر دي . دا غرونه چې د Makhonjwa Mountains په نوم هم ياديږي، د نړي تر ټولو زاړه غرونه دي .

څو ډوله غرونه په نړۍ کې وجود لري؟

په نړۍ کې پنځه (5) ډوله غرونه دي :

1 – ولکاني غرونه (Vulkangebirge) قات شوي غرونه (Faltengebirge)، فلات ، جلګه مرتفع (ايراني لغت)غرونه (Plateaugebirge)، ماهي ديل (ايراني لغت) (Schollengebirge) او ګمبت ډوله غرونه (Kuppelgebirge) .

چېرته چې د الپ غرونه Alpen ولاړ دي، دلته هم يو وخت کې سمندر وو؟

دا اوسنی الپ د يو هوار سمندر څخه راپورته شوی، کوم چې دا سمندر د Tethys-Meer په نوم ياديږي . 200 ميليونه کاله مخکې دغه سمندر شمال خواته په زور سره مخ په وړاندې ولاړ او يوه برخه د سوېلي المان هم لاندې کړه . په هغه وخت کې دلته استوايي اقليم وو، دلته نظر اوس ته هوا ډېره توده يا ګرمه وه .

کېدی شي چې نور نوي غرونه منځ ته راشي؟

هر کال د الپ غرونه د يو څخه تر دوه سانتي مترو پورې لوييږي . خو دغه لوييدل  او وړوکې کېدل  د غرونو توازن ساتي . دا چې د وچې لويې تختې تل په حرکت کې دي، د نظر له لحاظه امکان لري چې د راتلونکې ميليونه کلونو وروسته نوي غرونه هم منځ ته راشي .

غرونه ريښې لري؟

د ځمکې په سر غرونه امکان نه لري چې بې حده لوړ شي، ددې لوړوالی محدود دی . د غرونو طبعي لوړوالی تقريباً تر 10 کيلو مترو پورې دی، کوم چې دلته يو زورور طوفان (واورې ورېدنې، کنګل، باد او ورښت يا باران ) په وجه شروع کيږي . يو غر چې ددې د څوکې لوړوالی تر 3 km کيلو متر پورې وي، کېدی شي چې ددې بېخ يا ريښه تر 15 km کيلومتر پورې د ځمکې لاندې اوسي . د غرونو دغه ريښې، چې د غر لويې ډبرينې تختې يا د ځمکې لاندې لامبو وهونکي ريښو په نوم هم ياديږي، د قاعدي له مخې دا تقريباً 5,6 وارې نظر د ځمکې سرته د ځمکې لاندې دي . دا په دې ډول : که چېرته يو غر 2000 m متره د ځمکې څخه لوړوالی ولري، نو ددې ريښې تقريباً د 40 km څخه تر 45 km کيلومترو پورې د ځمکې لاندې دي .

د المان په برلين کې د جيولوژي او د وچې لويو تختو څېړنو پوهنتون کې د پروفيسور  مارک هيندي  Professor Mark Handy د څېړنو له مخې د غرونو د ځمکې څخه پورته لوړوالي او د ځمکې لاندې د ريښو تر منځ تناسب تقريباً د 1:8 – 1:9 پورې دی .

زموږ قوت څه دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.