تشویش یا اندیښنه کول په معده او کولمو کوم ډول اغېزې لري؟

فضل حلیم عرب زی

171

تشویش او اندیښنه په معده او کولمو ژورې اغېزې لري. دا اغېزې د “دماغ ــ کولمو” اړیکې له لارې ترسره کیږي چې لاندې ناوړه اغېزې رامنځته کوي.

۱.د هاضمې ګډوډي:
تشویش د معدې حرکت ورو کوي یا چټکوي
خواړو ښه نه هضم کېږي
داسې احساس رامنځته کوي لکه ډبره په معده کې پرته وي یعنې د معدې دروند والی احساسوي.

۲. د تېزابو زیاتوالی:
د سینې یا ټټر سوځېدل
ستوني یا مری ته د تېزابو راختل
د معدې د زخم خطر زیاتوي

۳. د معدې دردونه:
دوامداره خفیف یا شدید دردونه
د د زړه بدوالي احساسول
د اشتها نه لرل

۴. د کولمو ګډوډ حرکات:
ډېر تېز حرکات اسهال رامنځته کوي
ډېر ورو حرکات قبضیت رامنځته کوي
یا هم کله قبضیت کله اسهال په نوبتي ډول دواړه رامنځته کیږي

۵.د IBS (Irritable Bowel Syndrome) تشدید ېدل :
تشویش د IBS ناروغانو لپاره تر ټولو مهم محرک ګڼل کیږي چې لاندېعلایم لري.
نس ناستې یا قبض
د کولمو درد
د نس باد

۶.د کولمو د حساسیت زیاتوالی:
تشویش او اندیښنې له امله په کولمو او معده کې کوچنۍ ستونزه دېره غټه احساس کیږي دغه ستونزه نارمل کسانو ته هیڅ یا ډېره کمه احساسیږي

۷. تغذيوي اغېزې:

تشویش اشتها کموي یا زیاتوي
ممکن انسان خواړه لږ یا ډېر وخوري، چې دا بیا په معده او کولمو منفي اغېز کوي
کولای شي وزن کم یا زیات شي

۸. نورې اغېزې:

د معدې ګازونه او باد لرل
تشناب ته د تللو اړتیا ډېرېدل
د معدې او کولمو د عضلاتو سپزم یا ناارامي

طبي سپارښتنې:

1. ذهني درملنه (Psychotherapy)

2. تنفسي تمرینونه او مراقبه:
د ذهني آرامتيا تمرینونه د معدې/کولمو درد کموي

3. د غذایي نظم رعایت:
– سپک خواړه خوړل
– له تېزو مصالحو او کافيین څخه ځان ساتل

4. درمل:
د اړتیا په صورت کې د ډاکټر له خوا د تشویش، اندېښنې یا IBS لپاره خاص درمل توصیه کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.