قوشتېپې کانال – د افغانستان د اوبو د برخلیک نوې پاڼه…..!!!👈
په هغه خاوره کې چې تاریخ تل د وچکالۍ، ناورین او فقر له کیسو ډک پاتې شوی، اوس یو داسې حرکت پیل شوی، چې د زرغون ژوند، اقتصادي ودې او زراعتي انقلاب نوې هیلې ورسره تړلې دي. دا خوځښت د افغانستان اسلامي امارت د سترې ارادې او پیاوړي تدبیر زیږنده ده، چې د “قوشتېپې کانال” تر نامه لاندې د افغانستان د تاریخ تر ټولو ستره اوبو لګولو پروژه بلل کېږي.
د ژوند سرچینه – له آمو تر آمو
قوشتېپې کانال د افغانستان له ستر سیند، آمو څخه اوبه اخلي. دا سیند چې د هېواد په طبیعي سرحد کې بهیږي، اوس د ملت د اقتصاد لپاره یو نوی ماموریت پر غاړه اخلي. د دې کانال د جوړولو موخه دا ده چې له آمو سینده اوبه واخیستل شي، او د هېواد شمالو ولسوالیو ته، لکه کلدار، دولتآباد، اندخوی، شبرغان، وبلخ، فاریاب، جوزجان او نورو سیمو ته ورسول شي. دغه اوبه به زرګونه هکتاره شاړې ځمکې خړوبې کړي او د کرنې زړونه به بیا په تنده د باور او برکت وموهي.
تخنیکي او عملي جوړښت
قوشتېپې کانال د درېیو فازونو لرونکې پروژه ده، چې هر فاز یې یو ستر ګام ګڼل کېږي:
1. لومړی فاز: د کلدار ولسوالۍ نه تر دولتآباد ولسوالۍ پورې شاوخوا ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري.
2. دویم فاز: له دولتآباد نه تر اندخوی پورې، نږدې ۱۷۷ کیلومتره اوږد دی.
3. دریم فاز: د خړوبېدونکو ځمکو ویش، د اوبو لګولو فرعي شبکو جوړول، او د کرنې مدیریت ته ځانګړی شوی.
ټولیز اوږدوالی یې ۲۸۵ کیلومتره دی، او پلنوالی یې ځینې ځایونه ۱۰۰ مترو پورې رسېږي. د دې کانال د اوبو انتقال ظرفیت ۶۵۰ متر مکعب په ثانیه کې اټکل شوی، چې کلنی انتقال یې تر ۲۰.۵ میلیارد مکعب مترو پورې رسېږي.
🌱 د اقتصاد نبض، د کار دروازه
قوشتېپې کانال نه یوازې دا چې کرنیز بدلون راولي، بلکې د کارموندنې، تولید، صنعت او صادراتو دروازې هم پرانیزي. اټکل کېږي چې نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. له غنمو نیولې، تر سبو، پنبې، مېوو او نورو حاصلاتو پورې، دا کانال د تولیداتو بنیادي منبع ګڼل کېږي. که دا پروژه په بریا سره بشپړه شي، نو افغانستان به د خوراکي توکو له اړخه پر ځان بسیا شي، او کرنیز صادرات به هم وغوړیږي.
د عزم استقامت
دغه پروژه د اسلامي امارت د ژمنې، ولسي ملاتړ، او تخنیکي همکاریو له لارې پر مخ روانه ده. دا نه یوازې د اوبو یوه تخنیکي پروژه ده، بلکې د ولسي زړورتیا، ملي اعتماد، او اقتصادي ازادۍ سمبول دی. دا هغه کانال دی چې د افغان ملت د زړونو او هیلو لارې خړوبوي.
قوشتېپې کانال د افغانستان د اقتصاد یو نوی باب پرانیزي. دا کانال به زرګونه کروندګر له وچکالۍ ژغوري، د زراعت، صنعت، او فقر پر وړاندې به یو زغرده دیوال وي. دا پروژه ښيي چې که د یو ملت اراده وي، نو له آمو سینده نه هم ځان ته ژوند راوړلی شي.
درنښت ……..یارب 🤲🏻.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.