د سوکراتي میتود او هڅوونکي مرکې ترمنځ پرتله: تر ټولو مؤثره خبرې اترې کومې دي؟
د فلسفي مشاور لپاره دا ډېر جذاب وي چې د سوکراتي میتود کار واخلي؛ ځکه چې ډېر خلک د “ازموینې ژوند” د فلسفې پر لور سوکراتس هڅولي دي. خو، ښايي یوه بله بدیله لاره له دې میتوده غوره وي، داسې لاره چې د مشاورۍ (درملنې) په بهیر کې له خلکو سره مرسته وکړي څو خپل ځان ژور و ارزوي.
د سوکراتي میتود بڼه داسې ده لکه یوه پلټونکې ژورنالسته یا څارنواله پوښتنه کوونکي، چې مخاطب په دام کې اچوي. سوکراتس به له ساده پوښتنو پیل کاوه او ورو ورو به یې خپل بحث کوونکی دې ته رسول چې یوه ښکاره تېروتنه وکړي یا ضد و نقیض ووايي. د دې صحنې لیدل به خوندور و، لکه څنګه چې د افلاطون په مکالمو کې د سوکراتس د دې طریقې داستانونه خوندور دي. دا طریقه له محکمې ډرامو سره ورته والی لري — که ریښتینې وي که خیالي.
سوکراتس د خپل وخت ډېر ځان پوه ګڼونکي خلک بېنقابه کړل، او خلک خوښیږي چې مغرور کسان شرمېدلي وویني. افلاطون او نور ځوانان به ورپسې ګرځېدل او تقلید به یې کاوه. خو موږ ټول پوهېږو چې دا داستان څنګه پای ته ورسېد — سوکراتس اعدام شو او د ازاد تفکر شهید شو.
سوکراتس د خپل شهرت او ستاینې مستحق و. د هغه جرأت، د واکمنو پر وړاندې د حقیقت ویلو زړورتیا، او د خپل ژوند د لارې لپاره قرباني ورکول، د درناوي وړ دي. خو د هغه کړنلاره، یا لږ تر لږه د هغه د پوښتنو طریقه، د شک وړ وه.
سوکراتس ادعا کوله چې د فضیلت، تقوا، عدالت، او ورته موضوعاتو په اړه وروستی حقیقت نه پوهېږي. ښايي دا خبره رښتیا وي. خو دا هم څرګنده ده چې هغه پوهېده کوم ځوابونه غلط دي، او تل یې چمتووالی درلود چې دا غلط ځوابونه او هغوی چې بې له فکره یې ورته نښتي وو، رسوا کړي.
که څه هم د سوکراتس نیت ښه و، خو د خبرو بڼه یې خلک دفاعي حالت ته اړ کول او وروسته به یې بد احساس کاوه. ښايي یو فیلسوف باید چمتو وي چې دا ډول استدلالي جګړه وکړي او د حق د موندلو لپاره خپله تېروتنه ومني. خو، رښتیا دا ده چې ډېری فیلسوفان، زه هم پکې شامل یم، دا کار ښه نه کوي، نه هم ډېر وخت.
د سوکراتي خبرو اترو طرز د فلسفې له نړۍ هاخوا هم ډېر اغېز درلود. دا طریقه حتا په مشورتي درملنه (تراپي) کې هم ځینې وختونه کارېږي، خاصتاً کله چې یو څوک په انکار یا انکار ته ورته حالت کې وي. خو، دا ډول مخامخ کړه وړه ډېر وخت برعکس نتیجه ورکوي. ډېر خلک چې مشوره غواړي یا ورته استول شوي وي، له خپل ستونزې سره ضد و نقیض احساسات لري. داسې خلک ډېر کم دي چې بشپړ انکار کې وي.
هڅوونکې مرکه (Motivational Interviewing)، چې د “میلر” او “رولنیک” له خوا پراخه شوې، د داسې کسانو لپاره غوره بدیل ده. په دې طریقه کې، مشاور ځوابونه انعکاسي ډول بیانوي، څو مقابل لوری خبرو ته دوام ورکړي. که یو کس ووایي، «زه رښتیا د الکول کومه ستونزه نه لرم»، مشاور کولای شي انعکاسي ځواب ورکړي: «الکول هېڅکله هم تا ته ستونزه نه ده پیدا کړې.» وګورئ چې دا جمله له دې پوښتنې سره څه توپیر لري: «الکول هېڅکله تا ته ستونزه نه ده پیدا کړې؟» — دا پوښتنه سړی دفاعي حالت ته اړ باسي، او امکان لري ووایي: «هو، سم وایم. زه هېڅ ستونزه نه لرم، خلک باید له ما پښېمان وي.»
خو، لومړنی بیان، یعنې «زه رښتیا د الکول کومه ستونزه نه لرم» د «رښتیا» کلمې له لارې د شک یو اشاره لري. کله چې مشاور له طنزه یا ملنډو پرته ځواب ورکړي: «الکول هېڅکله هم تا ته ستونزه نه ده پیدا کړې»، دا د خبرو تسلسل ته دوام ورکوي، او مخاطب ښايي ووایي: «ما دا ونه ویل چې هېڅ ستونزه نه پیدا کوي. بس دا موضوع دومره جدي نه ده.» مشاور کولای شي انعکاسي جمله وکاروي: «ستاسې لپاره الکول د اندېښنې وړ نه ده.» بیا مخاطب احتمالاً یو نوری توضیح ورکوي. دا بهیر ښايي ورو وي، خو باور او تفاهم رامنځته کوي او پرمختګ ته لار هواروي.
مشاور، البته، پوښتنې هم کوي، خو دا به خلاصې پوښتنې وي. مثلاً، که مخاطب ووایي: «کله کله اندېښنه لرم، ځکه چې بچیان مې له ما لرې وي کله چې زه الکول څښم»، دا جمله د بدلون هیله ښيي. مشاور کولای شي پوښتنه وکړي: «بچیان څنګه ځانونه لرې ساتي؟» ښايي مخاطب ووایي: «زوی مې له ما سره د فوټبال لوبه نه ګوري کله چې زه څښم.» مشاور ځواب ورکوي: «ته خو رښتیا غواړې چې له زوی سره فوټبال وګورې.» مخاطب ورسره موافقې ته رسېږي. بیا مشاور پوښتنه کوي: «ته چمتو یې چې څه کار وکړې تر څو زوی دې درسره فوټبال وګوري؟»
البته، خبرې له همدې ځایه دوام مومي، او ښکاره خبره ده چې اسانه حللارې ژر نه پیدا کېږي.
د هڅوونکې مرکې ښکلا دا ده چې دا طریقه له بېلابېلو درملیزو لیدلورو سره یوځای کارېدای شي. خو، فلسفي مشاوران په ځانګړې توګه له دې طریقې ګټه اخیستلی شي، که دا د سوکراتي میتود بدیل وکاروي — هم په مشورتي ناستو کې او هم د فلسفي خبرو اترو په جریان کې.
يادونه: سوکراتي مانا:
“سقراطي” طرز یا طریقه، د پوښتنو پر بنسټ بحث او تفکر ته هڅونه.
په ساده ډول:
سوکراتي طریقه مانا دا ده چې:
پر مستقیمه توګه ځواب نه ورکول کېږي،
بلکې پوښتنې مطرح کېږي ترڅو مقابل لوری پخپله فکر وکړي،
او د خپلې پوهې ژوروالی درک کړي
سرچينه:
PsychologyToday.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.