زه به ژوندی یم او دین به کمېږي!؟

حسان مجاهد

98

دا څرګنده ده چې کفار له رښتيني اسلام سره ژوره دښمني لري او پر وړاندې یې تل له بېلابېلو پلانونو د له منځه وړلو هڅه کوي، هغه که په يو اسلامي هيواد د یرغل په بڼه وي، ترڅو میشت مسلمانان د زور له لارې د ځان تابع او له اسلامه منحرف کړي. که د بشري مرستو په پلمه وي، ترڅو ورو ورو مسلمانانو ته ځان دوستان وښيي او په مسلمانانو کې د ولاء او براء(له اسلام سره د دوستۍ او له کفر څخه د بې زارۍ) روحیه ختمه شي. که د ټولنيزو رسنيو او تبلیغاتو له لارې په غير شعوري توګه د فکرونو تسخیرول وي، ترڅو ځوان نسل ته په اسلام کې شبهات پیدا کړي، په خپلو دیني ارزښتونو يې بې باوره کړي، د اسلامي عقیدې پر ځای باطله نظريه خپله کړي، د معاصرو کفري ادیانو پيروان شي او له خپل اسلامي کلتوره غربي کلتور ته مائل شي او که دا برید په مسلمانانو کې د ښځينه حقوقو د خونديتوب او د هغوی د آزادۍ غوښتنې په بڼه وي، ترڅو په اسلامي ټولنه کې فحشا او منکرات عام شي، پاکلمني او غیرت ورک شي، مسلمان د خپلو خواهشاتو غلام شي او په پایله کې په دین او خاورې د ننګ کولو وجدان یې ووژل شي.
که فکر وکړو نو نن دکفارو لخوا په هره بڼه د اسلام پر ضد مقاومت روان دی، خو د آفسوس خبره داده چې د اسلام دفاع ته څوک نه دي تیار او له چا سره ددين دساتنې غم نشته.
هغه وخت چې د رسول اللهﷺ له رحلت وروسته ځيني خلګ له زکات ورکولو منکر شو، نو د اسلام لومړني خلیفه حضرت‌ ابوبکر صدیق (رضی الله عنه) تر خوله د اخلاص او وفادارۍ دا جمله را ووته:
“أينقص الدين وأنا حي فيهم؟” ژباړه: «ایا دین به کمیږي، په داسې حال کې چې زه په دوی کې ژوندی یم؟» مطلب يې دا و چې زه به د ژوند تر وروستۍ شيبې اجازه ور نه کړم چې په سپيڅلي دين کې کمزوري رامنځته شي او په پوره معنا به ددين د حفاظت په خاطر قربانۍ ته تیار یم.

همداراز هغه وخت چې تاتاریان په ټولو اسلامي هیوادونو را خپاره وو، د ځمکې له مخ د اسلام د ورکولو په اراده یې په مسلمانانو سخت ټوليز یرغل راوړی و او مصر ته له نږدې کیدو سره، مسلمانان دوی ته په تسلیمۍ سلا شو، خو په دې وخت کې ددې امت موسی، د اسلام ستر فاتح سيف الدین قطز (رحمه‌الله) را پورته کېږي او د غیرت دا چيغه يې تر خوله وځي: “من للإسلام إن لم نكن نحن؟” ژباړه: «که موږ د اسلام لپاره نه یو، نو څوک به وي؟» معنا دا چې که موږ مسلمانان د اسلام د دفاع او سرلوړۍ لپاره اقدام ونه کړو، نو له بل چا څخه تمه لرو؟
د غيرت دغې جملې د مسلمانانو ويده ضمیرونه را ویښ کړو، د اسلام د ساتنې مړه جذبه يې ژوندۍ کړه، په وحشي تاتاریانو يې بريد وکړ او هغوی یې له داسې پوره شکست سره مخ کړو چې نوم یې ورک شو.

د صدیق اکبر رض او سیف الدین قطز رح دواړه جملې موږ ته دا پیغام را کوي چې بايد اسلام وساتو، له اسلامه دفاع وکړو، کفري ادیانو او قوانينو ته اجازه ور نه کړو چې د سپيڅلي دين او شرعي قوانينو ځای ونیسي، مسلمانانو ته له خپل دين سره مینه او اخلاص پیدا کړو، که موږ چوپ پاتې شو نو ورځ په ورځ دين ته زیان رسیږي او که د اسلام د عزت او پرمختګ په تکل را پاڅو نو همیشه به کفر سرټیتی او د اسلام سپيڅلی بیرغ به رپاند وي.
د پخوا تر دښمن د نن دښمن هوښيار دی، له ډېرو أسبابو برخمن دی، د اسلام په جامه کې ډېر دوستان ورسره لاس دي، د اسلام په اړه یې ژورې څېړنې او کره معلومات ترلاسه کړي دي او د مسلمانانو د کمزورۍ عوامل یې په ګوته کړي دي؛ ځکه نو د اسلام خدمت ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا ده او اسلامي امت داسې کسانو ته انتظار دی چې په ځمکه الهي نظام پلي کړي، مسلمانان له انحراف او ګمراهۍ وژغوري، لار ورکې اسلامي نړۍ رهبري کړي، د کفارو شوم پلانونه خنسا کړي، مستضعفین د زورواکو له پنجو خلاص کړي او مقبوضه اسلامي سرحدات له نیواکګرو آزاد کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.