په ټولنه، کورنۍ، ادارو او حتا مشرتابه کې داسې کسان شتون لري که څه هم عمر یې د بلوغ حد ته رسېدلی، خو کړنې، چلند او رواني ځانګړنې یې لا هم ماشومانه بڼه لري. دا ډول اشخاص نه یوازې خپل شخصي ژوند ته ستونزې جوړوي، بلکې له نورو سره د تعامل پر مهال هم منفي اغېز لري.
یوه تصوفي مقوله ده چې وایي:
حسنات الابرار سیات المقربین
وایي د ابرارو ښه کارونه مقربینو ته ګناه ده. دا تصوفي مسله ده خو په عام ژوند کې هم مهمه ده.
په ساده ژبه څه معنی؟
که یو ماشوم په کوڅه کې منډې وهي، خاندي او په لاس کې کیله یا ډوډۍ وي او هغه خوري، څوک ورته بد نه وایي ځکه د ماشومانو حرکات، منډه او په روانه خوراک بد نه ښکاري.
خو که یو مشر کس چې اوږده ګیره ولري، سپینې جامې په غاړه او قرقولي یا لنګې یې په سر وي، که د ماشوم غوندې مڼډې په کوڅه کې ووهي او په روانه خوراک کوي، ټول ورته بد وایي.
دلته په عمل کې تفاوت نشته خو د موقف او مشرتوب په اساس، د یو انسان مسوولیت او مکلفیت ایجابوي چې د ماشومانو غوندې کارونه، خبرې او اکټونه ونه کړي.
په انګلیسي ژبه کې چې لویان د وړو اکتونه کوي ورته Childish Acts وایي. چایلدش اکټس رواني ناروغي ده چې په دغه تصویر کې یې نښې نښانې په ګوته شویدي او ترجمه یې ده:
۱. په وړه او ستره هره خبره کې بېځایه او له اندازې زیات احساسي غبرګون ښيي.
۲. هېڅکله د خپلو کړنو مسؤلیت نه مني، او همېشه ګناه پر نورو ور اچوي.
۳. د دې پر ځای چې ستونزې راساً حل کړي، دروغ وايي او له واقعیت څخه تېښته کوي.
۴. پر منطقي استدلال تکیه نه کوي، بلکې شخصي توهین، بد رد او بېادبانه خبرې کوي.
۵. د احساساتو کنټرول نه لري؛ ژر قهرېږي او له غوسې سره ناوړه غبرګون ښيي.
۶. له حده زیات د پام غوښتنه کوي، او هڅه کوي تل د توجه مرکز پاتې شي.
۷. نور خلک سپک ګڼي، تنګوي، او په قصدي ډول بد چلند ورسره کوي.
۸. ځانغوښتونکي یا نرګسمزاجه ځانګړنې لري، چې پکې ځان تر ټولو غوره ګڼل شامل دي.
۹. د رواني دفاع لپاره له ماشومانه تګلارو لکه انکار، تېروتنې پټول، او توجیه کار اخلي.
۱۰. د تېروتنې منل، له هغې زدهکړه، او بخښنه غوښتل ورته یو سخت او ناشونی کار وي.
د مشرتوب او موقف ساتلو غوښتنه دا ده چې په مشرتوب او موقف باندې څوک ملنډې ونه ووهي. د ماشومانو غوندې اکتونو او یا د نورو فرهنګونو اکتونو او کارونو ته څوک تمدن او ازادي نه وایي ځکه یو شانته نړیوال فرهنګ، کلتور او حتی قوانین په نړۍ کې نشته.
البته بعضي ارزښتونه د انساني فطرت، د ولسونو او هیوادونو تر منځ د تګ او راتګ، او انکشاف له امله مشترک دي لکه مینه، عاطفه، زړه سواندیتوب، علم، مرسته کول او داسې نور.
د هر ټولنې ارزښتونه د بلې ټولنې سره توپیر لري. د یوې ټولنې ارزښت د بلې ټولنې لپاره ارزښت نه شمیرل کیږي. حتی په غرب کې هم د هرې سیمې فرهنګ او کلتور د بلې سیمې سره توپیر لري.
د امریکې په زیاتو ښوونځیو کې د هیوادونو د کلتوري ورځې په نوم لمانځنه لري او ماشومان د هغه هیوادونو جامې اغوندې چې د کومو هیوادونو نه یې پلرونه او نیکونه راغلي وي. د اخترونو لپاره هم په زیاتو ښوونځیو کې رخصت وي.
د مارچ د میاشتې اولسمه نیټه د ایرش (Irish) فرهنګ ورځ د امریکا متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې لمانځل کیږي. له دې امله مونږ باید د خپل هیواد په ښو فرهنګونو وویاړو او د بدو فرهنګونو د ترویج نه ځانونه وساتو.
دې کې شک نشته چې د انسان په فکر اوعادتونو کې تغیر راځي خو دا تغیر باید افراطي تغیرات نه وي. افراط او تفریط په ټولو مسایلو کې انسان او ټولنه د خپل مسیر نه منحرف کوي.
دلم بایسکلم په فکري لحاظ د مثبت فکر لپاره ښه خبره ده خو وایي د کلي ووځه خو د نرخه مه وځه.
پدیتوګه د ټولنې او بیلابیلو کمونټیو د ځینو منل شوو ارزښتونو په مقابل لورې حرکت کول مثبت فکر او مثبت تغیر نشي ایجادولې بلکې دا ډول حرکتونه د دې باعث کیږي چې هم د خپلو نه یو څوک تجرید شي او هم د نورو د فرهنګ او کلتور سره توافق ونشي کولې.
په اخره کې انسان د انزوا حالت ته ځي او د انزوا حالت په شخصي او سیاسي ژوند کې ډیرې نورې رواني او سیاسي ستونځې زیږوي چې هم انسان، هم کورنۍ او هم ټولنې لپاره زیانمن ثابتیدلې شي.
د دا ډول کسانو پېژندنه او ورسره د مسلکي او هوښیار چلند تګلاره ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.