د پرمختګ پر لور ….!!!👈
ولایتي ارتقا د شینوارو، مقر، سپین بولدک، ګرېش او شینډنډ لپاره یوه ملي اړتیا
کابل (نېټه)غبرګولی ۱۵/ کال۱۴۰۳
په اوسني وخت کې چې افغانستان د بیارغونې، ښې حکومتولۍ او عادلانه انکشافي ویش پر لور حرکت کوي، اړینه ده چې ځینې لویې ولسوالۍ چې د نفوس، جغرافیه، اقتصادي اهمیت، امنیتي اړتیا، کلتوري ارزښت او موقعیت له مخې مستحقې دي، ولایتونو ته ارتقا ورکړل شي. له دغو ولسوالیو څخه پنځه ډېرې مهمې سیمې، چې د ډېر وخت راهیسې د خلکو غوښتنه هم ده، شینوارو (ننګرهار)، سپین بولدک (کندهار)، مقر (غزني)، ګرېشک (هلمند) او شینډنډ (هرات) دي.
د دغو سیمو ارتقا نه یوازې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کولی شي، بلکې د ملي یووالي، متوازن پراختیا او امنیتي ثبات لپاره به یو مهم ګام هم وي.
شینوارو – د تورخم بندر زړه
شینوارو ولسوالۍ د ننګرهار ولایت یوه تاریخي، مهمه او پر ډیورنډ کرښه پرته سیمه ده. دا سیمه د افغانستان په یوه ستر تجارتي دهلېز (تورخم) پرته ده او د میلیاردونو افغانیو وارداتي او صادراتي مالونو تېرېدو مرکزي نقطه ده. د خلکو نفوس، د قومونو متراکم حضور، اداري اړتیا، امنیتي ستونزې او تجارتي ارزښت، دا ټول دا ایجابوي چې شینوارو یو مستقل ولایت شي. دا به د ملي عوایدو په زیاتوالي، د قاچاق مخنیوي، د خلکو د هویت اسنادو چټک تنظیم، او د سرحدي کنټرول په برخه کې ستر بدلون راولي.
سپین بولدک – د جنوبي دروازې اقتصادي تنفس
سپین بولدک د کندهار یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده چې د چمن – کندهار د لارې ستر بندر پکې موقعیت لري. دا بندر د افغانستان د جنوب او سویل لوېدیځ لپاره د سوداګرۍ اصلي تنفس دی. د دې سیمې د خلکو غوښتنه دا ده چې د ولایت ارتقا ورکړل شي تر څو خدمات، تعلیم، امنیت، او اقتصاد ته لا زیات تمرکز وشي. د ولایت په بڼه د قاچاق، ناامنۍ او بې نظمي پر وړاندې اداره قوي کېږي او ملي بودیجه مستقیمې مرستې ورته رارسېږي.
مقر – د غزني زړه او د زابل اوپکتیکا دروازه
مقر ولسوالي چې د غزني او زابل ترمنځ موقعیت لري، د لویې حلقوي لارې (Ring Road) پر سر پرته ده. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د کوچیانو د تګ راتګ، تجارتي قافلو، او محلي بازارونو مهمه نقطه ده. که مقر ته د ولایت درجه ورکړل شي، دا به نه یوازې غزني ته بوج کم کړي، بلکې د زابل، غزني او پکتیکا ترمنځ یو مهم انکشافي مرکز رامنځته کړي. تعلیم، روغتیا، زېربنا، او کاري فرصتونه به زیات شي، او د محلي نظام ظرفیت به پیاوړی شي اوحتی دخوشامند دتیلو دزخیري دانتقال لاره هم ده .
ګرېشک – د هلمند اقتصادي هډوکی
ګرېشک ولسوالي، چې د هلمند د ولایت یوه ستره اقتصادي نقطه ده، د حلقوي سړک Ring Road پر اوږدو پروت ښارګوټی دی. د کجکي بند، نهر سراج او پراخو زراعتي ځمکو له امله دا سیمه یو زراعتمحوره مرکز دی. که دا ولسوالي ولایت شي، نو د زراعت، بازار موندنې، ترانسپورټ، کارخانې او تجارت لپاره نوې دروازې پرانیستل کېږي. د یادې سیمې خلک له کلونو راهیسې له دې امله له حکومتي ادارو لرې پاتې دي چې د ولایت مرکز ته رسیدل ستونزمن دي.
شینډنډ – د فراه، غور او هرات ترمنځ حلقه
شینډنډ ولسوالي د هرات ولایت په جنوب کې پرته سیمه ده، چې یو وخت د نظامي ځواک او هوايي ځواک لپاره ستر مرکز و. دا سیمه هم د حلقوي سړک پر مسیر پرته ده او له فراه، غور، بادغیس او هرات سره مستقیمه اړیکه لري. د شینډنډ ارتقا ولایت ته به د لوېدیځ زون لپاره یو مهم پرمختیایي زون رامنځته کړي. له امنیتي پلوه به هم دا سیمه خپل مسؤلیت بهتره ترسره کړي.
کلتوري او ټولنیز ارزښتونه
یادې سیمې د غني فرهنګي، ادبي، قومي او مذهبي شالید لرونکې دي. شینوارو، شینډنډ او سپین بولدک دعلم تمودونونو ادبیاتو، مشرتابه، جرګو او عنعنوي نظامونو مرکزونه دي. د کلتوري مراکزو پراختیا، د ژبو، عنعناتو او محلي ارزښتونو پالنه یوازې هغه وخت ممکنه ده چې خلک د خپلواکو ولایتي ادارو تر سیورې لاندې وي. دا به د ملت جوړونې لپاره یوه باثباته فکري فضا رامنځته کړي.
اداري منطق او وړاندیز
د بغلان ولایت اوسنی مرکز، پلخمري، له ګڼې ګوڼې او کمزوري کنټرول او ده زمکې له کمښت سره مخ دی. د مرکزي بغلان ته د ولایت مرکز انتقال هم یو غوره حل دی. دا ځای نسبتاً پراخ ، جغرافیایي لحاظه مرکزي، او د حلقوي سړک سره نږدې دی. دا طرحه باید د ولایتونو د متوازن ویش له ستراتېژۍ سره همغږې شي.
د شینوارو، سپین بولدک، مقر، ګرېشک او شینډنډ ارتقا ولایتونو ته، یوازې د خلکو غوښتنه نه ده، بلکې یوه ملي اړتیا ده. دا به د نظام د مشروعیت، د خلکو رضایت، اقتصادي ثبات، امنیتي پراخښت، تعلیم، روغتیا، او ښې حکومتولۍ په برخه کې بدلونونه راوه لي.
همداراز، د مقر، شینډنډ او ګرېشک موقعیت پر حلقوي سړک (Ring Road) د هغو سیمو د ترانزیتي، تجارتي او لوجستیکي ارزښت ښکارندويي کوي. په همدې توګه، د بغلان ولایت مرکز له پلخمري څخه مرکزي بغلان ته انتقال هم باید د یو مهم امنیتي او اداري حللار په توګه وڅېړل شي.
دا یو ولسي، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي غوښتنه ده مننه هغه پښتو متل دی وایې .
ژغ پر ملا ــ. عمل پر کلي ….درنښت یارب 🤲🏻
https://dawatmedia24.com/?p=175457
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.