د قبول شوي حج نښې

حسان مجاهد

171

هغه حج چې له خپلو شرایطو سره سم خاص د الله تعالی لپاره په داسې حال کې ترسره شي، چې حاجي پکې له ټولو ګناهونو څخه ځان ساتلی وي؛ د آخرت لپاره لویه سرمايه او یوه ستره نیکمرغي ده.

رسول اللهﷺ هغه چا ته د مغفرت زېری ورکړی، څوک چې حج وکړي او له ظاهري او باطني محظوراتو(د حج له فاسدونکو) څخه ځان وساتي، “چا چې حج وکړ او فحش خبرې او ګناه یې ونه کړه، نو له خپلو ګناهونو داسې(پاک)راګرځي لکه په کومه ورځ چې خپلې مور زیږولی و.[رواه البخاري]

د حج په قبولیت یوازې الله تعالی ښه خبر دی، البته ځيني داسې نښې شته چې د حج قبولیت ترې څرګندېږي.

١_ رښتینی نیت او اخلاص

په عمل کې اخلاص تر ټولو سخته چاره ده، په ځانګړې توګه هغه عبادت  چې ښکاره وي لکه حج؛ ځکه یو څوک کولای شي چې له خلګو په پټه روژه ونیسي، یا د شپې په پټه لمونځ وکړي، خو حج داسې عبادت نه دی چې څوک یې پټ وساتي؛ ځکه خلک به خامخا خبرېږي چې دا کس حج ته تللی، نو کله چې په حج او له حج وروسته نیت رښتینی پاتې شي، دا دحج د قبولیت نښه ده. حاجي باید د دې  تمه او غوښتنه  ونکړي چې خلک دې هغه ته “حاجي صاحب” ووايي.

٢_ له حج وروسته غوره حالت ته ګرځیدل

کله چې حاجي له حج وروسته د خپل رب اطاعت ته ملا وتړي او حال یې د پخوا په پرتله غوره شي، دا د عبادت د قبلېدو له نښو څخه ده. ځینو سلفو ویلي دي: “د حج د قبلېدو نښه دا ده چې انسان تر حج وروسته لا ډېر ښه شي او بېرته ګناهونو ته مخه نه کړي” حسن بصري رحمه الله ویلي دي: “حج مبرور هغه دی چې انسان له دنیا څخه بې‌پروا شي او د آخرت طرف ته لېواله شي”.
همداراز کله چې حاجي له  ګناه څخه اطاعت ته واوړي، کور ته له ستنېدو وروسته تر پخوا ډېر ښه شوی وي، نېکي یې ښکاره شوې وي، د نېکو اعمالو آثار پرې څرګند وي، له حج څخه مخکې ګناهګار وي، خو له حج وروسته د الله اطاعت کوونکی شي، یا له حج مخکې بدخویه وي او له حج وروسته نېکخویه، نرم‌مزاجه او ښه سړی شي، نو امید شته چې حج یې قبول شوی وي.

٣_ اندامونه له ګناه ساتل

د حج د قبلېدو له نښو څخه دا هم ده چې حاجي خپل اندامونه له ګناهونو وساتي؛ لاسونه یې له ظلم او حرامو بند شي، پښې یې یوازې د خیر په لور لاړې شي، ژبه یې له فسق، دروغو او بدو خبرو وساتله شي او خېټه یې یوازې له حلالو شیانو ډکه شي.

٤_ د ناوړه ملګرو په ځای نېک ملګري غوره کول

امام غزالي رحمه الله لیکلي: ویل کېږي چې د حج د قبلېدو نښه دا ده چې حاجي پخواني ګناهونه پرېږدي، بد ملګري پرېږدي، د لهو لعب او غفلت مجلسونه پرېږدي، او پر ځای یې له نېکو ملګرو او د ذکر او بیدارۍ له مجلسونو سره مل شي. (احیاء علوم الدین)
الله تعالی دي د ټولو مسلمانانو حجونه قبول کړي.

زه به ژوندی یم او دین به کمېږي!؟

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.