۲۰۲۵ د جون ۱۳مه -په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی نوي لوړې کچې ته رسېدلی، کله چې اسراییلو تېره شپه د ایران پر اتومي او پوځي تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه وکړل.
د رسنيو د راپورونو له مخې دا بریدونه د جون پر ۱۳مه نېټه د شپې ناوخته ترسره شوي او د ایران شاوخوا د تهران ښار ته نژدې لږ تر لږه شپږ ستر پوځي هدفونه پکې په نښه شوي دي.
اسراییلي الوتکو دوه اتومي ریئکټورونه، یو ځمکنۍ توغندیز-اتومي کمپلکس، د اتومي ټکنالوژۍ یو مرکز، او یوه علمي لابراتوار ویجاړ کړي دي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې دا بریدونه د ایران د اتومي پروګرام پر “زړۀ” متمرکز وو.
د بریدونو له امله په اسراییلو کې بېړنی حالت اعلان شوی، ښوونځي، کاروبارونه او دولتي ادارې تړل شوې دي، او لسګونه زره احتیاطي ځواکونه را mobilize شوي دي.
د اسراییلي پوځ (څاهال) په وینا دوی د ایران هغه پلان شنډ کړی چې غوښتل یې په پراخو توغندیزو بریدونو او ځمکني یرغل سره اسراییل له منځه یوسي.
د ایران د پوځ مشر محمد باقري، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان حسین سلامي، او تر شلو پورې لوړپوړي چارواکي او اتومي ساینسپوهان په بریدونو کې د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسراییلي بریدونو تر څنګ د دې هېواد استخباراتي ادارې “موساد” د ایران دننه پټ تخریبي عملیات هم ترسره کړي دي، چې هدف یې د ایران د دفاعي سیستمونو په ځانګړي ډول د اوږده واټن توغندیو ظرفیت کمزوری کول وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې دا برید “یوه ښکاره تېری” دی او ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې حق لري چې “قانوني او مشروع ځواب” ورکړي. هغه همداراز امریکا د اسراییلو اصلي ملاتړی د پېښو د مسؤلیت لپاره ګرم وباله.
اوس مهال د اسراییلو ټول ښارونه د لوړ امنیتي ګواښ له امله د خبرداري حالت ته داخل شوي، خلک پناهځایونو ته لېږدول شوي، او انتظار کېږي چې ایران به په راتلونکو ساعتونو کې غچ اخیستونکی برید ترسره کړي.
د راپورونو له مخې اسراییلو تر دې دمه لږ تر لږه ۳۰۰ هوايي بریدونه پر ایراني هدفونو ترسره کړي دي. د سیمې فضا ډېره کړکېچنه ده، او نړیوال ځواکونه له دواړو خواوو غواړي چې د جګړې له پراخېدو ډډه وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.