د عبدالرحمان پژواک په ياد

سید اصغر هاشمي

126

د پنځونکي ځواک او د وینا اغېز یې له اندرون سره تړاو لري. که یو کس په خپلو احساساتو، تخیلاتو او افکارو کې له رښتینولۍ څخه کار نه اخلي او یوه لیکنه ایجادوي، نو څرګنده خبره ده چې په لیکنه کې به یې تصنع ولیدل شي.
نن له تاسو سره د عبدالرحمن پژواک څو بیتونه شریکوم. زما د پژواک تخلص ډېر خوښېږي او د محتوا له مخې ډېرې خبرې پرې کېدای شي.
پژواک وایي چې د خلکو د وینا او عمل تر منځ برابري نه لیدل کېږي او د دغو دوو برخو په توازن، عدالت او برابرۍ کې ستونزې لیدل کېږي. کله کله د ځینو لیکوالو په لیکنو او د ویناوالو په ویناوو کې اغېزې نه وي، یو لامل یې همدا وي چې د وینا او عمل تر منځ یې برابري نه لیدل کېږي. زردشت چې کله خپلو لارویانو ته د نیک عمل، نیکې وینا او نیک فکر خبره کوي، فلسفي مفهوم یې له پورته خبرو سره تړاو لري.
پژواک وايي:
په عمل کې یې بری موندلی نه دی
په وینا کې بریالي دي دا وګړي
(زوی د افغانستان، ۲۳۱)
د عدالت او برابرۍ خبرې کوي. الله تعالی د انسان په پیدايښت کې له عدالت څخه کار اخیستی دی او ټول کاینات یې برابر او یو رنګ پیدا کړي دي، نو ځکه وايي:
مساوات به لټوم په ګورستان کې
چې پکې شي برابر شاه او ګدا
(زوی د افغانستان، ۲۳۵)
په ګورستان کې هم فزیکي برابري نه لیدل کېږي، خو په معنوي توګه به هغه انسان الله تعالی ته نژدې وي چې پوره انسان او مسلمان وي. تاسو د یو غریب بیچاره چې الله تعالی ته ډېر نژدې وي او د مارشال فهیم قبرونه سره مقایسه کړئ.
شاعر په الله تعالی باندې باور لري. کله چې د انسان او الله تعالی اړیکه جوړه شي، که ټوله دنیا یې مخالفت وکړي، انسان به بریالی کېږي. یوازې له الله تعالی سره اړیکه جوړول د بریالیتوب لامل ګرځي.
یو بیت دی:
چې الله در سره مل نه وي رحمان
که لښکرې درسره وي، یک تنها یې
پژواک وايي:
دا منمه چې که خدای ور سره مل وي
که وګړی یو تنها دی، لوی لښکر دی
(زوی د افغانستان، ۲۳۸)
د انسان مرګ د نوي ژوند پیل دی، له یو مکان څخه بل مکان ته نقل مکان دی، ابدي ژوند دی، هستي ده او په حقیقي توګه ارمانښار ته کډه کول دي، نو بیا ولې ورته خپه اوسېږو؟ په دې اړه د مرګ او ژوند فلسلفه، دیني احکام، تصوف او عرفان، ادیان او داسې نور مسایل ولولئ!
پژواک وايي:
مرګ منزل دی د سپیڅلي ژوندون لاره
لالهاند ځکه په لاره د ژوندون یم
(زوی د افغانستان، ۲۴۶)
په دې بیت باندې یې کتاب او مقاله لیکل کېدای شي، خو وخت او ډېر کار غواړي. انسان باید داخلي خپلواکي ولري، له خپل ځان څخه ازادي اخیستل نړۍ فتحه کول دي.
په رواني توګه باید انسان له ځان سره مبارزه وکړي، په عرفاني لحاظ باید انسان ځان وپېژني، په ځان واک او اختیار پیدا کړي او په لسګونو داسې نور مسایل د همدې لاندیني بیت سره تړاو لري.
شاعر وايي:
چې د فکر خپلواکي یې واک کې نه وي
داسې خلک به تر ابده تل اسیر وي
(زوی د افغانستان، ۲۴۹)
له پورته څو بیتونو څخه معلومېږي چې عبدالرحمن پژواک د کوم فکر خاوند دی. دا چې هر لیکوال په موږ او تاسو حق لري، نو ځکه کوښښ کوم چې د هر لیکوال په اړه خپل یو لنډ نظر ولیکم. په دغو لیکوالو کې ځینې ډېر مستحق دي او باید ډېر کار پرې وشي.
ماخذ
پژواک، عبدالرحمان. (١٤٠٣). زوی د افغانستان. کابل افغانستان: د پژواک بنسټ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.