د ښوونکي او وکيل کیسه

144

د ښوونکي او وکيل کیسه
د ښوونکي منطق – یو اخلاقي، حقوقي او درسي درس

یو وکیل یو څاه یو ښوونکي ته وپلوره. څو ورځې وروسته، وکیل بېرته ښوونکي ته راغی او ویې ویل:
«محترم استاده! ما تا ته یواځې څاه پلورلې، خو د څاه اوبه مې نه‌ دي پلورلي. که غواړې له اوبو استفاده وکړې، نو باید بېله بیه پرې راکړې.»
ښوونکي په مسکا سره ځواب ورکړ:
«هو، ما هم همدا خبره درته کوله. که اوبه ستا دي، نو باید زما د څاه څخه یې راوباسې.
که غواړې اوبه دې همدلته پاتې شي، نو باید کرایه پرې راکړې، ځکه اوبه ستا دي، خو ځای یې زما ملکیت دی.»
وکیل چې دا واورېدل، حیران شو، موسکی شو او ویې ویل:
«استاده! زه خو یوازې ټوکې کوم!»
ښوونکي وخندل او ویې ویل:
«همداسې ده، خو همداسې ټوکې مو زده‌کوونکي وروسته وکیلان کوي!»
درسي تحلیل
دا کیسه موږ ته ښيي چې عقل، منطق او علم یوازې د سند یا عنوان خبره نه ده، بلکې د ژور فکر، هوښیارۍ او تحلیل مهارت ته اړتیا لري.
ښوونکي د منطق، قانع کولو او د قانوني اصولو له لارې یو داسې درس ورکړ چې نه یوازې وکیل ته، بلکې موږ ټولو ته د فکر وړ دی.
اخلاقي پیغام
معاملې باید په صداقت، وضاحت او بشپړ تفاهم ولاړې وي.
ټوکې، که د دوکې بڼه غوره کړي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي او د باور فضا له منځه وړي.
علم باید د انصاف، حکمت او رڼا وسیله وي، نه د فریب، چالاکۍ او ګټه‌اخیستنې وسیله.
حقوقي نکته
د ملکیتونو (لکه څاه او اوبه) حقوق باید په قرارداد کې واضح تعریف شي.
که چیرې دا ډول موضوعات مخکې له مخکې مشخص نه شي، حقوقي شخړې رامنځته کولی شي.
همداراز، دا پیغام لري چې ملکیت یوازې د فزیکي شتمنیو نه، بلکې د هغوی د کارونې شرایط هم لري چې حقوقي ارزښت لري.
له فارسي څخه پښتو ته ژباړه: نصيراحمد څپاند

د افغانستان د تقاعد قانون او تاریخچه – مسلکي او تحلیلي لنډیز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.