پر ایران د اسراییلو له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ بدل کړی او دغه برید یې، ستایلی دی
پر ایران د اسراییلو له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ بدل کړی او دغه برید یې، ستایلی دی.
نوموړي له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و چې پر ایران له برید لاس واخلي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ میډیا» کې پر ایران د اسراییلو برید «عالي» بللی او ایران یې، د دغه برید له امله تورن کړی دی.
ټرمپ همداراز پر ایران تور لګولی چې د اټومي وسلو په تړاو یې، هوکړه ونهمنله او په وینا یې، له دې امله پرې برید شوی.
د امریکا ولسمشر ټينګار کړی چې ایران باید ژر تر ژره د خبرو مېز ته راوګرځي او د اټومي وسلو په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.
ایران بیا د اسراییلو له برید وروسته، له امریکا سره د اټومي وسلو په تړاو خبرې بېمانا بللي دي.
ټاکل شوې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان پلازمېنې مسقط کې د اټومي وسلو په تړاو شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه، غبرګولي ۲۵مه، پیل شي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.