د ښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه
دطالبي جهادیوه موخه
پنځمه برخه
په تیره، څلورمه، برخه کې د ښځینه جنس په وړاندې د طالبانو د نظر اوعقیدې سره یوڅه اشنا شوو. په دې پنځمه برخه کې به هڅه وکړو چې ترخپل وس پورې دعلم په هکله د هغوی په فکراونظرځان پوه او خپل نظرڅرګند کړو. په دې لارکې یوه لویه ستونځه پرته ده اوهغه ستونځه داده چې طالبان اساسي قانون اونورلیکل شوي اوداړوند اورګانونوله خوا تصویب شوي اونافذ شوي قوانین اومقررات نه لري، لیکل شوي دولتي پلانونه، پروګرامونه اوکړن لارې نه لري، د ټولنیز ژوند د بیلابیلوبرخوپه هکله خپاره شوي کتابونه اومضمونونه هم نه لري چې په شننه اولیکنه کې دمالوماتې سرچینو په توګه ترې کارواخیستل شي. هغه څه چې دعلم په هکله دځینو لوړپوړه طالبانو له خولې راوتلي دي په ځینوغونډواوجلسوکې دهغوی بیانې اویاد ژرنالستانوسره مرکې دي چې ځنې برخې يې په انترنیټ کې خپرې شوې دي اوتردروڅلوروجملوتیری نه کوي. په دې څرګندونوکې دعلم دتعریف او په دین اودنیا کې دهغه دارزښت او ضرورت اویانه ارزښت اوضرورت په هکله شرعي سند اویاعقلي دلیل نه وړاندې کیږي. ، دبیلګي په توګه داسلامې امارت رئیس الوزرامحترم ملاحسن آخوند وايي چې په اسلام کې دشرعي علوموزده کړه فرض ده، خود دنیاوي علومو زده کړه مباح ده. دا ښاغلی دطالبانوپه « سوچه اسلامي » دولتي دستګاه کې دوهم لوړپوړی چارواکی اودوهم لوړپوړی روحاني دی. نوځکه ترې تمه کیږي چې په هره څرګندونه کې به له بشپړه تأمل څخه کاراخلي اوخپله هره خبره به دحق په تله تلي، موږته به دخپل نظر دثبوت له پاره لږترلږه یو شرعي سند راښيي او ښکاره به کړي چې دا مطلب يې په کوم آیت یاحدیث کې لوستلی دی. ځکه موږ ته داسې آیت یا حدیث نه دی مالوم چې علم يې په اسلام کې د هغه دمقام اوارزښت له مخې په دیني علم اودنیاوي علم ویشلی وي، یويې فرض اوبل يې مباح بللی وي. که دامارت ریس الوزرا په دې برخه یوڅه مرسته وکړي نودابه يې په خپل رعیت یوه لویه مهرباني وې. دهغه لوړ پوړه طالبانو له ډلې نه چې دریس الوزراپه نظردي یوملا خالد حنفي دی. دی هم عقلي علوم اودهغوی زده کړه مباح بولي، یانې هسې خوشې شی يې ګڼي چې نه کومه ګټه لري اونه زیان رسوي. تردوی ټولو میړنی اودعلم ضدجبهې مخکښ سړی نیدا محمد ندیم نومیږې. داسړی چې دطالبان دلوړو زدکړو وزیردی تمدن ( ټولې علمي اوتخنیکي لاسته راوړنې ) داسلام ضد ګڼي اووايې چې:« موږ ته تر ملي ګټو، پرمختګ او تمدن دین مهم دی.» دشیخ ندیم په عقل اوعقیده داسلام په مبین دین کې ملي ګټې، پرمختګ او تمدون له سره ځای نه لري د دین لاره جداده، دپرمختګ او تمدن لاره جدا ده، نوځکه دعقلي علوموزده کړه له سره نارواده. ویل کیږي چې دطالبانوداډلګۍ خپل مشرملاهبت اله ته ډیرورنږدي دي اوټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چیرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامرسره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي یاني دامیرالمؤمینین په امرټول عصري یاعقلي علوم لغوکیږي.
دا هم باید ومنوچې ټول لوړپوړي طالبان عقلي علم ته په ټیټه سترګه نه ګوري اوویل کیږي چې ددوی شمیرهم تردې نوروزیات دی، ډیر يې دجاري ښوونیزسیاست سره جوړنه دي، خوپه لوړغږدښکاره نیوکې نه هم ځان ساتي. شیرمحمدعباس ستانکزی یوازنی سړی دی چې څو ځله په خپلو ویناګانوکې په لوړاواز ښکاره کړه چې دعلم زده کړې په اسلام کې په ټولو ( نارینه اوښځینه ) مسلمانانو فرض دی اوباید دهیچا پر مخ دښوونځیواوپوهنځیودروازې ونه تړل شي. دستانکزي داسې ویناګانوپه ټولنیزورسنیوکې دپراخواوتودوهرکلیوسره مخامخ شوي او په هیواد کي يې یوڅه هیلې راژوندۍ کړې. تردې ویاګانو وروسته دستانکزي صاحب اوازنورډیرنه اوریدل کیږي خوتاریخی ارزښت يې سره له دې هم دهیواد په تاریخ کې پاتې کیږي. رښتیا داده چې اسلام دپوهې اومعرفت دین دی، دتمدن ضد نه دی، بلکې دتمدن ایجادوونکئ اودظلمت، بربریت اووحشت نه دبشریت ازادوونکی دین دی اوددې ازادۍ لاردعلم زده کړه ده. په قرآن کریم کې د« اعلموا » لفظ څو ځله تکرارشوی دی اومانايې پوه شه، ځان پوه کړه یانې زده کړه! ده. دهمدې لفظ نه دعلم تعریف هم ترلاسه کیږي یانې علم دیوڅه زده کړه، په یوه یا څو موضوعګانو پوهیدلو او د هغوی په هکله حقیقت ته رسیدلو ته وايې. دازده کړه له یوې خوا په هر مسلمان اوهره مسلمانه فرض دی اوله بلې خوا په اسلام کې دزده کړواوعلوموبیلابیلې څانګې یوشان مقام اویوارزښت لري. په هیڅ مبارک آیت او هیڅ مبارک حدیث کې، چې ددې کرښو لیکونکي لوستلي دي، دعلم ارزښت اومقام دهغه په ځانګړې موضوع پورې نه دی تړل شوی یانې په هیڅ آیت یا حدیث کې نه دي راغلي چې ګوندې یوازې دغه یا هغه علم، یوازې دیني یا یوازې دنیا وي علم فرض دی او دانور ټول مباح اوبې ارزښته دي. دعالمانودفضیلت په هکله لوی خدای په دې مبارک آیت کې فرمايي چې:« قُلْ هَلْ یسْتَوِی الَّذِینَ یعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یعْلَمُون » دآیت شریف ژباړه: ( ایا هغه څوک چې پوهیږي دهغه چا سره برابر دي چې نه پوهیږي) یانې پوه یاعالم ترهغه چا دلوړفضیلت اومنزلت خاونددی چې نه پوهیږي اوجاهل وي. وینو چې په دې آیت شریف کې دپوهانواوجاهلانوپه فضیلت اومنزلت کې توپیرموجوددی، پوهان دجاهلانو پرتله دلوړفضیلت خاوندان دي، خودعالمانومقام اومنزلت دهغوی په علمي څانګې اوتخصص پورې اړه نه لري. مطلب داچې داسلام مبین دین کې دمقام اومنزلت له مخې ددیني اودنیاوي پوهانوترمنځ توپیرنشته. اسلام هیڅ دیني یا دنیاوي عالم ته دا حق نه ورکوي چې په دنیاځان ته دجنت قواله ولیکي اونورټول جهنم ته ورولیږي. دفزیک، طب، کرنې، اینجنرۍ او دپوهې دنورو څانګواوکسبونو ماهران اواتلان چې په خپل کاراوکسب کې په اخلاص اوصداقت دخدای مخلوق په خدمت کې زیارګالي بشریت ته بې شمیره ګټې اوښیګڼې رسوي اوپه ژوندکې يې اسانتیاوې رامنخ ته کوي. پوهیږم چې داښیګڼې اواسانتیاوې دطالبانو واکمنې ډلګګۍ ته کوم ارزښت نه لري، خوداسلام پیغمبر( ص ) فرمايې چې:« تر ایمان وروسته ترټولولویه ښیګڼه دالله مخلوق ته اسانتیاوې برابرول دي.» هرعالم دخپلې علمي څانګې کسبګردي اوپه خپل کسب نه یوازې دځان اودخپلې کورنۍ ژوند بسیا کوي بلکې بشري ټولنې ته هم په زړه پورې خدمتونه کوي اوپه پرمختګ کې يې ټاکونکئ رول لوبوي. له همدې امله حضرت محمد مصطفی( ص ) کسبګر دخدای دوست ګڼي. په اسلام کې دعلم، عالمانواوکسبګرانوفضیلت په آیتونواوحدیثونو ثبوت شوی دی، دپیرانواوامیرانوپه امریاامرونونه لغوکیږي اوهرامرچې دآیت اوحدیث په خلاف صادریږي باطل ګڼل کیږي. څلویښتوحدیثونوپه اسلامي ټولنه کې دعلم دزده کړې په ضرورت ټینګارکړی دی. ځنې حدیثونه مې په خپلو لیکنو کي لیکلي اوخپاره شوې دي، بیايې هم په تکرارلیکم اوترڅو مې چې وس وي لاس ترې نه اخلم، ځکه چې دهیواد په روانوشرایطوکې ورته ډیره اړتیا احساسوم. دمثال په توګه دا مبارک حدیث فرمايي چې:« دعلم زده کړه پرهرمسلمان، نراو ښځه، باندې فرض ده.» دعلم زده کړه په اسلام کې فرض اوپه هره بشري ټولنه کې مطلق ضرورت دی. داسلام پیغمبر( ص ) خپل امت ته فرمایلي دي چې:« علم زده کړی ! که په چین کې وي هم.» دحضرت محمد ( ص ) دژوند په وخت کې اسلام دعربستان ترپولونه وتیرشوی اودچین پولوته نه ورسیدلی، خودې هیواد په علومو، فنونواولاسي صنایعو کې جهاني شهرت درلوداورسول ( ص ) په دې مبارک حدیث مسلمانان هڅول چې داعلوم، مهارتونه اوقابلیتونه زده کړي. حضرت عایشه صدیقه فرمايي چې:« دڅراغ له رڼا نه ګټه واخلی اودی ته مه ګوری چي دچاپه لاس کې دی.» لنډه داچې علم په اسلام کې لوړمقام او ډیر ارزښت لري، زده کړه يې فرض اودټولنې مطلق ضرورت دی. چوک چې دعلم دامقام اوضرورت مباح ته راټیټوي داسلام اومسلمان ولس سره بې مثله ظللم اوجفا کوي. ښه به داوي چې طالبان ځان پوه کړي چې په آیتونواوحدیثونو فرض ددوی په فتوا نه مباح کیږي. دعلم په وړاندې ددوي دریځ او د هغوی تعلیمي سیاست افغان مسلمان ملت ته نه جبران کیدونکی زیان رسوي خو په نړیواله سطحه دعلم دپراخیدو اوژوریدو مخه نه شي نیولی. اوس اوس په هرو څلوروکالوکې ټوله بشري پوهه دوه برابره کیږې او وده يې دوخت په تیریدوسره نوره هم چټکه کیږې. دعلم په وړاندې دطالبانو په دریځ باندې بحث په همدې ځای پای ته رسوواو په راتلونکي شپږم بحث کې به ووینوچې طالبان دخپل هیواد د ښوونیز نظام دځپلو له پاره د کوم تکتیک اومیتودڅخه کار اخلي.
د دې امکان هم شته اخوند صاحب به ددې ادعا دثبوت له پاره چې ګوندې د« دنیاوي علوموزده کړه مباح ده » دشرعي سند ترڅنګ عقلي دلیلونه هم ولري. تیرکال درسنیو له لارې خبر شوم چې اخوندصاحب دورپیښه شوې ناروِغۍ له امله ددرملۍ له پاره څه موده په روغتون کې بستري شوی و. دروغتون ډاکتران اونرسان يې په درملۍ لګیاوواوخدای تعلی دهمدې ډاکټرانواونرسانودکاراوزیارپه وسیله بیرته شفا ورکړه. اوس دې محترم ریس الوزرا دخپلې عملي تجروبې له مخې رښتیا ووايي چې ایا ددې روغتیاي پرسونل داټولې هلې ځلې مباح وې یانې نه يې سوددرلود، نه زیان، نه يې ثواب درلود اونه ګنا. رښتیا داده چې طبابت دنورعلومواوکسبونوپه شان عقلي، دنیاوي اویا عصري علم دی. سالم عقل له دې حقیقت نه سترګې نه شي پټولی چې دې علومو دځمکې په مخ دخدای مخلوق ته بې شمیره ګټې رسولي اورسوي يې. چیرته چې علم دی هلته دژون کیفت وچت دی. دادعقلي یاعصري علومو دنیا وي ارزښت دی اوله بلې خوا رسول ( ص ) فرمايې چې:« تر ایمان وروسته ترټولولویه ښیګڼه دالله مخلوق ته اسانتیاوې برابرول دي.» دادعلم اوعالمانو دیني خدمت دی.
د هغه لوړ پوړه طالبانوله ډلې نه چې دریس الوزراپه نظردي یوملا خالد حنفي دی. دی هم په یوه وینا کې د عقلي علوموزده کړه مباح بولي، یانې نه ګټه لري اونه زیان رسوي. ویل کیږي چې دطالبانوداډله په دې برخه کې دخپل مشرملاهبت اله متابعت کوي اوټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چیرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامرسره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي. دعلومو دزده کړوضرورت په آیتونواو حدیثونوثبت شوی دی. هرامراودهرچا امرچې دآیتونواوحدیثونوسره په ضرب کې واقع شي لغو ګڼل کیږي.
د دوی د مرکو، بیانواو کړو وړو څخه هغه مالومات په لاس نه راځي چې په دې موضوع باندې دڅیړنې اوسم پوهاوي له پاره ضروردي. نوځکه بایدلاس په کارشواوداصلي سرچینو په مرسته ځانونه پوه کړوچې علم څه شی دی او په اسلام کې کوم ارزښت اومقام لري. دعلم په هکله ډیرتعریفونه شته دي، خو ترټولولنډ اوساده تعریف ېې« په یوڅه پوهیدل اوددغه څه په هکله ځان حقیقت ته رسول » دی. څوک چې په یوه موضوع کې اړینه پوهه لري او دهغې حقیقت پیژنې د« پوه » یا« عالم » لقب تر لاسه کوي دا پورتی تعریف دعلم عام یامجرد تعریف دی یانې دعلم کومه مشخصه څانګه نه بلکې ټول علم یانې دعلم ټولې څانګې په برکې نیسي. په قرآن کریم کې د« اعلموا » لفظ څو ځله تکرارشوی دی اومانايې پوه شه، ځان پوه کړه یانې زده کړه، ده. دلوی څښتن داامرهم ټول علم یاټوله پوهه په بر کې نیسي اودعلم په کومه ځانګړې څانګه پورې محدود نه دی. دپاک خدای دا امراو په قرآن کریم کې نورمبارک آیتونه مودووټکوته متوجې کوي. لومړی داچې علم داسلام دین له مخې په هرمسلمان اوهره مسلمانه فرض دی. دوهم داچي په دې مبارک دین کې ټول علوم یانې دعلم بیلابیلې څانګې یوشان مقام اوارزښت لري. په هیڅ مبارک آیت اوهیڅ مبارک حدیث کې، چې ددې کرښو لیکونکي لوستلي دي، دعلم ارزښت اومقام دهغه په ځانګړې موضوع پورې نه دی تړل شوی یانې په هیڅ آیت یا حدیث کې نه دي راغلي چې ګوندې یوازې دغه یا هغه علم، یوازې دیني یا یوازې عقلي علم فرض دی او دانور ټول مباح اوبې ارزښته دي، بلکې په هرآیت اوهر حدیث کې دعلم په زده کړه ټینګارشوی دی. رښتیا داده چې اسلام دپوهې اومعرفت دین دی چې دجهل اوبربریت په ضد نازل شوی دی، موخه يې دظلمت اووحشت نه دبشریت ازادول دي اووسیله دعلم خپرول دي، نوځکه علم اوعالمان په اسلام دین کې لوړارزښت لري اولوی خدای په دې آیت شریف کې فرمايي چې:« قُلْ هَلْ یسْتَوِی الَّذِینَ یعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یعْلَمُون » دآیت شریف ژباړه: ( ایا هغه څوک چې پوهیږي دهغه چا سره برابر دي چې نه پوهیږي) هو، هغه څوک چې عالم وې یانې په یوڅه پوه وي تر هغه چا دلوړمقام خاوند دی چې جاهل وې او په څه نه پوهیږي. په دې آیت شریف کې هم د علم دې یا هغې څانګې ته دبلې پرتله کوم امتیاز نه دی ورکړشوی بلکې له سره ټول علم فضیلت بلل شوی دی اوهرڅوک – ښځینه اونارینه – چې علم ولري فاضل ګڼل شوی دی. نوځکه رسول ( ص) فرمايي چې:« دعلم زده کړه پرهرمسلمان نراوښځه باندې فرض ده.» دلته هم علم، نه دعلم دغه یا هغه برخه یاڅانګه بلکې دعلم هره برخه یا څانګه چې وې په هره مسلمانه اوهرمسلمان فرض دی. یانې داچې په آيتونواوحدیثو نو کې دفضیلت اوضرورت له مخې دعلم دبیلابیلو څانګوترمنځ کوم توپیرنشته اودمکلفیت له مخې په هرمسلمان اوهره مسلمانه یانې نراوښځه فرض دی. په دې موضوع کې ځنې لوړپوړي طالبان بل نظرلري، دبیلګي په توګه داسلامې امارت رئیس الوزرامحترم ملاحسن آخوند وايي چې په اسلام کې دشرعي علوموزده کړه فرض ده، خود دنیاوي علوموزده کړه مباح ده. محترم ملا حسن اخوند دطالبانوپه دولتي دستګاه کې دوهم لوړپوړی چارواکی دی، داسلا په خدمت کې لګیادي اوخپله هره خبره دحق په تله تلي، نوځکه ترې هیله کیږي چې دخپل نظر دثبوت له پاره شرعي سند راوښيي او ووايي چې دا مطلب يې په کوم آیت یاحدیث کې لوستلی دی. ددې امکان هم شته اخوند صاحب به ددې ادعا دثبوت له پاره چې ګوندې د« دنیاوي علوموزده کړه مباح ده » دشرعي سند ترڅنګ عقلي دلیلونه هم ولري. تیرکال درسنیو له لارې خبر شوم چې اخوندصاحب دورپیښه شوې ناروِغۍ له امله ددرملۍ له پاره څه موده په روغتون کې بستري شوی و. د روغتون ډاکتران اونرسان يې په درملۍ لګیاوواوخدای تعلی دهمدې ډاکټرانواونرسانودکاراوزیارپه وسیله بیرته شفا ورکړه. اوس دې محترم ریس الوزرا دخپلې عملي تجروبې له مخې رښتیا ووايي چې ایا ددې روغتیاي پرسونل دا ټولې هلې ځلې مباح وې یانې نه يې سوددرلود، نه زیان، نه يې ثواب درلود اونه ګنا. رښتیا داده چې طبابت دنورعلومواوکسبونوپه شان عقلي، دنیاوي اویا عصري علم دی. سالم عقل له دې حقیقت نه سترګې نه شي پټولی چې دې علومو دځمکې په مخ دخدای مخلوق ته بې شمیره ګټې رسولي اورسوي يې. چیرته چې علم دی هلته دژون کیفت وچت دی. دادعقلي یاعصري علومو دنیا وي ارزښت دی اوله بلې خوا رسول ( ص ) فرمايې چې:« تر ایمان وروسته ترټولولویه ښیګڼه دالله مخلوق ته اسانتیاوې برابرول دي.» دادعلم اوعالمانو دیني خدمت دی.
د هغه لوړ پوړه طالبانوله ډلې نه چې دریس الوزراپه نظردي یوملا خالد حنفي دی. دی هم په یوه وینا کې د عقلي علوموزده کړه مباح بولي، یانې نه ګټه لري اونه زیان رسوي. ویل کیږي چې دطالبانوداډله په دې برخه کې دخپل مشرملاهبت اله متابعت کوي او ټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چیرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامرسره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي. دعلومو دزده کړوضرورت په آیتونواو حدیثونوثبت شوی دی. هرامراودهرچا امرچې دآیتونواوحدیثونوسره په ضرب کې واقع شي لغو ګڼل کیږي.
د زده کړوپه ضد دعملي ګامونو ترڅنګ ځینوطالبانوداهڅې هم وکړې او لا يي کوي چې داسلام په مبین دین کې دعقلي علوموارزښت اومقام را ټیټ کړي اوحتی له منځه يې یوسي. دبیلګې په توګه دطالبانو رئیس الوزرا ملاحسن آخوند وايي چې په اسلام کې دشرعي علوموزده کړه فرض ده، خو د دنیاوي علومو زده کړه مباح ده. د ده ترڅنګ ځنې نور طالبان هم ولاړدي او دهغوی له ډلې نه یوهم ملا خالد حنفي دی. دی هم په یوه وینا کې د عقلي علوموزده کړه مباح بولي، یانې نه ګټه لري او نه زیان رسوي. ویل کیږي چې دطالبانوداډله په دې برخه کې دخپل مشرملاهبت اله متابعت کوي او ټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامر سره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي. دا هلې ځلې ځکه ناکامې پاتې کیږي چې دیني بنسټ اومشروعیت نه لري، له ګیډو راایستل کیږي، نه یوازې داسلامي لارښوونو سره په تضاد کې واقع کیږي بلکې دټول عالم اسلام اوحتی د ډیروطالبانو دمخالفت سره هم مخامخ کیږي. شیرمحمدعباس ستانکزي څو ځله په خپلو ویناوو کې په ډاګه کړه چې زده کړې په اسلام کې په ټولو ( نارینه اوښځینه ) مسلمانانو فرض دي اوباید دهیچا پر مخ دښوونځیو دروازې ونه تړل شي. محترم
د زده کړو په ضد دعملي ګامونو ترڅنګ ځینوطالبانوداهڅې هم وکړې او لا يي کوي چې داسلام په مبین دین کې دعقلي علوموارزښت اومقام را ټیټ کړي اوحتی له منځه يې یوسي. دبیلګې په توګه دطالبانو رئیس الوزرا ملاحسن آخوند وايي چې په اسلام کې دشرعي علوموزده کړه فرض ده، خو د دنیاوي علومو زده کړه مباح ده. د ده ترڅنګ ځنې نور طالبان هم ولاړدي او دهغوی له ډلې نه یوهم ملا خالد حنفي دی. دی هم په یوه وینا کې د عقلي علوموزده کړه مباح بولي، یانې نه ګټه لري او نه زیان رسوي. ویل کیږي چې دطالبانوداډله په دې برخه کې دخپل مشرملاهبت اله متابعت کوي او ټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامر سره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي. دا هلې ځلې ځکه ناکامې پاتې کیږي چې دیني بنسټ اومشروعیت نه لري، له ګیډو راایستل کیږي، نه یوازې داسلامي لارښوونو سره په تضاد کې واقع کیږي بلکې دټول عالم اسلام اوحتی د ډیروطالبانو دمخالفت سره هم مخامخ کیږي. شیرمحمدعباس ستانکزي څو ځله په خپلو ویناوو کې په ډاګه کړه چې زده کړې په اسلام کې په ټولو ( نارینه اوښځینه ) مسلمانانو فرض دي اوباید دهیچا پر مخ دښوونځیو د روازې ونه تړل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.