د زیړو ډبو یارانو

انجنیر داؤد اڅک   

180

ویښ سۍ، د ایران او اسرایلو له جنګه پند او تجربه واخلۍ، د ایراني اخوندانو ئې زده کړۍ. نور د ژړي ډبې وظیفه ختمه او وخت ئې تېر دۍ. وینۍ چي جنګ د جېټ الوتکو، توغندیو او ډرون جنګ دۍ. پر هیواد او خلګو زړه وسوځۍ. دا ستاسو هیواد او خلګ دي. ستاسو د ننني عمل ثمره به سبا ستاسو اینده نسلونه اخلي. چي کرې هغه به رېبې. مه کوی خدای ته وګورۍ ښه فرصت پلاس درغلی دۍ. معقوله ګټه ځني واخلۍ. فکر وکړۍ، ګریوان ته سر ټیټ کړۍ چي تاسي څه کوۍ او د چا په ګټه ئې کوۍ؟

که رشتیا د خلکو او هیواد ابادي او سرلوړي غواړۍ، د نړۍ سره سیالي غواړۍ نو علمي بنسټونه مو غښتلي کړۍ، هلکانو او نجونو ته د لېسو او پوهنتونو دروازې خلاصي کړۍ، تشویق ئې کړۍ، شرایط ورته اماده کړۍ، تخنیک او تکنالوجي ته لار پرانیزۍ، ولس خوشحاله وساتۍ، ملي وحدت او ملي اقتصاد پیاوړی کړۍ.

صفوف مو متعهد کړیدي چي موږ علم، هنر، تکنالوژي او د ژوند نورو سهولتو ته ضرورت نلرو موږ هغه دنیا غواړو.

دا په کوم آیت او حدیث کي راغلي دي چي ته نن په عزت او شرافت کي ارام، پر ځان بسیا او سرلوړی ژوند مه کوه؟

که داسي وي نو په لوکسو موټرانو کي هم مه سپرېږۍ. اوښان درته ودروۍ او په طیارو کي هم سفرونه مه کوۍ، موبایل تلیفونونه هم له ځانو لیري کړۍ. په لوکسو قصرو کي هم مه اوسېږۍ خېمي ودروۍ.

ایا تاسي متوجه یاست چي په کوم منطق او په کوم عمل د هغه دنیا دعوه کوۍ؟

ایا تاسو ته نده معلومه چي د محشر پر میدان قاضي الله دۍ، ایا تاسو نه پوهېږۍ چي د زړو مالک خدای دۍ؟

لطفآ زما د جنت او دوږخ ټېکه داري مه اخلۍ، نه زه ستا په ګور درننوزم نه ته زما په ګور راننوزې. زه پوه سم الله مي. زه چي پیدا سوم په غوږ کي مي ازان سویدۍ، د پلار او نیکه څخه مسلمان یم. د خدای په پار اسلام او افغانان په نړۍ کي مه تجریدوۍ، تاسي د خپلو افغانانو حال ښه وینۍ چي ډیري بدي ورځي او بې عزتۍ ئې ولیدې. که زړه سوی کوۍ، د خپل ولس سره مینه لرۍ نو عزت ئې وساتۍ، د بل د احتیاجه ئې وباسۍ. او دا کار په دعا او تکبیر نه کیږي بلکه په علم، هنر او تکنالوجي باندي کیږي…

آخ د ژړو ډبو یارانو څه وکم. پر لیکنه مي قلم خورا تېز روان وو، ښه ئې لیکل، د زړه خواله مو کول. خو کله چي ناببره د پیر محمد کاکړ بیت را یاد سو قلم انډیوالي پرېښول. ول ستړی سوم. ما ول سمه ده پرې بې ږدو خو بیت راسره واوره چي وایي:

   نصیحت پر سخت دِلو اثر نه کا

بېهوده پیر محمد سر وهي له سنګ

۱۵- ۶ – ۲۰۲۵

د پښتو ژبي نړۍ والي ورځي په ویاړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.