هدف او خطر

لیکنه: محمدولی رښتین

211

ژوند د خطرونو ځاله ده. انسان یو ټولنیز موجود دی او په ټولنه کې خطر پیښدل حتمې دی، نو انسان باید په ټولنه کې د خطرونو د حل لارې زده کړي. د انسان په ژوند کې ډير خطرونه پیښیدونکي دي، خو آیا خطر پیښیدل یو څوک له هدف څخه راګرځوي؟

آیا خطر پيښیدل دا معنا چې نور هدف ته نه شي رسیدای؟

آیا خطر پیښدل دا معنا چې ته یو بریالی شخص نه یې؟1

خطر یو پيژندل شوی نوم دی او هر شخص ورته بیل بیل تعریف لري، خو زه وایم چې خطر پيښدل دا معنا ،چې که دا ځل بریالی نه شوي بل ځل بریا ستا ده.

 د انسان په ژوند خطر پیښدل دا معنا لري که چيری خطر ونه ویني، نو هیڅکله به د بریا خوند ونه ویني، ځکه که ته یو هدف ته ورسيږي او خطر ونه ویني ، نو هغه هدف ستا لپاره دومره ګټور نه ده، ځکه هغه څه منځه چې په اساني سره لاسته راځې بیرته به اساني سره له ځي، خو هغه څه چې  په سختۍ سره لاسته راغلي وي، نو بیا یې له له لاسه ورکول درته ګرانه ده.

خطر تاته قوت درکوي. او دا درته روښانه کوي چې که خطر ونه وینې نو هیڅکله به لوړ شخصیت در څخه جوړ نه شي. په دې اړه راته يوه کیسه را یاده شوه. یوه ماشوم د خپل نیکه لیدنې ته ورغلی وه او هره ورځ به یې له خپل نيکه سره لوبې کولي. یو ورځ یې خپل نیکه ته وویل: غواړم چې يو بریالی شخص شم.

د کومو چارو په تر سره کولو به له ما څخه بریالی شخص جوړ شي؟

نیکه یې ورته وخندل او خپل باغ ته یې بوت. هلته یې دوه واړه نباتات را وا خستل او یو یې د باغ په داخل کې وکرل او بل یې له باغ څخه د باندې په ځمکه کې وکرل، لمسي ته یې وویل: څه فکر کوي کوم نبات به ښه وده وکړي؟

لمسي یې وویل هغه نبات چې د باغ په داخل کې ده ،ځکه چې هغه له هر قسم خطر څخه ساتلی دی. نیکه یې ورته وویل: وروسته به ووینو چې څه پیښه کیږي. لمسی یې خپل مور او پلار ته ورغی.

څلور کاله بعد یو ځل بیا د خپل نیکه لیدنې ته ورغي له روغبړ وروسته یې ورته وویل: ما مخکې هم درته ویلي ؤ، چې زه غواړم یو بریالی شخصیت او ماته د بریالي شخصیت د جوړیدو لارې چارې وښیه، خو تا هیڅ را ته ونه ویل. دا ځل باید حتماً ماته د بریالي شخصیت د جوړیدو لارې وښایي؟

نیکه یې ورته وویل: راځه یو ځل هغه نباتات وګورو، چې څو کاله مخکې مو کرلي ول.

کله چې باغ ته ولاړل، نو هغه ونه چې د باغ په داخل کې کرل شوي وه، په یوه عادي ونه بدله شوي وه. نیکه يې ورته وویل راځه چې اوس هغه ونه ووینو چې له باغ څخه موبهر کرلي وه. کله چې يې بهر نبات ولید په يوه لويه ونې بدل شوی او ښاخونه يې یوې او بلې خواته خپاره شوي او شاوخوا یې یو لوی سيوری جوړ کړي.

نيکه یې لمسي ته وویل:

 کوم نبات ښه وده کړي؟

او کوم نبات بریالی ښکاري؟

لمسي یې ورته وویل: هغه نبات چې له باغ څخه بهر کرل شوی، مګر نیکه جانه دا څنګه امکان لري هغه نبات چې له هر قسم خطر څخه خوندې ؤ، سمه وده يې نه ده کړي، خو هغه نبات چې هر قسم خطر ته یې ځان ورکړی وه او هر ډول خطر ورباندې راتلونکی وه، بیا هم دومره لوی شوی؟

نیکه یې ورته وویل که غواړي چې بریالی او لوړ شخصیت در څخه جوړ شي، نو له خطر څخه هیڅکله مه ویریږه؟

هغه ونه چې له باغ څخه بهر وه له هر ډول خطر سره يې مخامخ مباریزه وکړه. همدوغو خطرونو له نبات څخه یو عالی نبات جوړ کړل.

خطر درته ښیي، چې څه په سختۍ لاسته راوړي، په اساني یې له لاسه مه ورکوه.

یو انسان چې په ژوند کې هر څه زده کوي، په ځان به هر ډول خطر مني.

که د یو شي په زده کړه کې په ځان خطر ونه منې، نو هیڅکله به ورته ونه رسي.

یو ماشوم چې اول وار تګ زده کوي، که دی لویدل په ځان ونه منې تګ په زده کړي؟ نه.

که یو څوک لومړی ځل بایسکل زده کوي او لویدل په ځان ونه منې، بایسکل به زده کړي؟ نه.

د ژوند ټولې چارې همداسې ده، که په ځان خطر ونه مني بریالی کیدای نه شي.

ژوند او خطر سره تړلي دي. خطر دې له هدف څخه نه را ګرځوي، بلکې هدف ته دي نیږدي کوي.

د یوه عالم په وینا: کامیابې دا نه ده، چې ونه غورځیږو، بلکې کامیابي دا ده چې وغورځیږو او ولاړ شو بیا وغورځیږو او بیا را ولاړ شو.

ژوند د ګیم په شان دي، ګیم چې څومره لوړ بیایو همدومره سختیږي او مشکلات زیاتیږي، خو برعکس چې څومره مشکلات زیاتيږي همدومره ورته د حل لارې پیداکیږي.

  خطر پیښدل دا معنا چې ته یو مهم شخص یې او باید له خطر سره مباریزه وکړي.

خطر پیښدل دا معنا چې تر پخوا لا قوي شه.

خطر پیښدل دا معنا چې همت له لاسه مه ورکوه.

لنډه دا چې په ژوند کې لوړې او ژورې راځي، مشکیلات راځې، نوي پیښې راځې او هر ډول کړاو راځي، خو بریالی انسان هغه دی، چې له هر ډول خطرونو، مشکلاتو، کړاونو او دردونو سره سره بیا هم خپل همت له لاسه ور نه کړي او هر ډول پيښې، خطر کړاو سره مخامخ مباریزه وکړي او له ځان سره ووایي: چې  که خطر ونه وینم بریالی به نه شم او د هغو خلکو په ډله کې په وشمرل شم، چې له پخوا لا له د خطر د پیښدو له ویرې له هدف څخه پاتې ول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.