۲۰۲۵جون ۱۵مه
تهران / تلابیب – د اسرائیل او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې هغه مهال شدیدې شوې، کله چې راپورونه خپاره شول چې د اسرائيلو استخباراتو او پوځ د ایران د پوځي زېربناوو په ځانګړي ډول د ډرون جوړولو فابریکو، پر ضد ګډ بریدونه کړي دي.
د اسرائيلو پوځ پر ایراني ولس غږ کړی چې له پوځي سیمو ووځي
د اسرائیلو دفاعي پوځ (IDF) د ایران پر خلکو غږ کړی چې ژر تر ژره د وسلو جوړولو له فابریکو، د هغو له شاوخوا، او اړوندو تاسیساتو څخه ووځي.
«ټول هغه کسان چې د وسلو د تولید له پوځي تاسیساتو سره نژدې دي، باید دا سیمې سمدستي پرېږدي او تر بلې خبرتیا پورې دې بېرته نه ستنیږي. ستاسو شتون ستاسو ژوند له خطر سره مخ کوي.»
دا خبرداری ښيي چې ښايي نور بریدونه هم ترسره شي، او اسرائيل غواړي د ایران د وسلو جوړونې وړتیاوې له منځه یوسي.
په دغو بريدونو کې په ایران کې د «شاهِد» ډرونونو دوه فابریکې له منځه تللي دي.
د Clash Report له مخې په ایران کې هغه دوه فابریکې چې د شاهِد ډرونونو او نورو بېپيلوټه الوتکو د تولید مرکزونه وو، په بریدونو کې له منځه تللي دي. ویل کېږي چې دغه فابریکې د ایران د ډرون پرمختللې پروژه پر مخ وړله، او له ډېرې مودې راهيسې نړیوالو اندېښنه لرله چې دغه وسلې د جګړو سیمو ته صادریږي.
«موساد» څو میاشتې مخکې د ایران پر خاوره پټ عملیات ترسره کړي وو
د واشنګټن پوسټ یوه څېړنیزه راپور ښيي چې د اسرائيلو استخباراتي اداره موساد د ایران پر خاوره یو پټ عملیات ترسره کړی و، څو میاشتې مخکې له دې چې هوايي بریدونه پیل شي.
د راپور له مخې ځينې خاصو اجنټانو د ډرونونو پرزې، چاودېدونکي توکي او مهمات د بکسونو، کانټینرونو او تجارتي لاريو له لارې ایران ته انتقال کړي وو.
کله چې دا وسایل یو ځای شول، د تخریب عملياتي ډلې د ایران د هوايي دفاع سیستمونو او توغنديزو لانچرونو ترڅنګ يې ځای پر ځای کړل،او د هوايي برید له پیل سره سم ډرونونو د ایران هوايي دفاع له کاره وايسته او لسګونه توغنديزې زېربناوې یې له منځه يوړې.
راپور زیاتوي چې دغه عملیات کلونه مخکې پلان شوي وو، او د تجارتي شریکانو له لارې چې له اصلي هدفه ناخبره وو، وسایل ایران ته رسول شوي دي.
د نظامي تحلیل کوونکو په وینا دا عملیات د ایران د توغنديزو وسلو پر وړتیاوو ډېر منفي اغېز کړی دی. دوی دا عملیات د ۲۰۲۵ کال د جون پر لومړۍ نېټه د اوکراین له لوري پر روسي هوايي ډګرونو د ترسره شوي برید سره پرتله کوي.
دا پرمختګ ښيي چې د سيمې په جیوپوليټیک جوړښت کې بدلون را روان دی، او د اسرائيلو او ايران ترمنځ استخباراتي جګړه لا نوره پراخېږي.
د ایران پر نظامي او تخنیکي زېربناوو د اسرائيلو بریدونه د نړیوالو غبرګونونو سبب ګرځېدلی شي. که نور بریدونه هم وشي، د سیمې سیاسي وضعیت به نور هم خراب شي.
حالات لا هم بدلېدونکي دي، او دواړه هېوادونه لا تر اوسه د پېښو د بشپړې بڼې په اړه خاموش دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.