د لنډیو اصلي منابع خلک دي -پنځه‌لسمه برخه

آصف بهاند

162

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

 ۳۳۰مه‌برخه

 

لکه تل په ټولنیزه میډیا کې په نویو لنډیو پسې گرځېدم چې راخوندي یې کړه. د فیسبوک د لنډو ویدیو گانو په ډله کې داسې یوه لنډه ویدیو په مخه راغله چې یوچا په کې لنډۍ له میدیکل ساینس سره پرتله کړې وو.

زه چې څنگه پوه شوم چې خبره پرلنډیو باندې راڅرخي، نو مې ویدیو ترپایه ولیده. په ویدیو کې چې څه راغلي دي، زه یې لیکلې بڼه په لږ توپیر سره تاسو ته وړاندې کوم:

«نن خبره کوو په پښتو ټپه او میدیکل ساینس باندې:

خلک به وایی چې دا سړی د پښتو ادب دا زوړ او لرغونی صنف له نوي میدیکل ساینس سره کمپیر(مقایسه) کوي.

میډیکل ساینس وايي چې د انسان زړه څلور غټې برخې لري، کله چې پښتو لنډیو مطالعه شي، هلته گورو چې په لنډیو کې هم د انسان د زړه یادونه شوې او څلور برخې یې یادې شوې دي. دې لاندې لنډۍ ته پاملرنه وکړئ:

زړه مې په منځ څلور‌ټوټې دی

هره ټوټه د بېوسۍ نارې وهینه

د لنډیو تخلیقونکي په لومړي گام کې عام کلیوال خلک وو، دا پاسنۍ لڼدۍ هم د همدغو عامو کلیوالو تخلیقات دي، دلته دا پوښتنه پیدا کېـږي چې دې عامو خلکو ته دا علمي حقیقت چا ویلی و چې دوی پوهېدل چې د انسان زړه څلور برخې لري او دوی بیا دا علمي حقیقت په هنري بڼه د لنډیو په قالب کې انځور کړی دی.

دغه راز په یوه بله پښتو لنډۍ کې د ډیپریشن رواني موضوع مطرح شوې ده. هغه داسې چې که د یوچا زړه خپه وي، نو هغه ته ټوله نړۍ خپه ښکاري. هغه لنډۍ داسې ده:

یا به زما پر زړه تیاره وي

یا د تمامې دونیا مړه دي مشألونه

په اوسنۍ زمانه کې ځینې کوم مرضونه په انسانانو کې ډېرعام دي او خلک ورنه کړېـږي. په دې ناروغیو کې یوه وژونکې ناروغي د سااخستلو یا تنفس موضوع ده او بله د زړه د ناروغیو ستونزې دي چې ډېره سلنه یې له سگرت‌څښولو نه، له ککړې هوا او د لوگیو له تنفس نه رامنځ‌ته کېـږي او د تنفسي ناروغیو سبب گرځي. دغه موضوع ډېرځلې په پښتو لنډیو کې په عجیب علمي ډول په هنري بڼه راوړل شوې ده. دا لاندې یې یوه غوره بېلگه ده:

په سالنډۍ دې چلم پرېښود

زما د سپینې خولې دې نه‌منل سوالونه

دغسې د پښتو لنډیو نورې ډېرې بېلگې شته چې کره او منل شوي علمي مسایل په‌کې راغلي دي. دا یې څو بېلگې دي:

یا به زما پر زړه تیاره وي

یا د تمامې دونیا مړه دي مشألونه

 

په سالنډۍ دې چلم پرېښود

زما د سپینې خولې دې نه‌منل سوالونه

 

زړه مې په منځ څلورټوټې دی

هره ټوټه یې د جانان نارې وهینه»

دا هم د دې برخې له‌پاره څو لنډۍ:

زړگیه مه‌یــې رانــه غـواړه

د اسـمان ستـورو ته، د چا رسـي لاسـونه

 

کوژده مې نه ده ولې ژاړې

موږ کره هسې مېلمانهٔ راغلي دينه

 

پر دېوال بیا  کیشکره ناسته

د جانان شپې ورځې نژدې دي، را به شينه

 

توبه کوم، کولی نه‌شم

دا بې‌غيرتې سترگې بيا دراړومه

 

زړه مې په زړه کې درنه تور دئ

تشه خندا خو له ناکامه درته کړمه

 

کوډگرې بیا کوډې تازه کړې

تر دروازې راغلی یار مې بېـرته ځينه

 

تا په سفر ځواني زَړه کړه

زۀ د هجران له لاسه، زېـړه پاڼه شومه

 

په تمه تمه به دې زوړ کړم

نه‌به‌دې یار کړم، نه‌به‌درکړم رخصتونه

 

د نازولو وړ پنجاب دی

د ټوپک وړلو ته یې زه نیولی‌یمه

 

خدای دې له ښې ورځې محروم کړه
په دوزخي رواج دې سره سکروټه کړمه

 

څوک مې له حاله څه‌خبر دي

لکه سکارهٔ به دوباره انگار له ځمه

 

سترگې دې ډکې ډکې کېـږي

د چا باڼه دې په زړگي ښخ شوي‌دينه

 

چې خندیدلې، زړه دې يوړو

اوس به ياری راسره کړې نه دې پرېـږدمه

 

اول بۀ ماته خلک ناست وو

اوس بە د فقرځولۍ بل ته غوړومه

 

ورځه ورځه پکار مې نه یی

په سپین ټټر باندې دې نور کوي خوبونه

 

چیغی وهي، رضا یی نه‌ده

نا مرده ورورنه خور په بدو ورکوینه

 

له زورور سره دې سر شه

لاليه سخت دې بې‌چاره موندلی يمه

 

پر دنیا غم کله ښادي وي

پر ما همېش د ویر جنډې ولاړې‌دینه

 

د غاښ نښان دې نۀ ورکېـږي

پۀ غم ښادۍ کې مخ له خلکو پټومه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۲۹مه‌برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.