زه کنجوس سړی نه یم او کنجوسان مې ښه هم نه اېسي خو له هغوي مې سوالګر لاډېر بد راځي، ځکه ما د ډېرو داسې سوالګرو کیسې لوستلي او اورېدلي دي چې له مړینې وروسته یې ډېره شتمني پاتې شوې ده. د هغه هندي سوالګر کیسه مې هم په ذهن کې لا ژوندۍ ده چې له مړېنې وروسته ېې په میده پیسو او وړو بانکنوټونو څو خونې ډکې پرېښي دي. داسې ېوسوالګر مې هم پېژنده چې د مالیې په نه ورکړې زندان ته لاړ اوشتمني یې د یوې سیمې بودیجه بشپړوله.
داسې نه ده چې زه خیرات او د اړ کسانو لاسنېوی بد بولم او له بېوزلو سره له مرستې انکاري او فراري یم، نه ، نه ، هېڅکله نه ! زه د بل هر سخي انسان په څېر ډېر زړه سواند ،مهربان او خواخوږی انسان یم.
زه نه یوازې له بې وزلو سره د مرستې مېړنی او لېونی یم، نور مې هم تل له بې وزلو او غریبانو سره مرستې ته هڅولي دی . کله کله خو مې له ډېرو نېږدې خپلوانو او دوستانو مرستې هم راټولې کړي او بیا مې په خورانو او اړ کسانو ویشلي دي، په دې برسېره تر پروسږ کال مې یوه لویه خیریه موسسه هم مدیریت کړه . خو نه پوهېږم تېره اونۍ ماښام څنګه خدای لېونی کړم، په ما څه ټکه راولوېده او څنګه زر تېروتم او وغولېدم:
د ماښام تیاره خپره وه، کور ته پلی او ګوښې روان وم ، له ځان سره مې کرل رېبل چې ترشاه یو ښځینه غږ د فکر له نړۍ راووېستم!
ـ وروره!
مخ مې شاته راواړاوه، یوې سرې سپینې ښځې چې تور ټيکری یې په سر و، لکه تېز موټر چې ناببره بریک ونیسي دسترګو په رپ کې زما خواته نږدې ودرېده ، په ریږدېدلي غږ یې وویل:
ـ مسلمان یې؟
پرته له دې چې د دې حیرانونکې پوښتنې ځواب ته خوله پرانېزم ، او د هغې د څېرې انځور په ذهن کې خوندي کړم، تر فکر مخکې مې اوږې وښورېدې :
ـ بلې.
ـ دې سیمه کې به جومات نه وي درمعلوم؟
ښځه پړینګ په ژړا شوه، ژړا یې دومره اغېزمن نه کړم څومره چې د هغې پوښتنې ټکان راکړ. وشرمېدم او هم وننګېدم ، چې ولې په دې سېمه کې چې له لسو کلونو ډېر اوسېږم کوم خومات نه دی رامعلوم !؟ دېو مسلمان په توګه مې ځان ګرم او پړ وباله .
خورا شرمېدم؛ هېڅکله مې هم په سر کې دا خبره نه وه تېره چې کومه ورځ به دلته له ما څوک او هغه هم یوه مېرمن د جومات پوښتنه کوي! خدای مې دې نه ګنهکاروي خو ېوه خبره ده چې زه ټول لمونځونه په کور کې کوم او د لندن له جوماتونو غلی او لیرې ګرځم، . او دا ځکه که رښتیا وواېم ، د انګلستان ډېری جوماتونه راته دعبادت له ځایه زیات د تجارت ننداره ده . هلته عبادت لږ وي خو تجارت ډېر.او چېرې چې په داسې سپېڅلو مذهبي ځاېونو کې دعبادت پرځای دتجارت تله درنه وی ، کوم رېښتېنی مسلمان به هلته ورتللو ته زړه ښه کړي !؟
په دې پورې ېوه خاطره راياده شوه :
ېوه ورځ چې په مانچستر کې د ېوه عصری جومات تر څنګ پلی روان وم ، ترخوا مې دوه تنه هم ددې جومات مخ ته روان و چې یوه بل ته وویل:
ـ پوهېږئ د دې جومات څښتن څوک دی؟
بیا يې همدغه جومات ته مخامخ یوه لوی هوټل ته لاس ونیو.
ـ د دې جومات خاوند، چې دا ټول یې د دغه جومات د ګټې برکت دی.
ملګري یې خبره په خندا واړوله :
ـ خو راځه چې ما او تا هم دا کاروبار شروع کړو.
ملګري یې د هغه ګنهکار په څېر چې له خدایه د خپلې کړې ګناه بخښنه غواړي غوږونه په لاسونو کې ونیول:
ـ توبه، توبه دا څه کفر غږوئ ، دا نه عبادت دی او نه تجارت ، دا منافقت دی. .
ماته د هغه جومات د ملا کیسه هم معلومه ده چې په تبلیغ یې د یوې کورنۍ دوه تنکي زلمیان د داعش لېکو ته ورغلل ، او تر نن ېې د مړی او ژوندی درک نه دی لګېدلی ..
زه لا له دې اندېښنې نه وم فارغ، چې ښځه بله پوښتنه کوي:
ـ د کوم ځای یې؟
ـ د افغانستان.
ښځه لکه په انګلستان کې چې ټول هستوګن افغانان پېژني:
ـ الحمدالله، تاسو ډېر ښه مسلمانان یاست. پرون مې زوی ته په کابل رستورانت کې ډېرې پیسې راټولې شوې.
له دې سره د ښځې ستونی بیا له ژړا را ډک شو:
ـ پوهیږئ، زما ځوان زوی یې په چاقو وواهه، ځای پر ځای یې ساه ورکړه.
چېغه مې کړه!
ـ چا؟
ـ یوه انګریز.
ټوپ مې کړ، د خفګان څپه راباندې راغله. له ښځې سره مې خواخوږۍ په ټول وجود سیوری وغوړاوه. قاتل ته مې په سپورو خوله پرانېسته ، لعنت مې پرې ووایه او پرته له دې چې د پېښې په جزیاتو او د قتل په انګېزې ځان وپوهوم ، د مقتول د مړي او جنازې سودا مخې ته راغله.
ـ اوس دې د زوی مړی چېرې دی؟
هغې ژړا ته زور ورکړ:
ـ په هوايي میدان کې، نن یې باید جنازه فلسطین ته ولېږدوم.
مخ ته یې څپېړه ونیوه، داسې په کوکو ېې وژړل لکه زوی ېې چې ددې په وړاندې قبر ته سپاري:
ـ دا مې یوازینی اولاد و، بل تېر کال له اسرایلو سره په جګړه کې شهید شو او دا دوی پرون راوواژه؛
بېا ېې آسمان ته خوله ونېوه او خدای ته په ګېلو شوه :
ـ ېا لوېه خداېه موږ څه ګناه کړې ده چې هلته مو هم دوی وژني او دلته هم.
فلسطین، له اسرایلو سره په جګړه کې د بل زوی شهادت، د انګرېز په لاس د دوهم زوی وژنه! ټولو په ما ژوره اغېزه وکړه، احساسات مې راوپارېدل، زما په سترګو کې هم اوښکې ډنډ ودرېدې ، خو ځان مې ټېنګ کړ، زغم ته مې راوبلله :
ـ ژاړه مه خورې! خدای دې د زړه صبر درکړي.
ښځه لکه زما خبره چې یې هېڅ نه وي اورېدلي، له ځانه سره ګډه شوه.
ـ که زه نور پنځوس پونډه ورپوره نه کړم، جنازه به په ډاګ میدان کې پاتې وي.
هک پک شوم، ومې وېل :
ـ پنځوس پونډه ستونزه ده؟
ښځې سر وخوځاوه.
ـ هو زما د ټکټ پنځوس پونډه کم دي، د جنازې د لېږد پیسې تحویل شوي دي.
په ورین تندي او د خواخوږۍ په ټول احساس مې د مرستې ټټر وواهه.
ـ هېڅ چرت مه وهه چې پینځه سوه دې هم په کار وي ورور دې حاضر دی.
په بېړه له سرکه پورې وتم، د بانک د پیسو د راویستلو یوه ماشین ته ودرېدم، خو چې ومې لیدل په بانکي حساب کې مې یوازې دوه سوه پونډه وو، نه یوازې هغه دوه سوه پونډه مې وروبخښل بلکې د دې د ټکسي پیسې مې پرې کړې .
ـ کور ته ولاړم، په زړه مې خوږ خو پاک احساس واکمن و. له مېرمن سره مې هم کیسه شریکه کړه، خو هغې، چې زه ېې څو وارې سوالګرته په شړلو او ښکنځلو لیدلی وم، وخندل او راته وې وېل :
ـ ته ډېر ساده یې.
له دې پېښې دا دی یوه اونۍ ووته نن بیا یوازې په یوه ګڼه ګوڼه کې روان یم چې له شاه راپسې غږ شو :
ـ وروره!
یوه سره سپینه ښځه چې لنډه لمن یې اغوستې او تورې عینکې یې په سترګو دي، رانږدې شوه؛ په شرمناک غږ یې خپله غوښتنه راواوروله:
ـ مرسته او همدردي مو غواړم!
نه پوهېږم ولې مې په تندي کې ګونځې جوړې شوې، برګ مې وروکتل:
ـ خو زه چا ته خیرات نه ورکوم.
خو هغې زما په توند غبرګون او کوټلي ځواب هېڅ غوږ ونه ګراوه.
ـ خو زه هم خیرات نه غواړم،
لاس مې پورته ونېو لکه څپېړې ته چې ځان جوړوم ، په غوسې مې ووېل :
ـ نو څه بلا غواړې چې خېرات نه غواړې؟
ـ غوښتل مې ستا انساني جوهر ووېنم.
مخ یې واړاوه، سر یې ځمکې ته ونیو، لکه پخپله خبره چې پښېمانه شوې وي، له ځانه سره وبنګېده :
ـ خو خبره نه وم چې تاسو له هغې بې برخې یاست.
غوسه راغله خو بېرته مې وخوړه، زړه مې نرم شو، خو سره له دې مې هم په لوړ آواز ورغبرګه کړه :
ـ مشکل دې وایه!
پړینګ په ژړا شوه، بیا یې وننګولم.
ـ که ویې وایم څه؟ تا خو نو له اول سره ځواب کړم.
ژړا ېې ونیوم، د لاسنیوي حس یې راوتخڼاوه،
ـ ښه وایه، وایه! څه مشکل لرئ؟
په خواره خوله یې وویل:
ـ لور مې موټر وهلې ده، په روغتون کې ده، څه پیسې مې چې درلودې د هغې په تداوۍ رانه لاړې، سبا یې رخصتوي خو بېرته د لارې او ټکټ پیسې نه لرو.
ـ ولې تاسو دلته نه اوسئ؟
ـ نه.
ـ د کوم ځای یاست؟
غلې شوه، اوږده ساه یې وویسته، عینکې یې نورې هم سترګو ته نږدې کړې.
ـ اصلاً د فلسطین یم خو په لبنان کې اوسېږم.
فلسطین؟ په ماغزو کې مې کړنګ شو، وپوهېدم. دا هماغه ښځه ده. هماغه لوبغاړې. هماغه دروغجنه چې په ډول ډول پلمو له خلکو پېسې شکوي.
ـ ته هماغه نه یې؟!، هماغه مسلکي او مکاره سوالګره؟
ښځې ټکان وخوړ، نېغه ودرېده، و پوهېده چې ومې پېژنده ، خو پرته له دې چې وشرمېږي یا وبېرېږي ، موسکۍ شوه::
ـ نو څه؟
ـ څنګه څه؟ دا جرم دی.
اوږې یې پورته ونیوې، د خپل عمل په ننګه شوه، په غرور ېې ووېل :
ـ آیا سوال کول جرم دی؟
ـ سوال جرم نه دی، خو د خلکو تېر ایستل او غولول جرم دی..
ښځې وخندل، لکه ټوکې چې کوي.
سوال جرم نه دی. غولونه هنر دی. زه اکتوره یم.
شوک شوم. لکه د سرک په سر چې د تیاترژوندۍ ننداره ووېنم .
ـ چې دومره ښه لوبه کوې، ولې تیاتر ته نه ځې ، ولې په واقعي تیاتر کې دنده نه اخلې؟
اوږودې زلفې ېې وښورولې، عینکې یې له سترګو لیرې او سترګې یې زما لورته سیخې ونېوې :
ـ خو زه ېوه ازاده لوبغاړې یم ، چې هر ځای اړتېا وي هلته لوبېږم او خپل کمال خلکو ته ښاېم.
لاس مې بېا بې واکه پورته کړ:
ـ اوس دې پولیسو ته په لاس کې ورکړم؟
ـ په کړس کړس یې وخندل لکه زما خبره چې یې هډو اورېدلي نه وي، زما په ګواښ یې بیا هېڅ غوږ ونه ګراوه .
ـ ورمې کړه. خو پوه شه چې دا هنر مې له پولېسو هم راخلاصوي .
ښځې لا خندا ته زور ورکړ، خو زه لکه لېونی چې شم، غوږونه مې په لاسونو کې ونیول.
ـ توبه، توبه!
ښځه لکه په تیاتر کې چې رول لوبوي بې پروا ښکته پورته لاړه او راغله، کله عینکې له سترګو راباسي او کله خپلې اوږدې زلفې شاته او مخ ته غورځوي، نه ېوازې ونه بېرېده نوره هم زړه وره شوه ، رانږدې شوه:
ـ فکر کوئ یوازې زما په څېر سوالګر خلک غولوي؟
ما بیا چېغه کړه.
ـ نو څوک په دومره رڼا ورځ د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي؟
ته وا لکچر راکوي، لکه د پوهنتون پروفیسوره مخامخ راته ودرېده.
ـ اصلي غله پېژنئ؟
ـ سر مې وڅانډه ،شاته راغلم، تر څو مې ددې پوښتنه ځوابوله دې مخامخ جومات ته لاس ونېو:
ــ هغه غله چې دېن درباندی پلوري او په دوزخ مو وېروي !
یوسلو اتیا درجې شاګرز شوه، بېرته راوګرځېده، په دېوال کې را ځوړند لویو عکسونو ته چې ېو دمخالف کارګر ګوند د رهبر او بل د هېواد د صدراعظم و لاس ونیو.
ــ او دا هم هغه غله چې ستاسو د رهبرانو او ایمامانو په څېر ددې خلکو خوبونه ، باورونه او اېمانونه غلا کوي!
پرته له هر ډول وېرې رانېږدې او پر اوږه ېې وټپولم :
ـ سمه ده چې زه مو په سوال او چلول پېسې لوټوم ، خو ولې د داسې غلو په محکمه پسې نه ګرځئ چې ما په دوه سوه پونډه پولېسو ته سپارئ ؟
په کړس کړس یې وخندل او لکه تېز ګاډی روانه شوه، په ما يې خبرو داسې اغېز وکړ لکه د یوه هوښیار ښوونکي ګرانه پوښتنه چې یو تکړه زده کوونکی په ځواب کې بند کړي، او هغه لکه واچې لوزي د سترګو په رپ کې له ما پناه او الونیا شوه.
زه لکه د یوې صحنې له ختمېدو وروسته چې پرده راښکته شي. ګونګ ودرېدم، بېځوابه.
داسې مې احساس کاوه، لکه دا نړۍ چې د یوه ستر تیاتر صحنه وي، او زه، یوازې یو ساده لیدونکی.
پای
لندن، انګلستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.