له میرویس خان څخه تر نادر افشاره

عبدالباري جهاني

213

  مقدمه:

کندهار، چي د میرویس نیکه د پاڅون ټاټوبی او د احمدشاه بابا د سلطنت  او د معاصر افغانستان د تاءسیس مرکزدی، د غزنویانو د امپراطوری په وخت کي د غزني او د غوریانو، کرتانو او کورګانیانو د امپراطوریو په وختونو کي د هغوی د پاچهیو د مرکز هرات تابع وو. د ابوالفضل علامی د لیکني په اساس کندهار په دریم اقلیم کي پروت دی او اوږدوالی یې درې سوه کروه او بر یې ۲۶۰ کروه کیږی. ( د کروه په برخه کي اختلاف دی او له یوه مایل څخه تر دریو مایلو پوري یې اټکل سوی دی. جهانی)

ابوالفضل علامی، دوکی، پښین، قلات بلوچی، شال، مستونګ، سرخ ربات، ښوراوک، هزاره دهنه، قلات غلجایی، ګرمسیر او ځیني سیمي د کندهار د سرکار یا صوبې برخي بولي.Allami, The A-in-I Akbari Vol 2 PP 402-404

په هرات کي د مغولو د طلايي دوران د وروستي امپراطور سلطان حسین بایقرا( ۱۴۶۹-۱۵۰۶) تر وفات وروسته له یوې خوا په ټول افغانستان کي کورني جنګونه پیل سول او له بلي خوا د اوزبکو د امیر محمدشیبانی خان یا شیبک خان ( ۱۴۵۱-۱۵۱۰) پوځونه، د یوه تند سېلاب په څېر، پر خراسان باندي را مات سول؛ نو هرات، د یوې لنډي مودې لپاره، د اوزبکانو لاسته ولوېدی. په ۱۵۱۰ میلادي کي شیبک خان، د مرو په جنګ کي، د صفوي شاه اسماعیل په مقابل کي ماته وخوړه او په جنګ کي ووژل سول. او د کندهار ښار بیرته د سلطان حسین بایقرا د کښېنولي واکمني کورنۍ، ارغون، لاسته ولوېدی.

د هند د مغولو د کورنۍ موسس ظهیرالدین محمدبابر ( ۱۴۸۳-۱۵۳۰)، چي په ۱۵۰۴ کال کي یې کابل نیولی وو، په ۱۵۰۸ کال کي کندهار د مقیم ارغون او د هغه له ورور شاه بیګ ارغون څخه لاندي کړ. له هغو خزانو او غنیمتونو څخه چي، د کندهار له فتح کولو څخه وروسته، د بابر لاسته ولوېدې معلومیږي چي دا ښار د هرات د تیموري کورنۍ له ډيرو شته منو او آباد مرکزونو څخه وو. بابر لیکي چي د کندهار ښار مي ناصرمیرزا ته ورکړ او هغه په سپینو ټنګو بار د اوښانو کتارونه راته راوستل. دی وایی هغه ټولی ټنګې مي ناصر میرزا ته پرېښودلې او د کابل پر لور مو حرکت وکړ. بابر وايی په کندهار کي مو دومره سپیني پیسې ترلاسه کړې چي تر اوسه پوري نه چا لیدلي او نه اورېدلي وې.

« کله چي مو له کندهار څخه حرکت وکړ نو په قوش خانه کي له آسونو څخه کښته سوو. له هغه ځایه یوه بل کمپ ته ورسېدو. دلته نو د اوښانو او غاترو کتارونه، راغلل چي په خورجینو کي یې وریښمیني جامې، د سروټوکرانو او بخملو خېمې او د ارغون د کورنۍ د زړو او ځوانانو د خزانو څخه ډک صندوقونه راغلل. ….

کندهار ته نیژدې مو د  غنیمتونو د وېشلو وخت نه درلودی. او کله چي په قره باغ کي د دوو دریو ورځو لپاره تم سولو نو بیا مو د غنیمتونو د کتلو او وېشلو کار وکړ. د لاسته راغلو سِکو شمېرل ګران وه او مجبور سولو چي په تول او ترازو یې ووېشو. د پوځ مشرانو او د کورنۍ غړو مي خره په سپینو تنګو بار کړل او پیسې یې د خپلو ځانونو او خپلو پوځیانو لپاره واخیستلې…» Babur-Nama PP338-339

د کندهار ښار د بابر په زمانه کي د ډهلي د سلطنت یوه برخه وه. وروسته د بابر د زوی همایون په لس کلنه پاچهي کي ۱۵۳۰-۱۵۴۰ هم د ډهلي د سلطنت له خوا ادره کېدی. د بابر د اولادونو تر منځ د داخلي جنګونو په دوره کي ۱۵۴۰-۱۵۴۵ کي یې مستقل شکل درلودی او زیاتره وختونه د همایون د ورور شهزاده کامران په لاس کي وو. کله چي همایون د ایران د پاچا په مرسته پر کندهار باندي حمله وکړه او د خپلو وروڼو تر ماتولو او وژلو وروسته یې د دوهم ځل لپاره د هندوستان پاچهي د شیرشاه سوري له زوی اسلام شاه څخه ۱۵۴۵-۱۵۵۲ لاندي کړه نو کندهار بیرته د ډهلي د پاچهی یوه صوبه سوه. همایون ډېر ژر، د یوې حادثې په اثر وفات سو او د هغه دیارلس کلن زوی جلال الدین اکبر ۱۵۵۶-۱۶۰۵ پر تخت کښېناست؛ او کندهار بیا هم د هند د مغلی دربار په لاس کي وو.

د ایران پاچا شاه طهماسپ، د اکبر د پاچهی په دوهم کال، په ۱۵۵۶ کي پر کندهار باندي یرغل وکړ. د کندهار حکمران شاه محمد قندهاري د مقاومت توان نه درلود، ډهلي ته وتښتېدی او کندهار د ایران د صفوي دولت یو ایالت سو. کندهار تقریباً څلوېښت کاله د ایران په لاس کي وو؛ تر څو چي جلال الدین اکبر په ۱۵۹۵ کال کي تر یوه کال محاصرې وروسته د ایراني قواوو څخه لاندي کړ. د ایران پاچا لومړي شاه عباس دا ښار د اکبر له زوی نورالدین محمدجهانګیر ۱۶۰۵-۱۶۲۷ څخه په ۱۶۲۱ میلادي کي لاندي کړ او دا ښار د شاه عباس د لمسي شاه صفي د پاچاهی په وخت کي په ۱۶۳۷ کال کي هغه وخت بیرته د ډهلي د قلمرو یوه برخه سوه چي په کندهار کي د صفوي دولت والي علیمردان خان، د ایران د پاچا شاه صفی له وېري، چي دی یې اصفهان ته غوښتی وو، هغه ښار پخپله خوښه د ډهلي قواوو ته تسلیم کړ او پخپله یې د مغول شاه جهان دربار ته پناه یووړه. د ایران د پاچا شاه صفی زوی دوهم شاه عباس، لس کاله وروسته، په ۱۶۴۷ کي کندهار بیرته فتح کړ او د ایران د صفوي دولت په قلمرو کي یې داخل کړ. شاه جهان څو ځله د کندهار د بیرته نیولو کوښښ وکړ او هر ځل له ناکامی سره مخامخ سو. د کندهار ښار، په دې توګه، تر ۱۷۰۹ کال پوري، چي د میرویس خان د پاڅون کال دی، د صفویانو په لاس کي وو او په همدغه کال د ایران د صفوي دولت له لاسه آزاد سو. دا ښار په ۱۷۳۷ کال کي نادرافشار لاندي کړ او په ۱۷۴۷ کال کي، د نادرافشار تر وژل کېدلو وروسته، احمدشاه بابا د افغانستان د، نوي تأسیس کړي، دولت د پایتخت په حیث اعلان کړ او تر نن ورځي پوري مستقل پاته دی.

کندهار د میرویس خان له پاڅون څخه مخکي:

د میرویس خان له پاڅون څخه مخکي د کندهار او شاوخوا سیمو په باره کي چنداني اطلاعات نه لرو او څه چي پاته دي هغه هم ډېر مستند نه دي خو د دغي سیمي په باره کي څه نا څه ورڅخه ترلاسه کېدلای سي. میجرراورټي وايی چي د ایران پاچا لومړي شاه عباس په ۱۵۹۷ میلادي کي ملک سدو، چي د سدو زیو د قبیلې پلار بلل کیږي، د میر افغان په حیث وټاکی او هغه وکړای سوای چي خپله قبیله د غلجیو له حاکمیت څخه وژغوري. راورټي وايی د بارکزیو د قبیلې مشرانو، په همدغه وخت کي، د کندهار مغلي حکمران شاه بیګ ته عرض وکړ او د سدو پر ضد یې دسیسه پیل کړه خو شاه بیګ چنداني اعتناء ورته ونه کړه. لومړي شاه عباس، یا شاه عباس کبیر، په هند کي د جلال الدین اکبر له وفات څخه وروسته منځته راغلي وضع څخه ګټه واخیسته او کندهار یې له شاه بیګ څخه ونیوی. Raverty, Notes on Afghanistan and Baluchistan P 603

راورټي لیکي چي لومړي شاه عباس د پښین او شاوخوا سیمي شېرخان ترین ته، چي دا سیمي له ډیري پخوا زمانې راهیسي د هغه د کورنۍ تر تسلط لاندي وې وسپارلې. راورټي وايی چي د شیرخان ترین پلار حسن خان ترین د مغولو له حکمران شاه بیګ له لاسه ایران ته پناه وړې وه؛ شیرخان په ایران کي زېږېدلی وو او کله چي کندهار او شاوخوا سیمي د ایرانیانو لاسته ورغلې نو هغه پښین او شاخوا سیمو علاقې شیرخان ته وسپارلې. Ibid PP 604-605

راورټي لیکي چي شیرخان یو سرکښه سړی وو او په خپله سیمه کي یې مستقل حکومت کاوه او په کندهار کي یې د ایران د دربار د حکمران علی مردان خان د اوامرو اطاعت نه کاوه؛ ځکه نو علی مردان خان حمله ورباندي وکړه او شیرخان ته یې بشپړه ماته ورکړه حتی د هغه د کورنۍ ښځي او ماشومان یې یرغمل کړل نو شیرخان د مغولي هند پاچا شاه جهان دربار ته پناه یووړه. شاه جهان ونازاوه؛ د دوو زرو سپرو قومانداني یې ورکړه. شل زره روپۍ یې ورکړې او د پنجاب په سرحد کي یې جاګیر ورکړ. Ibid 606

سلطان محمدخان بارکزی په خپل کتاب تاریخ سلطاني کي د همدغه شیرخان په باره کي بېل معلومات راکوي او دغه سړی سدوزی شیرخان بولي چي د سرمست خان پلار او د احمدشاه بابا ورنیکه کیږی. سلطان محمدخان هم د شیرخان، چي دی یې سدوزی بولي، د استقلال غوښتني او غرور خبره کوي او وايی چي د صفوي دربار بیګلر بیګي له هغه سره مخالف سو او د هغه په مقابل کي یې د هغه تربور شاه حسین سدوزی ورته راپورته کړ. څه موده وروسته شاه حسین سدوزی بیرته له خپل تربور شیرخان سره پخلا سو. د قوم چاري یې هغه ته وسپارلې او پخپله د هندوستان پر لور روان سو. داسي ښکاري چي د تاریخ سلطاني زیاتره اطلاعات پر فوکلوري کیسو ولاړ وي ځکه چي له تاریخي سنواتو سره چنداني نه لګیږي. په تاریخ سلطاني کي راغلي دي چي  د سدوزیو د مشرانو او په کندهار کي د ایران د بیګلربیګی تر منځ اختلافات پیدا کیږي او یو مهم علت یې دا دی چي د ایران بیګلربیګی د شپې د شرابو په یوه مجلس کي د سدوزیو د قبیلې د مشر حیات سلطان څخه هیله کوي چي اووه پښتنې نجوني ایراني افسرانو ته په نکاح کړي او په عوض کي به دوی پښتنو ته اووه ایراني ښځي په نکاح کړي. خو کله چي حیات سلطان دا خبره د خپل قوم له مشرانو سره مطرح کوي نو هغوی ورته وايي چي دوی په هیڅ توګه دې کار ته غاړه نه سي ایښودلای. د ایران د بیګلربیګي له خوا ورلېږل سوي کسان وژني. حیات سلطان ملتان ته تښتي او د قوم مشرتوب د سرمست خان زوی دولت خان سدوزي ته پاتیږي. څه وخت وروسته دولت خان هم د ایران له پوځونو سره په جنګ کي وژل کیږي او د قوم مشرتوب د احمدشاه بابا پلار زمان خان ته رسیږي. تاریخ سلطاني ص ص ۶۲-۷۰

طبیعي خبره ده چي د ایران صفوي دولت د دراني قبیلې پر مشرانو بې اعتماده کیږي او هغوی هم له کندهار څخه کوچېدلو ته مجبوریږي او د ایران د دربار بیګلر بیګي د پښتنو له یوه بل مشر میرویس خان سره، چي د غلجیو د هوتکو د قبیلې مشر دی، دوستي پیل کوي او هغه د کلانتر په حیث پيژني. له دغه ځایه څخه د میرویس خان او د ایران د صفوي رژیم په مقابل کي د هغه د پاڅون تاریخ او وروستني حوادث پیل کیږي.

سره له هغه چي د صفوي دربار په مقابل کي د میرویس خان پاڅون د افغانستان د تاریخ یوه له تر ټولو مهمو پېښه څخه ده او احمدشاه بابا له دغه پاڅون څخه، څه کم ۴۰ کاله وروسته، د کندهار په ښار کي د افغانستان د دولت اساس کښېښود؛ خو د دې مهم پاڅون د پیل او په هغه پسي نورو مهمو پیښو په برخه کي لا هم د مورخینو او محققینو ترمنځ اختلافات موجود دي او د دې اختلافاتو یو مهم علت دا دی چي د دغو پیښو په باره کي چي هرڅه لیکني سوي دي هغه پر خارجی، او ځیني وختونه، پر مغرضو لیکنو بناء دي.

لومړنی افغان مورخ، چي په کندهار کي یې د هوتکو او میرویس نیکه د پاڅون په باب ډېره لنډه لیکنه کړې ده، هغه افضل خان خټک دی چي خپل کتاب یې تاریخ مرصع بللی او د پښتنو په باب ډېر مغتنم معلومات لري. دا کتاب ځکه مهم دی چي د میرویس نیکه د قدرت په زمانه کي لیکل سوی دی.

ورپسې بل پښتون مورخ حافظ رحمت خان دی چي د خلاصة الانساب په نوم یو وړوکی کتاب یې په ۱۷۷۰ میلادي کي، د احمدشاه بابا د قدرت په وروستیو  کلونو کي، وکیښ او په هغه کي یې د میرویس خان د پاڅون یادونه کړې ده. حافظ رحمت خان د میرویس نیکه د پلار نوم حسین بن ملکیار یادوي.

له حافظ رحمت خان څخه وروسته  سلطان محمدخان بارکزي په ۱۸۸۰ کال کي یو تاریخ ولیکی  چي خپل کتاب یې تاریخ سلطاني بللی دی. که څه هم چي تاریخ سلطاني، د پخوانیو زمانو په برخه کي، د نورو تواریخو په تعقیب، افسانه نګاري کړې ده خو د هوتکو او ورپسې وختونو په برخه کي یې مغتنم معلومات  راغونډ کړي دي. تاریخ سلطاني هم د نورو اوسنیو او معاصرو لیکوالانو او مورخینو په خلاف، د میرویس خان پلار حسین بن ملکیار ښیی. په داسي حال کي چي په خینو نورو تواریخو کي هغه شاه عالم خان بلل سوی دی. او سړی له دې خبري څخه دا اټکل کولای سي چي د میرویس خان د پاڅون په باب لا اوس هم زموږ معلومات نیمګړي دي او نورو څېړنو ته اړتیا لري.

 سلطان محمدخان بارکزی لیکي وروسته له هغه چي دولتخان سدوزي په ۹۱۵ هجری ( ۱۵۱۰ میلادي ج)  کي پر غلجیو باندي حمله وکړه نو د میرویس پلار حسین بن ملکیار بن هوتکي یې، له ټولي کورنۍ سره، یرغمل ونیوی او ښار صفا ته یې ورسره بوت. تر څو چي د جعفرخان سدوزی کامران خیلي له وفات څخه وروسته د هغه مېرمن چي درخو نومېده او د هغه لور چي خانزاده نومېده بې سرپرسته سوه او خانزاده یې میرویس ته واده کړه. سلطان محمد، تاریخ سلطاني ص ص ۷۰-۷۱( دلته د کلونو په شمېر کي جنجال او ابهام موجود دی. ځکه چي دولت خان سدوزي په ۱۵۱۰ کال کي پر غلجیو باندي حمله کړې او د میرویس پلار حسین بن ملکیار یې یرغمل کړی دی. خو میرویس په ۱۷۱۶ یا ۱۷۱۸ کي وفات کړی دی. نو په دې حساب باید میرویس څه باندي دوه سوه کاله ژوند کړی وي)

خلاصة الانساب ، چي په ۱۷۷۰ کال کي، د احمدشاه بابا په ژوند کي، لیکل سوی دی، هم میرویس نیکه د حسین بن ملکیار زوی بولي. البته حیات افغاني، چي ډیپتي محمدحیات خان په ۱۸۶۵ کال کي لیکلی دی میرویس خان د شاه عالم زوی بولي او د حسین او ملکیار نومونه نه یادوي. د حیات افغاني لیکوال، میرویس د شهعالم خېل، هغه د کرم او هغه د مند زوی بولي ص ۲۸۳. میرویس که یې د شاه عالم زوی بللی وای خو هیڅ عجیبه نه وه مګر دا چی  هغه د شهعالم خېل، چي باید یو ټبر وي، زوی بولي دا د تأمل وړخبره ده. دغه راز عبدالقادر د شاه اشرف پلار بولي په د اسي حال کي چي د ټولو تواریخو په اتفاق عبدالعزیزد شاه اشرف پلار دی. همدغه عین اشتباه د تواریخ خورشید جهان لیکوال شیرمحمدګنډاپور کړې ده او هغه هم شاه اشرف د عبدالقادر زوی بللی دی ص ۲۱۰. مرحوم عبدالحی حبیبي په خپل کتاب تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۴۲ کي حیات افغانی او تواریخ خورشید جهان تعقیب کړي دي او میرویس یې د شاه عالم زوی بللی دی. البته شاه اشرف د عبدالعزیز زوی بولي.

له دې اختلافاتو څخه ښکاري چي موږ د میرویس نیکه او د هغه د پاڅون په باره کي څومره نورو څېړنو ته اړتیا لرو. البته د میرویس نیکه د شجرې په برخه کي زه د خلاصة الانساب د لیکوال، حافظ رحمت خان په طرف یم ځکه چي هغه تر وروستیو نورو مورخینو د میرویس نیکه عصر ته نیژدې ژوند کړی دی او د میرویس نیکه د پاڅون په کال ۱۱۲۰ هـ ق کي زېږېدلی دی. او څرنګه چي د حیات افغاني او تواریخ خورشید جهان متنونه د میرویس نیکه د کورنۍ د نورو غړو په برخه کي په غلطه تللي دي او حتی میرویس د شهعالم خېل زوی بولي نو زه به یې، په دغه برخه کي، متن او ادعا ته ډېر اعتبار ورنه کړم.

 د ایران د صفوي دربار په مقابل کي د میرویس نیکه د پاڅون او په هغه پسی د نورو مهمو پیښو په باره کي د مسیحی سیاح جوداس تادیوش کروزینسکی کتاب ځکه تر نورو منابعو د باور وړ دی چي کروزینسکی د دغو پیښو په وخت کي د صفوي شاه حسین په دربار کي حاضر وو او د میرویس خان او له هغه څخه وروسته د هغه د ورور او زامنو په مقابل کي  د صفوي دربار ټول اجرآت په سترګو لیدلي او نسبتاً بېطرفانه قضاوت یې کړی دی.

د میرویس نیکه د پاڅون څخه مخکي، د پاڅون د جریان او له پاڅون څخه وروسته حوادثو په باره کي تر اوسه هم چنداني موثق اطلاعات او اسناد نسته. په زړه پوري خبره دا ده چي د میرویس خان د پاڅون په وخت کي، چي د ایران پاچا شاه حسین صفوي پر تخت ناست وو، د ایران په دربار کي چا داسی څه نه دي لیکلي چي سړی یا د ایران د داخلي وضعیت او یا په کندهار کي د میروس نیکه د پاڅون په برخه کي په پوړه زړه استناد ورباندي وکړي. په دې برخه کي چي هر څه لیکل سوي دي نو د استناد اصلی سرچینه یې هماغه د کروزینسکي یادداشتونه دي چي په تاریخ سیاح مسیحي مشهور دي؛ او بیا نو هر لیکوال او هر مورخ په خپل نوبت، د خپلي خوښي سره سم، پر هماغه یادداشتونه باندي خپلي خبري ورزیاتي کړي او په دې توګه یې تاریخ او افسانې سره ګډي کړي دي.

جوداس تادیوش کروزینسکی Judas Thadeus Krusinski ، چي تقریباً شل کاله یې په اصفهان کي تیر کړي او د ایران له دربار سره یې نژدې اړیکی درلودل، او د شاه اشرف هوتک په زمانه کي له اصفهان څخه ترکیې او وروسته خپل هیواد پولینډ ته ستون سو، خپل خاطرات په لاتیني ژبه ولیکل او دغه خاطرات پادري دوسغسیو Father Du Cerceau په فرانسوی ژبه ترجمه کړل او د هاګ په ښار کي یې په ۱۷۲۵ کال کي چاپ کړل. پخپله کروزینسکي له ایران څخه اروپا ته د سفر په لاره کي په استانبول کي تم سو او د خلیفه دریم احمد د وزیر ابراهیم پاشا لپاره یې په ترکي ترجمه کړل او په ۱۷۲۹ کال کي، د تاریخ سیاح تر عنوان لاندي، په ترکیه کي چاپ سول. جان  کریستین کلودیوس John Christian Clodius  همدغه خاطرات له ترکي ژبي څخه بیرته لاتین ته ترجمه کړل او وروسته جورج نیومن میتفورد George Newnham Mitford  د سیاح خاطرات یا له فارس سره د افغانانو د جنګونو په نوم په انګلیسي ژبه ترجمه کړ او پر اصلي متن یې ډیري زیاتوني وکړې. د کروزینسکی خاطرات وروسته  د « فارس د وروستیو انقلابونو د تاریخ»  په نوم د یوه پنځه کسیز علمی هیأت له خوا، په انګلیسي ژبه، په دوه جلده کي چاپ سو. خو پر دې لوی کتاب باندي، چي د مخونو شمېر یې ۵۲۷ ته رسیږي، بیا هم د تادیوش کروزینسکی نوم لیکل سوی دی. په داسی حال کي چي د هغه خاطرات چي له ترکي ژبي څخه عبدالرزاق دنبلي ترجمه کړي دي ټول ۶۷ مخه دی. ما هم د خاطراتو له فارسي ترجمې، هم د جورج نیونمن له انګلیسی ترجمې او زیاتونو او هم مي د علمي هیأت له ترجمې څخه چي د فارس د وروستیو انقلابونو تاریخ دی استفاده کړې ده.

څرنګه چي د کروزینسکی یادداشتونه د کندهار د پیښو او وروسته حوادثو په برخه کي نسبتاً مختصر معلومات ورکوي او په وروسته کي انګلیسی تاجر او لیکوال جوناس هانوې Jonas Hanway۱۷۱۲-۱۷۸۶  د فارس د انقلابونو په نوم، د دې پیښو په باره کي مفصل کتاب ولیکی او په هغه پسي فرانسوي جنرال فیریر هم د افغانانو د تاریخ لیکلو په ترڅ کي د کندهار پاڅون او په هغه پسې پیښو په برخه کي لیکنه وکړه نو هم اروپايی محققینو او مورخینو او هم د افغانستان مورخینو له دې کتابونو، په تېره بیا د جوناس هانوې له کتاب،  څخه پراخه استفاده وکړه او ګواکي د مستندو آثارو په توګه یې استناد ورباندي وکړ. د هوتکو تاریخ، او په تېره بیا د میرویس نیکه د پاڅون تاریخ، یې په  لوی لاس مغشوش کړ؛ او د تاریخ شاګردانو ته یې ستونزي پیدا کړې.  په داسي حال کي چي جوناس هانوې د میرویس خان له پاڅون څخه په یوه حساب پنځه کاله او په بل حساب درې کاله وروسته زېږېدلی دی او لا یې د خپل کتاب د لیکلو لپاره، د کروزینسکی له یادداشتونو پرته هیڅ  منابع په لاس کي نه لرل؛ خو د خپلي لیکني د دلچسپ کولو لپاره یې داسي افسانه نګارۍ ته لاس اچولی دی لکه هرڅه چي یې یا په سترګو لیدلي او یا یې د معتبرو منابعو څخه اخیستي وي او زموږ مورخینو هم دا افسانې کټ مټ نقل کړي دي.

د مثال په توګه: د میرویس خان د پاڅون او د ایران د بېګلربېګي له وژل کېدلو څخه وروسته د ایران صفوي رژیم میرویس خان ته هیڅکله د سولي او روغي جوړي پېشنهاد نه دی کړی بلکه مستقیماً یې له هغه سره په جنګونو پیل وکړ او په جنګونو کي اېران  پرله پسې شکستونه وخوړل. خو هانوې، له خپل ځانه، د ایران د دربار له خوا، میرویس خان ته د سولي د هیاتونو د لېږل کېدلو افسانه جوړه کړې او د ورلېږل سوي ایلچي په مقابل کي یې میرویس خان ته یوه لویه بیانیه جوړه کړې ده. مرحوم غبار او نورو افغاني مورخینو د هانوې دغه، له ځانه جوړي کړي، افسانې د جدي تاریخی متونو په حیث نقل کړي او لاس پر لاس کړي دي.

مشهورو اروپایی محققینو او افغانی مورخینو هم ځکه د جوناس هانوې متن تعقیب کړی دی چي د کروزینسکي په یادداشتونو کي د میرویس نیکه د پاڅون په برخه کي ډېر زیات تفصیلات نه وه ورکړه سوي نو د هانوې کتاب یې، چي ټول پر افسانو ولاړ دی، تعقیب کړی دی او دا سوال یوه هم نه دی کړی چي هانوې د چا په استناد دا ادعاوي کړي دي.

دغه راز فیریر چي یو فرانسوی جنرال وو او د ۱۸۳۹ څخه تر ۱۸۴۳ پوري په هرات کي وو، د افغانستان، په تېره بیا هرات د هغه وخت د پېښو په باره کي یو مغتنم کتاب لیکلی دی خو د میرویس خان او د هغه د پاڅون او وروسته پیښو په باره کي یې خپلي افسانې جوړي کړي یا له خلکو څخه اورېدلي او لیکلي دي او دغو افسانو زموږ د مورخینو کتابونو او لیکنو ته داسي لاره کړې ده چي د منل سویو حقایقو په حیث یې را نقل کړي دي. په داسی حال کي چي فیریر د خپلو ادعاوو لپاره، چي په غالب ګومان به د خلکو پر کیسو بنا وي هیڅ ډول مأخذ نه لري. د فیریر تاریخ ته به وروسته اشاره وکړو.

په دې برخه کي خبره حتی دې ځای ته رسېدلې ده چي د ډاکټر لعل زاد په نوم یوه لیکوال،  چي له پښتو ژبي او پښتون قام او د هغوی له تاریخ سره خاص تعصب لري، د یوه داسي کتاب ترجمه کولو ته ملا وتړله چي د هغه ترجمه او خپرول د یوه محقق لپاره نه یوازي داچي نه ښايی بلکه د شرم خبره ده. دا کتاب نه یوازي دا چي له سره ترپایه پر بې اساسه دروغو بناء دی بلکه لیکوال یې هم معلوم نه دی او د لیکوال پر ځای یوازي« سوېډنی منصبدار» لیکل سوی دی. لومړی خو پخپله دلیکوال غه ډول نوم کتاب له اهمیته غورځوي او دوهم داچي فارسي مترجم دا نسته او په لوی لاس دا له دروغو ډک کتاب ترجمه کړی دی.

د کتاب لیکوال یا سوېډنی منصبدار ادعا کوي چي د میرویس پلار د امیرمحمدباقر په نوم یو تاتار وو او په کوچنۍ بخارا کي  Lesser Bukhara امیر وو. هغه د کولموک د قبیلې د یرغلګرو کفارو په مقابل کي ډېر په نره وجنګېدی او بالآخره د هند مغولي امپراطور اورنګزیب ته ورغی. د هغه په مرسته یې کندهار او نور ښارونه لاندي کړل. میرویس د دغه اوزبک یا تاتار امیر په کورکي وزېږېدی. میرویس وروسته اصفهان او د اېران نور ښارونه لاندي کړل. د ایران صفوي پاچا وتښتېدی او میرویس د هغه هیواد پاچاهي بیرته د صفوي شاه حسین زوی ته ورتسلیم کړه او پخپله د هغه وکیل سو.

آیا دغه کتاب، چي له سره ترپایه پر دغه ډول ښکرورو دروغو بناء وي، د ترجمه کولو او چاپولو ارزښت لري؟ ما هم باید دې کتاب ته له سره اشاره نه وای کړې؛ خو کله چي مي د یوه بل سړي مضمون ولووست چي د لعل زاد د ترجمه کړي کتاب په حواله یې لیکلي وه چي اوس خو معلومه سوه چي میرویس اصلاً پښتون هم نه وو نو مي ځکه دې کتاب او د هغه ترجمې ته اشاره وکړه. زه د دې کتاب انګلیسی متن لرم. ما هیڅ باور نه کاوه چي یو وخت به یو څوک د هغه ترجمه کولو ته زړه ښه کړي. کتاب په نوره تبصره نه ارزي.

دا یادونه مي ځکه وکړه چي زموږ لیکوالان، په تېره بیا مغرض لیکوالان، له دغه راز لیکنو څخه، چي د هیڅ تاریخي متن سره نه لګیږي، د خپل غرض لپاره ګټه اخلي او د  افغانانو تاریخ په لوی لاس مغشوشوي.

له دې لیکني څخه زما څو مطلبونه دي:

لومړی خو دا چي د میرویس نیکه د پاڅون له پیښي څخه زموږ اکثرمورخین عادي تېر سوي دي او ډېر لږ څه یې ورباندي لیکلي دي. البته مرحوم عبدالروف بېنوا هم د میرویس نیکه په باره کي، په پښتو ژبه، یو کتاب او هم د هوتکو په باره کي، په فارسی ژبه د هوتکي ها په نوم ، یو بل کتاب  لیکلی دی. که څه هم چي د آزادۍ لپاره د افغانانو د تاریخي پاڅون او په وروسته کي د شاه محمود هوتک له خوا د اصفهان د تخت د نسکورولو په باره کي افغاني منابع ډېر لږ دي خو د ایراني او خارجي منابعو په مرسته باید دې پیښي ته زیاته توجه وسي او نوري لیکني ورباندي وسي. ځکه چي دا د افغانانو په تاریخ کي لومړنی ځل دی چي دغه قوم، له پردیو څخه، د آزادی اخیستلو لپاره ږغ پورته کوي، عملي اقدام کوي، آزادي اخلي او لا بالآخره هغي امپراطورۍ ته سزا ورکوي چي پر دې خاوره باندي یې په قرنونو ظلمونه کړي او پر هغوی باندي یې هر ډول تېری کول روابللي دي. ما د دې مهمو تاریخي او حتی سرنوشت جوړوونکو پیښو په باره کي نسبتاً مفصله لیکنه کړې ده. دا لیکنه په هیڅ صورت کافي نه ده بلکه ځوان نسل باید نوره توجه هم ورته وکړي.

دوهم: د میرویس نیکه پاڅون او د ایران د بېګلربېګي قتلول او په وروسته کي پر اصفهان باندي د شاه محمود او شاه اشرف یرغلونه د عمل شکل نه بلکه د عکس العمل شکل لري. که د اېران صفوي رژیم پر افغانانو باندي بېحده ظلمونه کړي نه وای؛ ښايی د میرویس نیکه پاڅون صورت نه وای نیولی او یا ښايی دا پاڅون کوم بل وخت په کومه بله سیمه کي سوی وای او ښايی افغانانو هیڅ وخت پر اېران باندي د حملې تکل کړی نه وای.

دریم: که د صفویانو نظام خپل د اخلاقي او اداري فساد وروستي حد ته رسېدلی نه وای او د خپل فساد په نتیجه کي کمزوری سوی نه وای نو ښايی چي نه میرویس نیکه په یوه آسانه خپل د آزادی غوښتني تحریک او پاڅون بریالی کړی وای او نه به شاه محمود د ایران په خاوره کي قدم ایښی وای. د اصفهان سقوط او له صفوي شاه حسین څخه د تخت او تاج تسلیمول خو لا بله خبره ده. یعني اصفهان د شاه محمود توري په هغه اندازه خراب او تباه نه کړ، لکه پخپله چي یې په خپل اخلاقي او اداري فساد ځان د سقوط پولي ته رسولی وو.

څلورم: شاه محمود او شاه اشرف ډېر قوي شخصیتونه ول او په ډېره ځواني کي یې ډېر ستر اقدام ته، چي چا یې فکر هم نه سو کولای، مخه کړه. مګر دا مو باید په نظر کي وي چي نه شاه محمود او شاه اشرف ملایکي وې او نه له هغوی سره ملګري پوځیان ټول د هغوی په څېر قوي خلک ول. دا مو باید په نظر کي وي چي پر اېران باندي د شاه محمود حملې او د اصفهان د تخت تسلیمول، پر افغانانو باندي، د قرنونو ظلمونو انتقام وو. صفویانو پر افغانانو باندي د څه باندي ۲۰۰ کلونو حکومت په جریان کي داسي ظلمونه وکړل چي نه یې سر، نه یې مال او نه یې ناموس ته وکتل او چي د ایران دولتي مقاماتو څه غوښتل هغه یې کول. خو کله چي د ایران صفوي رژیم د خپل فساد په ډنډ کي د ډوبېدلو په حال کي وو نو دا د افغانانو مشروع حق وو چي د هغوی حسابونه یې په لاس ورکړي وای؛ که څه هم چي که د صفوي رژیم د ظلمونو او فساد سابقې ته وګورو نو افغانانو لا په هغه اندازه توند او ترخه اعمال نه دي کړي.

پنځم: شاه محمود او شاه اشرف دواړه تنکي زلمي ول. هغوی دواړو د نظامي نبوغ ترڅنګ ډېر قوي زړونه درلودل. کنه نو په هغو پوځونو او وسایلو چي له دوی سره موجود ول چا له اېران څخه د یوه کلي د نیولو تصور نه سو کولای او له دوی سره د اصفهان د تخت د نیولو اراده موجوده وه. د دوی دواړو مړانه باید وستایل سي او که یې څه اشتباهات کړي وي نو هغه یې باید په زلمیتوب او بې تجربه ګی کي ور وشمېرل سي.

شپږم: لکه څرنګه چي عبدالرزاق دنبلي د کروزینسکی خاطرات په فارسي ژبه  ترجمه کړي او هغو خاطراتو ته یې د بصیرت نامه یا عبرت نامه نوم ورکړی دی. د صفوي رژیم سقوط هم باید په دغه نظر وکتل سي. د صفوي رژیم سقوط په ریشتیا هم د پند او عبرت درسونه لري. په نړۍ کي چي هر نظام د فساد هغه سرحد ته، چي صفوي رژیم ور رسېدلی وو، ورسیږي سقوط یې حتمي دی.

اووم: د تاریخي پیښو په باب د قضاوت په برخه کي باید چي د هغو ټاکلو پیښو زمان او د پېښېدلو علتونه په نظر کي ونیول سي. د اته لسمي پېړۍ د لومړیو کلونو پیښو، جنګونو او عملیاتو ته باید د شلمي او یوویشتمي پېړۍ د بشري او مدني قوانینو له نظره ونه کتل سي. هر قرن او هر زمان خپل خاص شرایط لري او د هغه زمان له عینکو څخه باید ورته وکتل سي. د مثال په ډول: د امیر عبدالرحمن خان استبداد، د خپل زمان او مکان له شرایطو سره سم استبداد وو او باید د هغه زمان له شرایطو سره سم وڅېړل سي. او که د شلمي او یوویشتمی پېړۍ له نظره ورته وکتل سي موضوع بیخي بل رنګ اخلي.

موسیقي ږغول او اورېدل ناروا دي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.