ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک د کافي خوړو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د دې سازمان بېلابېلو ادارو تېره ورځ په یو ګډ خبري بیان کې زیاته کړې چې په دې هیواد کې شاوخوا ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او ۴۰ سلنه ښځې له خوارځواکۍ کړېږي.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو لکه یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو اف پي او ځینو نورو یکشنبه په یوه ګډه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب لوړې کچې ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخ کړي دي.
دوی د دغه وضعیت لاملونه په عمده توګه کمزوری اقتصاد او طبیعي پیښې لکه وچکالۍ بللي دي.
په بیان کې دا هم زیاته شوې چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۹ یې، چې شاوخوا ۲ میلیونه سل زره ماشومان پکې شامل دي، د ودې لپاره اړینو خوړو ته لاسرسی نه لري او د خوړو له فقر سره مخ دي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې افغانستان د نړۍ په ۱۵ هیوادونو کې د ماشومانو په منځ کې د شدیدې خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري، او په دې هیواد کې له پنځو کلونو کم عمر لرونکي له ۳ ملیونو او ۵۰۰ زره ډیر ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له دې ډلې ۱ ملیون او ۴۰۰ زره یې د ژوند ګواښوونکي حالت کې دي.
د ملګرو ملتونو ګډو بنسټونو زیاته کړې چې په ورته وخت کې، په افغانستان کې له هرو ۱۰ میرمنو څلور یې په خوارځواکۍ اخته دي، او ډیریوختونه دوی ته په دې برخه کې کافي پاملرنه نه کیږي.
دغو ادارو په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ ناورین سره د مبارزې لپاره د تغذیې په برخه کې د پریکنده، همغږي او څوسکتوري اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي چې اقتصادي ستونزو کافي خوړو ته د دوی لاسرسی محدود کړی دی.
د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د دوه کلن ماشوم یې د اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوی دی:
«له شيږو میاشتو راهیسې مې د ماشوم درملنه پیل کړه، چې جوړ نه شو هغه مې یوړ بستري مې کړ، په روغتون کې مې چې بستري هم کړ ،ښه نه شو،بېرته مې کور ته راوړ او بیا مې مزار او ځینو نورو ځایونو ته د درملنې لپاره یوړ او ډېرې ستونزې مې وګاللې،خو په پښو ونه درېد بالاخره یې کلنیک کې ورته د درې میاشتو لپاره درمل ورکړل، یو څه ښه شو خو سره له دېچې دوه کلن دی ګرځېدلی نه شي»
د کابل ښار یوې اوسېدونکې، هم د خپلو ستونزو په اړه وویل:
«تل مې لاس نورو ته اوږد وي، کله له یوه کله له بله مرسته غواړم، ناروغه او اندېښمنه یم، ټولنه کې مې خلکو سره ناستې ولاړې او تلو راتلو ته زړه نه کېږي، غواړم تل یوازې واوسم، د ستونزو له امله مې پر ذهن زیات فشار راځي،کمزورې او بیخي خوارځواکې یم، عمر مې ډېر نه دی خو ظاهراً ډېر عمر لرونکې مېرمن ښکارم، زما اقتصادي وضع ډېره خرابه ده»
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په دې ګډ بیان کې دا خبرداری هم ورکړی چې د میندو کمزورې تغذیه نه یوازې د دوی د مړینې خطر زیاتوي، بلکې په ټکو یې د کم وزنه ماشوم د زیږون، د ودې ځنډ او په ماشومانو کې د نورو منفي پایلو لامل هم کیږي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د لوږې له ناورینه تر ټولو ډیر اغیزمن کېږي، هغه هیواد چې د بیان په ټکو، لهپنځو کورنیو څلور کورنۍ نشي کولی لږترلږه خواړه رژیم چمتو کړي او د دوامداره خوراکي مرستې پرته به ملیونونه افغانان له سختې لوږې اوشدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي وو چې نږدې ۲۳ میلیونه خلک، یا د افغانستان د نفوس نیمایي برخه، بشريمرستو ته اړتیا لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.