دا بشپړه خبره نه ده، چې د دینداري ځای یوازي په جومات کې لمونځ کول ، روژه نیول، زکات ورکول حج کول او بس. حقیقت دا دی، چې دینداري د جومات تر څنګ په نورو ځایونو کې ده.
دینداري په راکړه ورکړه، کړو وړو، نیکو اخلاقو، د حق پلوي، حلال رزق ګټلو، د اولاد په تربیه او د نیکو خبرو په کولو کې ده.
دینداري په کور کې د کور له غړو مور، پلار، وروڼو، خویندو، اولاد او میرمنې سره په نیکو سپارښتنو، غوره اخلاقو، احترام، شفقت، مرسته او نیک چلند کې ده.
که په کور کې د کور له غړو سره په کارونو کې مرسته ، نیک رفتار، ښه اخلاق وکړي، د لویانو احترام او کشرانو ته ښې لارې چارې وښیي، خبرو ته یې اهمیت ورکړي او ورباندې مهربانې وکړي او همدارنګه د مور او پلار خدمت، عزت او قدر کول هم دیندارې ده.
دینداري په کلي کې له ګاونډي سره په کمک کولو، د حقونو په مراعتولو، د تاوان په نه رسولو او د هغو ښځمنو ته د خويندو او میندو په سترګه کتلو کې ده.
که خپل ګاونډی اسلامي ورور وګڼي، د اړتیا په وخت کې ورسره لازمه مرسته وکړي، د هغو د کور له غړو سره د خویندو او میندو په ډول چلند وکړي دا هم عبادت دی.
له ګاونډي سره د نیکي کولو په اړه الله ﷻ فرمایلي دي:
ژباړه: ( او نیکي کوئ له هغو ګاونډیانو سره چې قریب ( نیږدې) وي او له هغو ګاونډیانو سره چې بعید ( لري) وي او له خپل همسفره ملګرې سره نیکي کوئ.( النسا۳۶)
او همدارنګه رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وشوه، چې څوک مؤمن نه دی؟
نبي ﷺ وفرمایل( هغه څوک چې ګاونډ یې له ضرر څخه په امن کې نه وي) (متفق علیه)
نو له ګاونډ سره نیک چلند، غوره اخلاق او د ضرورت په وخت کې ور سره مرسته کول هم عبادت دی.
نیک اخلاق د یو انسان د دنیا او اخرت نیکمرغي او خوشبختي ده.
د یو شاعر په وینا:
نیک خوي په دې سلطان کړي
بدخوی به دې په ځان پسې حیران کړي
نیک اخلاق هغه سرمایه ده، چې د دنیا هر ډول شتنمي څخه ارزښتمنه او تلفاتي ده. د نیکو اخلاقو په وسیله زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمدﷺ ډیر کسان له ګمراهۍ وژغورل او د اسلام په سپیڅلي دین یې مشرف کړل.
ځینې مهم اخلاق دې چې د هغو عملي کول د دنیا او اخرت نیکمرغي او په عیني حال کې دیندارې هم ده او همدارنګه يو نیک شخص باید دا ښیګني او غوره اخلاق ولري لکه ( د ژبې ساتنه، رحم کول، د خپلوي پالل، د همسایه حقوق مراعتول، تقوا، صبر، سخاوت، شجاعت، میلمه پالنه، سلام اچول، د ناروغ پوښتنه کول تواضع، مسؤلیت پیژندل، بښنه او داسې نور…)
ځینې ناوړه اخلاق بیا د انسان د بد مرغۍ سبب کرځي لکه (غیبت، دروغ ویل، تهمت، ریا، تکبر، شیطانت، چاپلوسي، منافقت او داسې نور…) چې د یو انسان د تباهۍ لامل کیږي.
حلال رزق ګټل هم دینداري ده، الله ﷻ فرمایلي دي:
ژباړه: (په خپل منځ کې یو د بل مال په ناروا سره مه خورئ) (النساء۲۹)
له دې مبارک آیات څخه جوتیږي، چې اللهﷻ د روزي ګټلو، د اجناسو اخستلو او خرڅولو، تجارت او د اقتصاد لارې چارې او احکام ټاکلي، چې تر څو خپل حلاله رزوي وګټي او له سود، رشوت، قمار او حرامو څخه ځان او خپل اولاد وساتي.
حلاله روزي ګټل او له حرامو څخه ځان ساتل هم عبادت دی.
دیندارې په کور، کلي، جومات، ښار کې له خلکو سره د نیکو خبرو په کولو کې ده. یو چاته نیکه مشورې ورکول دیندارې ده.
دینداري د دوو کسانو په خوشحالولو کې ده.
یو ورځ جلیل القدره صحابي عبدالله بن عباسؓ په نبوي جومات کې اعتکاف کاوه، چې یو کس یې اندیښمن ولیدل، څنګ ته یې ورغی او ورته یې وویل: ولې خپه یې؟ هغه ځواب ورکړل د پلاني را باندې قرض دی، وعده یې پوره ده، خو زه د قرض ورکول توان نه لرم، عباس ؓ ورته وویل: غواړې چې زه یې له هغه څخه مهلت درته واخلم. هغه ورته وویل هو. عباس ؓ ور سره روان شو. یو چا عباس ؓ ته وویل چې ته خو اعتکاف کې یې څنګه له جوماته بهر ځي؟
هغه ځواب ورکړل چې ما ددې قبر له خاوند (چې اشاره د رسول اللهﷺ قبر ته وه) اوریدلي وو چې ( په الله تعالی قسم له یو مسلمان سره د اړتیا په وخت کې مرسته کول تر دې جومات (نبوي جومات) له یوې میاشتې اعتکاف او روژې نه غوره ده)
یو سوریایي عالم وایي: که غواړې چې د دنیا تر ټولو نیکمرغه انسان شي، نو نور خوشحاله کړه.
نور خوشحاله دا معنا له یو غریب سره د وس مطابق مرسته کول، له اړه کس سره مرسته کول، د دوو کسانو خوشحاله ول، یو نیکه خبره کول، د توان په اندازه مالي او بدنې مرسته کول او حتا په حیواناتو ترحم کول د خوښي او سکون احساس لري.
نیک کارونه یوازي فرضي عبادات نه دې، چې تر سره یې کړي، د فرضي عبادات تر څنګ نور داسې عبادات او عملونه دي چې په تر سره کولو یې یو انسان سکون مومي او حنت یې بیایي.
خوشي اخلاقي، نرمي، ترحم، صدقه، صبر، حوصله، صداقت، رښتیولي، حلال رزق، علم حاصلول، حق او باطل جلاکول، مسولیت منل، د اولاد سالمه تربیه، او داسې نورې کړنې دي، چې په تر سره کولو سره یې انسان نیکمرغه او خوشبخته کیږي.
يوازې د جومات دیندارې دې د اخرت په لوی امتحان کې نه شي بریالی کولای!
دیندارې ستا په اخلاقو او چلند کې نغښتي ده!
ښه اخلاق د دین درېیمه او بشپړونکې برخه ده.
عمر لنډ دی، ژوند ګران دی، مسؤولیت لوی او د اخیرت امتحان سخت دی که غواړي، چې په ژوند کې سکون او په اخیرت کې نیکمرغې تر لاسه کړي نو د جومات تر څنګ دینداري د ژوند په ټولو اړخونو کې ولټوه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.