مولوی محمد یونس خالص
مولوي محمد یونس خالص د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو د گندمک د قاضيانو په کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي، لومړنۍ زده کړې يې په خپل کور کې له خپل ماما ملا عبدالرزاق څخه وکړي او په لوړو زده کړو پسې يې له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره بستره تر شاه وتړله او د لرې پښتونخوا په تورو مايار، مردان، چکۍ سر، چج، اکوړه خټک او نورو سيمو کې وکړي او خپل د فراغت سند يې په اکوړه خټک کې له مولانا عبدالحق حقاني څخه ترلاسه کړي.
له فراغت وروسته یې په هېواد کې د ديني ښوونې په تدريس او د ناپوهۍ د پاى ته رسولو له پاره خپله د ليک لوست(قلمي) مبارزه روانه ساتلې وه.
ویل کېږي چې مولوي محمد يونس خالص په رِښتيا سره هم خالص و، اسلام، مقاومت او هېواد ته مخلص و، لنډه دا چې په رښتينې مانا مسلمان و.
په ١٣٣٢لمریز کې يې د خپلو ليکنو او قلمي مبارزې څرک له پخوا نور هم زيات شو. په مجلو او ورځپاڼو کې يې ليکنې کړي، چې د پام وړ يې د پيام حق او په پکتيا کې د وړانگې ورځپاڼې چې په پښتو ژبه خپرېده چلولی دي.
مولوی خالص چې کومې لېکنې کړي هغه که څه هم پوره مالومې نه دي، خو هغه چې د رسالې په څېر خپرې شوي هغه د عرفان الله څپاند په زيار راټولې شوي هغه پوره او ټولې نشو گڼلى، امکان لري چې د مولوی صاحب هغه ټولې ليکنې که نثر وي که شعر راټولې او د لوستونکو له پاره د گټې اخستنې وړ وگرځي، خو بيا هم د ده هغه ليکنې چې د کوچنيو رسالو او د کتابو په بڼه پيدا کېږي شمېر یې د ۳۲و په شاو خواکې دي چې په عربي، پښتو او دری ژبو یې لیکلي دي. څنې اثار یې ترجمه کړی هم دي.
د مولوی خالص یو نږدی کس وائې:
«د خپلمنځي په دې ناروا او د قدرت په سر جنگونو کې ډېرى جهادي مشران ښکېل او په دغه کړنوخپل ملت ته مخ تور او د هېواد په تاريخ کې د بدنامو څېرو په توگه وپېژندل شول، خو څښتن تعالی مولوی خالص د خپلمنځي او د سپکاوي له جنگونو څخه لرې وساته. نه يوازې چې خالص په دې کړنه کې ښکېل نه شو، بلکې هغه ټولې غونډې يې هم محکومې کړې چې په دې اړه په داخل اوخارج کې کېدې او په اړه به يې ويل چې له دې غونډو څخه ماته د وينو بوى راځي.»
مولوی خالص شاعر او د موسیقی او هنر سره خورا ډیره مینه درلوده یو نږدی همکار یې چې نه غواړی نوم یې څرګند شي وائی چې:
«د نغمې سندرې یې ډیري خوښیدي او کله چې به یې له ماسره یوازې په موټر کې سفر کاوه نو د نغمې د سندرو کستونه به یې خورا په شوق اوریدل.»
د شعرونو څو بیته یې دلته د بیلګې په توګه وړاندي کوم:
پښتو ژبه شوه ډیره، خو پښتو شوه بی درکه
دا سیمه د پښتون، پښتنو خپله کړله سپکه
دا کږې پوښتۍ به هيڅوک سمې نه کړي
سم کاږه دي پيـدا شـوي پـــــه خــــپل وار
مينې، محبت چې کډې بار له دې دنيا نه کړې
هيلې ارزوگانې د بشر يې پرېشانه کړې
ویل کېږي چې رښتیا همدا و مجاهد او په مجاهدینو کې ریښتینی مشر هغه د روسانو د یرغل وروسته په ډاګه وویل چې حفیظ الله امین د هیواد ولسمشر و، دا زموږ کورنۍ موضوع وه او شورویانو دا حق نه درلود چې هغه ووژني موږ به د هغه انتقام له شورویانو اخلو.
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.