لوړ ضمیر ولې ټيټ شوی؟

هاجره حرکت

260
پرمختللې نړۍ ګوره
دلته ټولو انسانانو
چټک کړی پرمختګ دی
دوي په ډیر ویاړ دبدبه دي
کاینات یې لاندې کړي
په ګوګل کې یې
احساس را قابو کړی
خپل تود زړه یې
له عشق، مینې نه سوړ کړی
انسانانو نږدیوالي
سره یې کړې مخه ښه ده
د هستۍ په سټولو
کې لاس دی لا کوټلی
محبت نښې یې
په سترګو کې سوزلې
دوي د وینو یهولو
په سیالۍ کې دي روان
انسانې حس یې دی
شاته غورځولی
د خپل ځواک بشپړولو
کې غوښتنې لا زیاتیږې
او د پوهې لوړولو
کې هڅې مخکې درومې
خو د مینې او زړه سوي
احساس تللی دی ترې لرې
د انسان ژوند دی
ارزښت ورته بایللی
د وژلو بربادۍ
وسایلو رغولو دي لاس بري
له بنده سره
د مینې لورینې
حس یې زړه نه کډه شوی
احساسات یې سوکړه شوي
په کې ټول دي ویده شوی
لوړ ضمیر ولې ټيټ شوی؟
لوړ ضمیر ولې ټيټ شوی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.