تحلیل: آیا یوه نرمه سپينه کودتا ایران د کړکېچ له ګواښ څخه ژغورلی شي؟
وروستي غیررسمي راپورونه ښيي چې روسیې، له امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر سري خبرو وروسته، ایران ته د احتمالي سیاسي سقوط خبرداری ورکړی. همداراز، مسکو چمتووالی ښودلی چې د ایران لوړپوړي چارواکي، ښايي د بېثباتۍ له وېرې، خپل قلمرو ته انتقال کړي. دا اقدامات داسې تعبیرېږي چې ګواکي د ایران دننه د رژیم بدلون په یوه نرمه، غیرخونړي او د بهرني تفاهم پر بنسټ سناریو بدل شوی دی.
داسې بدلون، که واقع شي، کولای شي ایران له هغه احتمالي کورني بحران څخه وژغوري چې ښايي د تاوتریخوالي، تجزیې، یا اوږدمهالې ګډوډۍ لامل شي. یو کنټرول شوی انتقال، هر څو چې جنجالي وي، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي په معنا هم تعبیرېدای شي.
روسیه، چې د ایران نږدې ستراتیژیک ملګری ګڼل کېږي، دا ډول مستقیم اقدام تر دې دمه نه و کړی. دا ښيي چې د مسکو انګېرنه دا ده چې د تهران اوسنی سیسټم له دننه فشارونو او له بهره ګواښونو سره مخ دی، او یو احتمالي بدلون نه یوازې اجتنابناپذیر، بلکې تنظیمېدونکی هم کېدای شي.
بېطرفه لید
لکه څنګه چې تحلیل یو فکري او علمي بهیر دی چې پکې یوه موضوع، پېښه، پدیده یا ستونزه په ژور ډول ویشل کېږي، ارزول کېږي، او له بېلابېلو اړخونو څخه یې معنا، علتونه، پایلې، او اړیکې تشریح کېږي.
تحلیل یعنې یو څه “ښه درک کول، ماتول، ارزول او د پایلو استنباط” دا د پوهې د تولید مهم وسیله ده.
زما دا تحلیل هم شايد، له احتمالي تېروتنو خالي نه وی. دا پر هغو نښو، خبرو، او قراینو ولاړ دی چې لا هم پوره شفاف نه دي. دا لیکنه د سیاسي تحولاتو بېطرفه څېړنه ده، نه د کوم ځانګړي رژیم یا سناریو ملاتړ. له همدې امله، لوستونکي باید دا د یوې شننې په توګه ولولي، نه د یوه مؤثق راپور په توګه.
پایله
د منځني ختیځ په اوسني بحراني وضعیت کې، د ایران سیاسي راتلونکی د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو لپاره ډېر مهم دی. که رښتیا هم یو نرمه سپینه کودتا، یا د واکمن نظام له لورې یو داخلي تفاهم شونی وي، نو دا به د سیمې له امنیتي او سیاسي کړکېچه د وتلو یو فرصت ګڼل کېږي. خو دا ډول سناریو د دقیق تحلیل، سیاسي هوښیارۍ، او ستراتیژیکې محاسبې غوښتنه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.