ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا-(۲۶مه برخه)

محمد داؤد مومند

218

 ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا

(شپږ ویشتمه برخه)

د استاد پوهاند اسمعیل یون د لیکنی تلخیص:

پاچا خان د یوه قوم سپکوالی او ورکوالی دهغه ولس په ژبه کی ګوری او وایی چی:«کوم قام ته چی خپله ژبه سپکه شی نو قام سپک شی او چی خپله ژبه تری ورکه شی نو هغه ورک شی.»

علامه محمود طرزی وایی«یو ولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندۍ پاتی کیږی»

شهید عبدالصمد خان اڅکزی بابا وایی:«د یوه قام ژبه هغه وخت پرمختګ کولای شی چی اولاد یی په خپله مورنۍ ژبه تعلیم وکړی»

محمد ګل بابا د ژبی ستر اهمیت ته د ملی هویت د ملا د تیر په سترګه کتل، دی وایی چی ژبه باید اقتصادی او سیاسی اهمیت پیدا کړی او د دربار ژبه شی او لیکی:«ژبه باید وساتله شی، وپالل شی، وروزل شی، ارته او منکشفه کړله شی، ادبی او علمی شی، د دفتر، معارف، تعلیم او مطبوعاتو ژبه شی او د هیواد مشران پری وپوهیږی»

لوی لارښود محمد ګل مومند د ژبی د پرمختګ د عواملو په پام کی نیولو سره، لمړی د خپلی ژبی د عملی رسمی کولو او دولتی کولو لپاره هڅه او هاند پیل کړ، د پښتو ژبی او علم او ادب ستوری لکه استاد رشتین، استاد خادم، استاد حبیبی او داسی نور یی د خپل سیاسی او دولتی نظر او حمایت لاندی ونیول، څرنګه چی استاد پوهاند رشتین وایی چی :«افغانستان کی ادبی پښتو ما، حبیبی، رشاد، الفت، خادم او بینوا راوستی ده ، خو سیاسی پښتو محمد ګل مومند راوستی ده ، د هغه کار زموږ نه ډیر دروند دی، هغه زموږ د سرسیوری و، که د هغه زورنه وای موږ هیڅکله دومره کار نشو کولای، زموږ چی به څه ته ضرورت شو، هغه ته به مو مراجعه کوله، هغه به زموږ ستونزی او ربړی حلولی ، د هغه پښتو زموږ څخه لوړه وه، هم د هغه په کوشش په (۱۹۶۴) کال کی د لویی جرګی په یوه غونډه کی پښتو د افغانستان «ملی ژبه» ومنل شوه او د اساسی قانون (۳۵) ماده، پښتو ژبی ته وقف شوه.»

محمد ګل مومند محمد دین ژواک ته وایی چی:« سردار کیږه مه، د پښتو ژبی خدمتګار شه، فولکلور راواخله، هر څه په فولکلور کی دی، خادم، حبیبی او جرار، دا می پښتانه کړل او د پښتو د خدمت دپاره می وګمارل، ته یی هم ملګری شه..»

محمد ګل مومند د لمړی ځل دپاره په (۱۳۱۱) کال په کندهارکی د طلوع افغان جریده چی په سلو کی نوی په فارسی ژبه چلیده، بشپړه په پښتو کړه، دا په هیواد کی لمړۍ اونیزه وه چی په پښتو ژبه خپریده.

کوم مهال چی استاد حبیبی د طلوع افغان لمړۍ پښتو ګنه د بابا پر میز کیښوده، نو محمد ګل مومند د حکومت لوړو مقاماتو نه وغوښتل چی حبیبی باید په یوه جایزه ونازول شی، هماغه و چی لوړو مقاماتو د استاد حبیبی دپاره دیرش زره (۳۰۰۰۰) افغانۍ جایزه منظور کړه چی د نن ورځی په حساب، ملیونونه تری جوړیږی.

همدا راز یی ورته دوه جریبه ځمکه د کندهار په مرکز او څو جریبه نوره ځمکه یی د کندهار د احمد شاهی په حدودو کی اعطاء کړه، چی داسی لوړی جایزی، نه پخوا او نه وروسته کوم لیکوال یا ادبی شخصیت ته ورکړل شوی وه.

خلص داچی هغه خدمت چی وزیر بابا د پښتو ژبی د تعمیم او پرمختګ او رسمی کولو دپاره کړی، د هیواد په تاریخ کی ساری نلری.

محمد ګل مومند د دولت مشران په دی قانع کړل چی په هیواد کی پښتون قوم یو غوڅ اکثریت دی، نو د عدالت او دیمکراتیکو اصولو په رڼا کی، باید د فارسی ژبی د حاکمیت تبعیضی پالیسی ته چی د صفویانو د تسلط او اشغال د دوری نه دوام لری او د هیواد پښتون ټبره بیړا حکومتونو او مشرانو، د همدی پالیسی د تداوم په لیکه روان دی، د ختم ټکی کیښودل شی.

مخصوصاْ محمد ګل مومند، ظاهر شاهی دولت ته د اعلیحضرت محمد نادرخان د هغه تعهد یاد آوری وکړه چی د سقاوی اغتشاش د چقولو نه وروسته یی د ننګیالی مفکر محمد ګل مومند سره کړی وه، د همدی هاند او زیار له کبله اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په کال (۱۳۳۶) د حکومت په عنوان یو فرمان صادر کړ چی د پښتو ژبه یی د دولت رسمی ژبه اعلان کړه.

که پښتنو په خپل د افتخاراتو نه ډک تاریخ کی امیر کروړ، شیر شاه سوری، بایزید روشان، خوشحال بابا، ایمل خان مومند، دریا خان اپریدی، میرویس نیکه، شاه محمود او شاه اشرف هوتکی، آزاد خان افغان او ستر احمد شاه بابا او لوی امیرشیرعلی خان غوندی اتلان درلودل، په اوسنی عصرکی د توری او قلم، پوهی او تدبیر د لویی شتمنۍ خاوند، ننګیالی او جنګیالی اتل، محمد ګل مومند لری.

بل لوی او ستر خدمت چی محمد ګل مومند پښتنو او په عمومی ډول افغانی ټولنی ته کړی دی، هغه په پښتنو کی د ملی شعور او ځان پیژندنی راټوکیدل و، چی په دی ډول یی پښتانه او افغانی ټولنه او انګړ د یو بل لوی ښکیلاک په مخ کی د سپر په توګه ودورول.

پښتانه یی د راتلونکو څو لسیزو عواقبو ته متوجه کړل چی کیدای شو د هغی په وجه د بهرنیو میرڅمنو په لمسون او لاس وهنی، د هیواد فعلی بڼی بدلون میندلای وای، خو د وزیربابا د فکر لرلید، دومره دقیق و چی دا ټول عواقب یی مخکی له مخکی له نظره تیر کړی وو.

بل یی پښتانه د ښاری ژوند د لارو په لټون پسی وهڅول او د اقتصادی سرچینو د پلتنی اولاس ته راوړنی لاری او ګودری یی ور په ګوته کړی. په بلخ او مزار کی یی د (رشتیا) او (ودان) تجارتی شرکتونه جوړکړل چی ډیر پر مخ ولاړل او د ښو پانګو څښتنان شول..

خو که په لنډ ډول د پښتنو په اوسنی تاریخ کی د محمد ګل مومند په ملی دریځ خبری وکړو، نو وبه وایو چی دی د پښتنو داسی یو ستر ملی او فرهنګی شخصیت دی چی د هیواد د ملی واکمنۍ، د کورنیو او بهرنیو دشمنانو د قوت روح یی مخکی له مخکی ځپلی او د فکر مزی یی ورشلولی، پښتانه او په مجموع کی یی ټول افغانان یی له یو لوی رنځ او خطر یعنی د یو خپلواک افغانستان له ټوټی توټی کیدو څخه ژغورلی دی.

که څه هم د وزیر بابا ټول ژوند په اداری چارو او درنو وظایفو کی تیر شوی دی، خو ده د هغه معنوی رسالت چی د پښتو ژبی د علمی کیدو او ودی دپاره ور په غاړه و، په خپله یی ددی لیاری د یوه مخکښ او لارښود په څیرعلمی او ادبی او تولنیز آثار له ځانه پریښی دی، په ډول:

لومړی – پښتو سیند:

دا د پښتو ژبی د لغاتو قاموس دی چی په (۱۳۱۶) لمریز کال د ښوونی او روزنی وزارت لخوا چاپ شوی دی.

د اثر په پیل کی د پښتو د خاصو تورو او ځینی آوازونو په باب توضیحات او همدا راز د لیک دود په باب ورکړل شوی دی.

د لغاتو تعلیقات او توضیحات په فارسی ژبه شوی دی.

دوهم – د پښتو ژبی لیار:

په پښتو ژبه کی دا خورا مهم علمی اثر دی چی په کال (۱۳۱۷) د ساپی عبدالعظیم په اهتمام په لاهور کی چاپ شوی دی چی له سریزی پرته ۴۹۵ مخونه لری.

د اثر په پیل کی په ۱۴ مخونو کی په خپله د وزیر صاحب لخوا په یوه علمی او ګټوره سریزه کی لمړی د یوه ملت په ژوند کی د ژبی پر اهمیت مفصلی خبری شوی او وایی:«د یوه ملت په ژبی کی، هومره سیاست، اقتصاد، اجتماعیات، ملی تفکر، ملی اخلاق، آداب، دودونه، رسوم، عنعنات، ټول ملی خصایل او خصایص، حتی په ذهنیت، فکر، حسیات او مدنیت یی نفوذ مینده کوی»

محمد ګل مومند ددی کتاب په کښلو کی له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوی دی، د ګرامر په برخه کی د ګوتو په شمیر کتابونه لیکل شوی دی، محمد ګل مومند د خپل اثر د لیکلو په وخت کی په پښتو ژبه کی د نورو ژبنیو آثارو څخه بی برخه و. برسیره پردی، دومره جامع ګرامر چی وزیر محمد ګل مومند ولیکه تر ده دمخه چا نه ؤ لیکلی.

محمد ګل مومند د خپلی سریزی په پای کی وایی:

«… د همدی امله چی زما په لاس کی آثار نه و چی می ترینی څه ګټه اخستلای وای، نو ویلای شم چی د پښتو ژبی لیارو او قواعدو په غوڼډولو کی ډیر ستړی شوی یم، ځکه چی ډیره لټنه او پلټنه یی غوښته. ددی کتاب په ترتیب البته د پردیو ژبو د کتابو نه استفاده شوی اوهغه په ترتیب سره لیکل شوی، اما پوهان او علماء صاحبان پوهیږی چی د ژبی لپاره (قواعد) څه د ترجمی کار ندی چی له بلی ژبی څخه ترجمه شی.

کیدای شی چی زما تتبعات بشپړنه وی يا هم څه رانه پاتی وی، نو ځکه په همدی حکم نه کوم چی دا کتاب سهوه او غلطی ونلری، هر ډول چی وی زه د پښتو او پښتنو پخوانی مین او خادم یم او ځان مسعود بولم چی په دی مهال څښتن تعالی ددی کتاب د لیکلو توفیق راکړ او هیله کوم چی دا کتاب د ګرامر په برخه کی د استفادی وړ وګرځی او د پښتو ژبی د مینه والو او شایقینو ته د یوه کوچنی خدمت او چوپړ په توګه وګڼل شی.»

دا کتاب دری برخی لری:

لمړۍ برخه یی (صرف) دی چی دی کی د پښتو توری، د تورو ډولونه، ضوابط، خج، د تورو (وتوځی) ، نوم، د نومونو خاصیت، ډولونه، د نومونو اوښتنه، صفت، د صفت ډولونه، ضمایر، د ضمایرو ډولونه، فعلونه، د فعلونو دولونه او ادات راغلی دی.

دویمه برخه یی د پښتو ژبی نحوه ده، چی په دی برخه کی نیمګړی ترکیبونه، اصلیه جمله، فرعیه جمله ، مطلقه او مقیده جمله څیړل شوی ده.

د اثر په دریمه برخه کی مصادر دی چی په هغی کی د پښتو (۱۵۶۶) بیلابیل مصادر معرفی شوی دی.

دریم لنډکۍ پښتو:

دا رساله د پښتو بابا د استاد عبدالروف بینوا د یوی ګیلی په ځواب کی لیکل شوی او په (۱۳۲۷) کال هم په کابل مجله کی اوهم د پښتو تولنی لخوا خبره شوی ده.

په لنډکۍ پښتو او پښتونواله نومی اثر کی د ژبی، پښتو او پښتونوالی په باب د وزیر صاحب درانه افکار ځلیدلی دی.

دی په دی اثرکی د پښتو او پښتونولۍ هراړخیز او جامع تصویر او تعریف وړاندی کوی.

د یوه پښتون کرکټر ځانګړی صفات او خصوصیات بیانوی او پښتو او پښتونولی د یوه مقدس، لوړاو پراخ قانون او فرهنګ په توګه موږ ته راپیژنی.

پوهاند استاد رشتین لنډکۍ پښتو ته د (پښتو او پښتونولۍ) وظیفات نوم ورکړی دی.

څرګندونه : ۲۱ کاله دمخه لنډکی پښتو، د بینوا فرهنګی ټولنی – کندهار، لخوا زما په هیله اوسفارش یو ځل بیا چاپ کړه، چی ددی رسالی محتویات ما د (پښتو او پښتونواله د محمد ګل بابا په نظرکی)، تر عنوان لاندی تیر کال په دعوت او آریانا افغانستان په ویب سایتونو کی نشر ته وسپارله او دا به ددی نوی کتاب (ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا) په وروستۍ برخه کی چاپ شی. تایپست.

څلورم- روزنه:

دا د وزیر صاحب محمد ګل بابا، قلمی اثر دی چی استاد بینوا یی په اوسنی لیکوال به کتاب کی یادونه کړی ده.

پنځم – پخلی

استاد بینوا او د اصلاح ورځپانی هم ددی قلمی اثر یادونه کړیده.

شپږم- پښتنی تربه:

ددی قلمی اثر یادونه د (۱۳۴۳) کال د اصلاح په ورځپاڼه کی شوی ده.

اووم – پخوانی ملی او ادبی اصلاحات:

ددی قلمی اثر لیکنه هم د اصلاح په ورځپاڼی کی شویده.

همدا راز د وزیر بابا دوی لیکنی د سیمه او میلمستوب ترعنوان لاندی قلمی نسخی، د پیاوړی محقق حبیب الله رفیع ته په لاس ورغلی دی.

محمد ګل بابا د (۱۳۴۳) د (۱۹۶۴) عیسوی کال سره برابر، د اتیا کالو په عمر په بریکوټ کی په یوه فقیرانه کورګوټی کی وفات شو، د جنازی په مراسو کی د سلطنتی کورنۍ څخه ځانله سردار محمد داؤد خان تشریف راوړی و.

استاد پوهاند صدیق الله رشتین د خپلو خبرو په ختم کی د میرزا حنان هغه بیت ولوسته چی د خوشحال بابا په مړینه کی یی لیکلی و:

چی چراغ د هنر زمکی پوشیده کړ

که یی زه په اوښکو ډوبه کړم سزا ده

څرګندونه: د لیکنو سلسله دوام لری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.