ایران او اسرایل د تاریخ په اوږدو کې یو بل سره ښې او دوستانه اړیکې لرلې . د ایران شاهنشاهي رژیم چې د امریکا او غربي هیوادونو ډیر نژدې ملګری و له اسرایلو سره یې هم ډیپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې ټینګې وې .
خو کله چې کال ۱۹۷۹ کې ایت الله خمیني په مشرۍ ایران کې د مذهبي او نورو اتلافي قوتونو لخوا د انقلاب په ترڅ کې ستر سیاسي بدلون منځته راغی شاهنشاهي نظام ړنګ ، او د اسلامي انقلاب له لارې آیتالله خمیني قدرت ته ورسید او د ایران بهرنی سیاست هم په بنسټیز ډول بدل شو.
ایران کې یو نوی مذهبي دولتي ساختار منځته راغی چې ایت الله خمیني یې د ملک مذهبي مشر په توګه ټولواک او صاحب الاختیار کل و . ایت الله خمیني واک ته د رسیدو په لومړیو کې د اسرایلو مشروعیت یې رد او هغه یې د اسلام دښمن وباله .
ایران او اسرایلو ترمنځ اړیکې پر دښمنۍ بدلې شوې چې دا دښمنۍ ژور ، بنسټیز مذهبي او ایډیولوژیکې ریښي لري . د ایران اخوندي حکومت نه یوازې په خپله خاوره کې د شیعه اسلام تطبیق غواړي ، بلکې د اسلامي نړۍ په کچه غواړي چې خپل مذهبي فکر او ایډیولوژي یانې شیعه مذهب د اسلام یو اصلي او واکمن تفسیر وګرځوي. له همدې امله ایران هڅه کوي چې ځان د اسلامي امت د رهبر په توګه تثبیت کړي. دا هدف د سني اکثریتي نړۍ لپاره د منلو وړ ندی او د سیمې نورو اسلامي هیوادونو لکه سعودي عربستان، مصر ، اردون او ترکیې له خوا یې مخالفت کیږي .
برعکس اسرایل یو یهودي سکولر دولت دی چې د خپل موجودیت مشروعیت له یهودي مذهبي روایتونو څخه اخلي. اسرایل د ایران د مذهبي ادعاوو او انقلابي افکارو سره ایډیولوژیک ټکر لري او د ایران هڅې د خپلو پولو او موجودیت لپاره جدي خطر ګڼي.
دلته ایران د فلسطین مسله رامخته کړې چې ګنې د فلسطینانو د حقونو ملاتړ کوي . ایران د فلسطین او لبنان د وسلهوالو ډلو لکه حماس، جهاد اسلامي او حزبالله ټینګ ملاتړ دی کوم چې اسرایل دا ډلې ترهګرې ګڼي. دا وضعیت د نیابتي جګړو لړۍ ته لاره پرانستې ده چیرې چې ایران غواړي منځني ختیز کې خپل نفوذ پراخ کړي . د فلسطین حماس ډله، د لبنان حزبالله، د عراق شیعه ملیشې، د سوریې پخوانی رژیم پاتې شونې او د یمن حوثیان د ایران هغه متحدین دي چې د اسرایلو پر ضد د نیابتي جګړو وسیلې کارول کېږي.
بل مهم ټکی د ایران د اټومي پروګرام موضوع ده. ایران وایي چې دا پروګرام سوله ییز اهداف لري خو اسرایل، امریکا او لویدیځ هیوادونه پدې باور دي چې ایران غواړي اټومي وسلې تر لاسه کړي او دا د اسرایلو او نورو عربي هیوادونو پر وړاندې یو ستر ګواښ دی کوم چې د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو متحدین ګڼل کیږي . له همدې امله اسرایلو څو ځله څرګنده کړې چې د اړتیا له مخې به د ایران پر اټومي تاسیساتو نظامي بریدونه وکړي.
د دې ټولو سربېره ایران یو ستر هدف هم لري چې غواړي له سیمه ییز قدرت څخه ځان یو پیاوړي نړیوال ځواک ته واوړي. د دې لپاره ایران هڅه کوي خپل نفوذ د شیعه ایزم د لارې له تهران څخه تر بیروت، فلسطین ، بغداد ، دمشق، او صنعا پورې وغځوي. دا نفوذ له یو پلوه د ایران لپاره دفاعي چتر بلل کېږي خو له بل پلوه د سیمې نورو هیوادونو او اسرایلو لپاره یو ګواښ بلل کېږي. ایران د خپلې انقلابي ایډیولوژۍ صادرول، د اسلامي نړۍ د مشرتابه ادعا، د نیابتي وسلوالو ډلو جوړول، او د نړیوالو قدرتونو پر وړاندې دریځونو کې غواړي خپل دریځ پیاوړی کړي .
د پورتنیو سیمو تر څنګ افغانستان هم د ایران د ستراتیژیک نفوذ یوه مهمه برخه ده. د ۱۹۷۹ کال راپدېخوا ایران په افغانستان کې د شیعه مذهبي اقلیت، په ځانګړي ډول د هزاره قوم نه یوازې ملاتړ کړی ، بلکې هغوی یې د دیني، فرهنګي، تعلیمي او نظامي برخو کې روزلي او پیاوړي کړي او د افغانستان بیلابیلو مرحلو واکمنۍ یې پرې ګواښلي دي . د ایران د سیاست یوه مهمه موخه دا ده چې د خپلو مذهبي پیروانو له لارې د افغانستان په لویدیځو، مرکزي او ځینو شمالي سیمو کې اغېزې ولري. هیواد کې د کورنیو جګړو پر مهال یې د شیعه ډلو ملاتړ وکړ او هیواد کې د قومونو او ملیتونو تر منځ د شخړو ، دښمنیو او کرکو رواجولو کې یې ستر رول لوبولی .
کال ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو او د هغو غربي متحدینو لخوا وسلوال یرغل ، د هیواد بشپړ اشغال او تر اشغال لاندې د جمهوریت تر نامه هغو پورې تړلي دولتي نظام کې ایراني پلوه ډله لا غښتلې او د ملک سیاسي نظام یوې ټاکونکې ډلې په توګه رامنځته شوه کوم چې له هر ډول امکاناتو او امتیازاتو څخه برخمن وو . پدې توګه ایران د مدني ټولنو، مذهبي مدرسو، رسنیو او کلتوري مرکزونو له لارې خپل نفوذ لا هم پراخ کړ. همدارنګه د لشکر فاطمیون په نوم د افغان شیعه جنګیالیو یوه ډله چې د ایران تر قوماندې لاندې په سوریه کې جګړه کوله د دې ستراتېژۍ یوه برخه وه . دا ټول اقدامات د دې ښکارندويي کوي چې ایران هڅه کوي افغانستان هم د دوی د نفوذ له دایرې څخه بهر پاتې نشي .
اوسنیو روانو نښتو کې اسرایلو د سپاه پاسداران لوړپوړي مشران او فزیک پوهان په نښه کړل او له منځه یې یووړل چې د ایران لپاره دا یو ستر توهین بلل شوی دی. ایران د بېپیلوټه الوتکو، توغندیو، او بریدونو له لارې ځواب ورکړ او تاوتریخوالی لا هم پراخ شو. دا حالت ښيي چې دواړه خواوې له سړې جګړې څخه یو فعال نظامي تقابل سره مخ شوي چې دا حالت به نه یوازې ایران او اسرایل، بلکې ټوله سیمه له کړکېچ سره مخ کړي.
که چیرې دا وضعیت همداسې دوام وکړي ډیر امکان لري چې جګړه نوره هم پراخه او یو ستر ناورین ته به لاره هواره شي. د تېلو نړیوال بازارونه به متاثره شي او نړیوال ستر طاقتونه به هم د خپلو ګټو او ستراتیژیکو موخو په پام کې نیولو سره په مسقیم یا غیر مستقیم ډول د لاسوهنو د لارې ښکیل او د منځني ختیز موجوده نظم به له خطر سره مخ شي.
پدې توګه ویلای شو چې د ایران او اسرایلو ترمنځ دښمني یوازې د سیاست یا جغرافیې مسله نده، بلکې دا یوه ژوره ایډیولوژیکه، مذهبي او ستراتیژیکه شخړه هم ده . تر هغو چې دا بنسټیز تضادونه حل نشي نه یوازې دا جګړه به دوام وکړي بلکې د لا پراخېدونکي جګړې ، سیمه ییز او نړیوال بحران احتمال هم له پامه نشي غورځېدلای .
له بلې خوا امریکا متحده ایالات چې د اسرایلو قوي ملاتړ ، هسونکی ، مرستندوی ، تمویلونکی او تر ټولو نژدې متحد دی که یې عملا د اسرایلو مرستې ته ودانګل نو دا ښایي د ایران اوسني رژیم د پای پیل وي . البته د دې جګړې وروستۍ پایلې به وخت ، سیمه ییز سیاستونه ، نړیوال دریځونه او د دواړه خواوو محاسبي وټاکي.
کاذب شخصیتونه او په ټولنه کې د هغو منفي اغېزې
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.