لوږه، تنده-ترجگړې وروسته دوې نورې‌بلاوې

آصف بهاند

151

لوږه، تنده

ترجگړې وروسته دوې نورې‌بلاوې

د تندې څونامي

«… له دې خبرو سره په ژړا شوه،

اوښکې یې د اوبو له‌پاره وې او د هغه ژوندانه له‌پاره چې وچکالۍ ترې اخیستی.»

(د بي‌بي‌سي له یو رپوټ څخه)

پر افغانستان باندې چې کومې بلاوې راغلې دي، ډېرڅه یې له منځه‌وړي دي، ډېرخلک یې د گور تیاروو ته لېـږلي دي او ډېر نسلونه یې د فقر، بې‌سوادۍ دایرې ته په لوېدو سره، د پردیو د لاسونو الې گرځولې دي؛ اوس د لوږې او تندې څونامي په گډه لکه د ستونزو غرونه ورته په مخ‌کې درېدلې دي.

په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت په پایله کې، په شته اوبو کې د افغانانو ستوني وچ دي او ځان بې‌اوبو گڼي. د اوبو د نه شتون ستونزې ډېر خلک له کړاو سره مخ کړي دي. د همدې ستونزو په نظر کې نیولو سره، پر یوڅه باندې پوه خلک باید د اوبو د ارزښت له پاره پراخ کمپاین پیل کړي او د اوبو د بې ځایه او بې‌وخته کارولو له پاره له ټولو ممکنه لارو نه په استفادې سره تبلیغات وکړي، څو ټول خلک د اوبو په ارزښت باندې پوه شي او د اوبو د بې‌ځایه کارولو په مخنیوي کې عملاً برخه واخلي.

د اوبو د ارزښت په برخه کې یا هېڅ کار نه دی شوی، که شوی هم وي دومره لږ دی چې په نشت حساب دی. دا کار باید ډېر پراخ او مستند شی. د ۲۰۲۵ ام کال د جون په لسمه په تاند کې د «پر کابل راتلونکې تنده» ترسرلیک لاندې د ښاغلي نیک‌محمد ذکي په قلم یوه غنمیت مقاله خپره شوه چې د قدر وړ ده او دې ته ورته لیکنې باید نورې هم زیاتې شي په تېره د مسلکي کسانو له خوا، څو د اوبو د ارزښت په برخه کې په عامه پوهاوي کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز د ۲۰۲۵ ام کال د جون په اوومه نېټه تاند د «کابل د نړۍ په لومړني بې اوبو ښار د بدلېدو له خطر سره مخامخ دی» ترسرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړ، د دې رپوټ په یوه برخه کې د اوبو د کمښت په باب داسې راغلي دي:

«تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۷ مه) کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښايي کابل په لومړني عصري ښار چې اوسیدونکي یې د څښاک اوبه نه لري، بدل شي.

د نادولتي موسسې مرسي کورپ (Mercy Corps) د راپور له مخې، د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د کابل تر مځکې لاندې اوبو اندازه ۳۰ متره ټیټه شوې، چې لاملونه یې چټکه ښاري پراختیا او اقلیم بدلون یاد شوي دي.

په ورته وخت کې، د ښار نژدې نیمایي څاه ګان – چې د کابل د اوسېدونکو د څښاک اصلي سرچینې دي – وچ شوې دي.

که دا وضعیت دوام وکړي، د ۲۰۳۰ کال تر پیل پورې به د کابل د اوبو ټولې زېرمې وچې شي، چې د ښار د اوو میلیونه اوسېدونکو لپاره به یوه جدي ستونزه وي.

په افغانستان کې د مرسي موسسې د دفتر مشر، ډین کري (Dayne Curry) وایي: «باید ژمنه وشي چې دا موضوع په ښه ډول ثبت شي او نړیواله پاملرنه ترلاسه کړي. اوبه چې نه وي، خلک به خپلې مېنې پرېږدي؛ نو که نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیا ته ځواب ورنه کړي، دا به یوازې د نورو کډوالو او د افغانانو د ژوند د سختېدو سبب شي.»

په راپور کې دا هم راغلي چې د اوبو ککړتیا بله عامه ننګونه ده. د کابل ۸۰٪ مځکنۍ اوبه نا خوندي بلل شوي، چې پکې د فاضله اوبو، لوړې مالګې او ارسنیک کچه ډېره ده.

په کابل کې د خلکو لپاره د اوبو موندل هره ورځ یوه سخته جګړه ده. ځینې کورنۍ په اوبو د خپلو عوایدو تر ۳۰٪ پورې مصرفوي، او له درېیمې برخې ډېر خلک د اوبو له درکه پوروړي دي…»

یوه چیزفهمه قلموال د اوبو د راتلونکو ستونزو په باب خپل نظر داسې څرگند کړی دی:

د جل‌وهلو ویره

د اوبو د کمښت خطر، سره څراغونه لګولي؛ خو موږ نه ورګورو او یا یې کیسه کې نه یوو.

که د اوبو په اړه زموږ غفلت همداسې دوام وکړي؛ نو موجوده نسل به جل ووهي او د راتلوونکي نسل به له تندې ژبې راوتلي وي.

تېره نیمه پیړۍ چې د پرمختګ، ځان بسیاینې او د طبیعي زیرمو د ساتنې او مدیریت دور و؛ په خواشینۍ چې موږ په تحمیلي جګړو کې ښکیل پاتې شوو او د بخت طلايي مرغان مو له اوږو والوتل.

په هرصورت،

دا روڼ حقیقت دی چې پرته له اوبو ژوند نا شونی دی او موږ ورو ورو خپل ژوند ناشونی کوو. په ځای د دې چې روانې اوبه مدیریت کړو، په ځینو سیمو کې مو په ډېرې بې رحمۍ، د ځمکې لاندې اوبه ختمیدو ته نږدې کړي دي. همدا علت دی چې د اوبو کچه د وخت په تیریدو، په خورا چټکۍ ټیټه روانه ده او دا ویره شته ،چې خدای مکړه، داسې نکتې ته ورسیږي چې زموږ له لاس رسي ووځي.

قرانکریم راته یو ویروونکی خبرداری راکوي او راته وايي:

“قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ”

یانې، ووایه! ماته خبر راکړئ که چیرې ستاسو د استفادې وړ اوبه ځمکه کې ښکته لاړې شي (ستاسو له لاسرسي ووځي) نو څوک دی چې تاسو ته خوږې اوبه درکړي؟

دا خبرداری ډير بوږنوونکی دی، که خدای مکړه له همداسې حال سره مخ شوو، بیا به څه کوو؟

که په لویه کچه د روانو اوبو مهارول او یا د اوبو مدیریت ډېرې پانګې او تخصص ته اړتیا لري؛ نو په وړه کچه هرڅوک خپل وس په دې مهم او حیاتي ماموریت کې ونډه اخیستلای شي.

مثلا:

که کور کې مو د اوبو شیردان لیک شو، نو سمدلاسه یې بدلول په کار دي.

که کور کې د اوبو فلټر لرو، باید له چاڼه وتلې اوبه عبث لاړې نشي، سطل ورته کیږدو او د لوښو په وینځلو کې ترې کار واخلو.

که حمام ته ننوځو ( د کور، یا بازار) فقط دومره اوبه وکاروو چې ضروریت مو رفع شي.

موټر وینځوونکي باید، د څاه ګانو په ځای، له سیندونو ټانکرونه ډک کړي او له هغو استفاده وکړي.

د اوبو فلټر کولو فابریکې باید وڅارل شي او جبري شي چې له چاڼه وتلې اوبه، داسې مدیریت کړي چې استفاده ترې وشي او عبث لاړې نشي.

او…

بې اوبو ژوند بیابي ده او د رحمان بابا خبره:

“د للمي سړي په مخ کې وي، آب چیرې؟

هغه خلک خو بیاب دي، چې بې آب دي”

خدای ج دې موږ ټول له بیابۍ (بې عزتۍ) و ژغوري.»

دا دی لیدل‌کېـږي چې د لوږې په څونامي پسې د تندې څونامي هم راروانه ده. که په ریښتیا دا بلا پر افغانانو غالبه شي، نو د تندې او لوږې څونامي به د دوو بلاوو په څېر بل محشر جوړ کړي. د ملگرو ملتونو د یوې اړوندې شعبې په خبر کې ویل شوۍ دي په افغانستان کې د اوبو د کمېدو سلنه هرکال مخ په ډېرو ده. د تاند په یوه رپوټ کې دې موضوع ته داسې اشاره شوې ده:

«تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ که) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (چې په افغانستان کې د هوا د تودېدو له کبله د اوبو کمښت نور هم زیات شوی دی.

اوچا نن (سې شنبې) پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۷ سلنه کورنۍ اوس مهال اوبو د نشتوالي او کموالي له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې عام وګړي په اوسط ډول د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ۱۷ دقیقې سفر کوي او په ښاري سیمو کې د تېر کال پرتله په اوبو دوه برابره پیسې ورکوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۴۸ سلنه کورنۍ د اوبو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس نژدې ۷۰ سلنه کورنۍ له دې ستونزې کړېږي.

افغانستان له دریو پرله پسې کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، او په نتیجه کې یې افغانان د څښاک اوبو له کموالي سره مخامخ شوي دي چې حتی په پلازمینه کابل کې خلک د څښاک د اوبو له نشتوالي څخه شکایت کوي.»

که زموږ هېوادوال پوهېـږي که نه پوهېـږي، دا یو تریخ واقعیت دی چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د نورو ناخوالو او ستونزو ترڅنگ، اقلیمي بدلون سخت ځپلی دی.

په دې وروستیو کې بي‌بي‌سي په افغانستان کې د اوبو د ستونزو په باب یوخواشینونکی رپوټ خپور کړ، دا یې سرلیک دی:

«اوبو پسې ژړا: څنګه د هلمند ودان کلي له خلکو خالي شوي؟»

د دې رپوټ په متن کې داسې راغلي دي:

«د خالي کورونو په منځ‌ کې ولاړ په غریو نیولي غږ یې را ته وویل “دا کلی ټول بار شوی. ځمکې لاندې د اوبو ګل په سلو مترو کې دی او مجبور یو چې د اوبو لپاره دوه سوه متره برمه ووهو.” رحمت الله تر دوو کالو وړاندې د هلمند د نوزاد په هرمز کلي‌ کې اوسېده.

د نوموړي دا پلرنی ټاټوبی یو مهال ښېرازه و. د ژوندانه شور او ځوږ په کې اورېدل کېده خو اوس د یادونو پر هدیرې بدل شوی.

وچکالۍ سلګونه کورنۍ اړ کړې چې له دې ځایه ووځي. د ګوتو په شمېر له څو کورنیو پرته، دا کلی نور ټول تش پروت دی.

له کتار ولاړ کورونه داسې ښکاري‌ چې کلونه یې د اوبو څاڅکی نه وي‌ لېدلی. لښتي وچ او له ډبرو ډک دي.

رحمت الله د خپل کور کتلو ته بوتلم- هغه کور چې دی په کې زېږېدلی او ستر شوی.

د درې خونو خټین کور لا هم ولاړ دی، خو اوسېدونکي یې نه شته.

کور ته له رسېدو سره سم داسې برېښېده، لکه رحمت الله چې نه غواړي تړلې دروازه پرانیزي او انګړه ته ننوځي.

ښايي‌ ډارېده به، چې د تېر مهال خواږه یادونه به یې بیا پر ماغزو بوج شي.

انګړه ته له ننوتلو سره،‌ کله چې یې سترګې پر یوازینۍ ولاړې وچې شوې کوچنۍ ونې ولګېدې، مخ یې را واړوه او په ډېره خواشینۍ یې را ته وویل “ګوره څنګه وچه شوې.”

د چوترې یوه ګوټ ته کېناست،‌ پورته یې راته وکتل او زیاته یې کړه: “کله چې دلته د څښاک اوبه کمې شوې، له دې کوره ووتلو.” شېبه غلی و، بیا یې غږ را پورته شو “په ویر او ژړا وتلي‌ یو.”

کیڼ اړخ ته یې، د کتارو ولاړو درېیو خونو پر لور سترګې وړاولې. ځان سره یې ورو څه وویل. بیا یې راته وکتل او ویې ویل: “په هغه ورځ چې موږ له دې کوره بارېدو، زما ماشومان او زما کوچنیو ورونو ګردو ژړل.”

افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی.

د وچکالۍ لمنه پر پراخو سیمو غوړېدلې،‌ خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي‌ او بې وختو اورښتونو او له امله یې راغلو سیلابونو خلکو ته ګڼ مالي‌ او د سر زیانونه اړولي‌ دي.

د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض وايي، “د هلمند له شمالي‌ ولسوالیو لکه نوزاد، واشېر او موسی کلا زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پرېښودو ته اړې شوې.”

په دې کلي کې خلک د اقلیمي بدلانه درد او کړاو پوره تجربه کوي، خو په دې نه پوهېږي چې څه راز یوه ستر ناورین سره مخامخ دي.

رحمت الله چې لا هم پر خپل ځای ناست و زما دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د اقلیمي بدلون په اړه یې کله څه اورېدلي؟ وویل،‌ “نه موږ اقلیمي بدلون نه پېژنو.” بیا یې را غبرګه کړه “اقلیمي بدلون څه شی دی؟ نه یې پېژنو.”…»

درنو لوستونکو او گرانو افغانانو د اوبو د کمښت ستونزه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې، همداسې ده چې په پاسنۍ خبرو او رپوټونو کې یاده شوه، اوس وگورئ چې د دې ستونزو په لرې کولو کې موږ هریو څومره او څه ډول مرسته کولای شو. که عملاً څه ونکړو، له ډزوډوز او چاودونو پرته به هرڅه وچ او کلي ــ ښارونه به په کڼډوالو بدل شي.

په دې لاندې لینک کې وگورئ چې د هلمند دا کلی څنگه وچکالی ځپلی او څه یې ترې جوړ کړي دي:

https://www.facebook.com/reel/1406263824033974

د لنډیو اصلي منابع خلک دي -پنځه‌لسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.