اسلامي هېوادونه د نوي نړیوال نظم پر څنډه
نړۍ د ژور بدلون له مرحلې تېرېږي. د یواځېني ځواک د واکمنۍ زمانه، چې په تېرو درېیو لسیزو کې د نړیوالو سیاستونو بڼه یې ټاکله، پای ته نژدې شوې ده. اوس سیال زبرځواکونه راښکاره شوي، او نړۍ د څو قطبي نظم پر لور روانه ده. دا بدلون یوازې سیاسي نه دی؛ دا یوه ژوره نظامي او اقتصادي بڼه لري چې پایلې یې لا دمخه څرګندې شوې دي.
د نړیوال نفوذ د وېش پر سر د زبرځواکونو تر منځ رقابت ورځ تر بلې سختېږي. د سوړ جنګ مفکوره بېرته را ژوندۍ شوې، خو دا ځل د تودې جګړې بوی له ډېرو سیمو احساسېږي. نړۍ د نوو بلاکونو، تړونونو او ائتلافونو د جوړېدو شاهد ده. له یوې خوا امریکا، اسراییل، ناټو او اروپایي متحدین، او له بلې خوا روسیه، چین، ایران او د بریکس په نوم د دریم نړیوال ځواکونو یو نوی قطب راټوکېدلی.
دغو زبرځواکونو ترمنځ سیالي یوازې یو له بل سره نه ده؛ بلکې د نفوذ د پراخولو لپاره کوچني او کمزوري هېوادونه په هدف نیسي. هغوی هڅه کوي چې نور هېوادونه له ځان سره مل کړي، که د تشویق له لارې وي، که د ګواښ، بندیز یا فشار له لارې.
په دې منځ کې اسلامي هېوادونه، ، یو ځل بیا د نړیوالو تقابلونو او استعماري اهدافو د قربانۍ په کرښه کې ولاړ دي. دا هېوادونه له یوه قطبي واکمن نظام څخه هم ډېر ځپل شوي، او اوس هم د څو قطبي کېدو د نویو رقابتونو تر فشار لاندې دي. د یو بلاک یا بل بلاک تر اغېز لاندې ورتلل، د دوی خپلواکي له خطر سره مخ کوي، او کورنۍ ثبات ته ګواښ پېښوي.
خو دا وضعیت یوازې یو ګواښ نه دی، بلکې یو فرصت هم دی. اسلامي نړۍ کولای شي چې د بېطرفۍ، واقعي خپلواکۍ، او د متقابل احترام پر بنسټ د نویو اړيکو د جوړولو له لارې خپلواکي وساتي، او د سیال زبرځواکونو ترمنځ د توازن یوه مهمه نقطه شي. د خپلواکو تګلارو، سیمهییز تفاهم، او اسلامي همغږۍ له لارې اسلامي هېوادونه نه یوازې له فشارونو ځان ژغورلای شي، بلکې د نوي نړیوال نظم په جوړښت کې رول هم لوبولای شي.
د نړۍ سیاسي جغرافیه بدلېږي. دا بدلون یا موږ تر پښو لاندې کوي، یا مو پیاوړي کوي. انتخاب زموږ په لاس کې دی — که بیدار او متحد شو.
نو هرڅه زموږ په ګټه څرخیږي په ځانګړي توګه افغانستان اوس خورا ښه چانس لري چي په سېمه کي ښه رول ولوبوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.