د پاکستان د پوځي ادارې دوه مخي

عظم الدین علیمي

172
د يوويشتمې پیړۍ په پیل کې سړي خور امپریالیزم لومړی د افغانستان او ورپسې د عراق د اشغال او همدارنگه د نورو اسیايي او افريقايي هیوادونو په کورنیو چاروکې لاسوهنو ته د لارې هوارولو او رژیمونو د بدلون لپاره د ترهگرۍ ناولې پلان شوې لوبه رامنځته کړه. په لوبه کې د لوبغاړو شمېر زیات و، خو د افغانستان د گاونډي هیواد، پاکستان، پوځي اداره یې مهمه لوبغاړې وه. د هغه مهال په یوه قطبي نړۍ کې د امریکا دولت د نړۍ تر ټولو زیات ځواکمن دولت و. جورج بوش وویل، د سپتمبر تر یوولسمې وروسته د تمدنونو جنگ پيل شوی دی. هغه د نړۍ هیوادونو ته اعلان وکړ چې یا به له موږ سره ملگرتيا کوئ او یا له ترهگرو سره!
د روسیې په شمول د نړۍ ټولو حکومتونو د امريکا ملگرتيا وکړه. ان تردې چې څو کاله مخکې د ایران پخواني خارجه وزیر، جواد ظریف وویل، ایران د افغانستان په اشغال کې له واشنگټن سره مرسته کړې او له دې امله امریکا د ایران د مرستې پوروړې ده.
جور ج بوش ویلي و، د ناتو سازمان تر غړو وروسته، پاکستان د امریکا لپاره تر ټولو زیات متحد هیواد دی.
په افغانستان کې د اسامه بن لادن شتون د افغانستان د اشغال لپاره د پلمې په توگه وکارول شو. په پاي کې ولیدل شول چې اسامه د پاکستان په پوځي چاپیریال کې میشت و. دا پخپله ثابتوي چې د ترهگرۍ په لوبه کې پاکستان د امریکا تر ټولو غټ همکار و. اسامه ظاهرا ووژل شو او د پاکستان پوځي ادارې شکيل اپريدی د قربانۍ پسه کړ. پنجابۍ پوځي ادارې د ترهگرۍ په چټله لوبه کې د خپل گډون پټولو لپاره ادعا وکړه چې شکيل اپريدي امریکا ته د اسامه د استوگنې ځاي ښوولی و. هغه اسامه چې په افغانستان کې د هغه د شتون په پلمه د افغانانو هیواد پر بي دوه پنځوس الوتکو بمباري شو، په پاکستان کې د هغه پر استوگنه هیڅ غبرگون ونه ښوول شو.
واشنگټن د اسامه د نيولو لپاره فکر کوم د پنځلس میلیونه ډالرو جایزې اعلان کړی و. که چیرې اسامه امريکا ته شکيل اپريدي ښوولی وي، نو بیا د جایزې ورکولو پر ځاي په زندان کې ولي واچول شو ؟ ایا پاکستاني جنرالان د امریکا تر اغېز لاندې نه وو او امریکا د افغانستان د اشغال په دوران کې، د ډونالد ټرمپ په وینا، پاکستان ته درې دېرش ميليارده ډالر نه دي ورکړي؟
تېره ورځ د ملگرو ملتونو امنیت شورا د اسرائيلو او ایران ترمنځ د روانې جگړې په اړه غونډه درلوده. په غونډه کې د پاکستان استازي پر ایران باندې د اسرائيلو تېری وغنده او له ایران څخه يې ملاتړ وکړ. د پاکستان عوام پوهیږي چې هلته پوځي اداره اصلي واکمنه اداره ده او دغه اداره د صهیونیستانو سره اړيکي لري. نږدې لس کاله دمخه د اسرائيلو دفاع وزیر وویل، له پنځو اسلامي حکومتونو سره نظامي اړيکي لري چې څلور یې په منځني ختیځ کې دي او يو هم پاکستان دی. وسمهال واشنگټن ته د جنرال عاصم منير سفر کوم پيغام درلودلی شي؟
https://dawatmedia24.com/?p=143516#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.