د سټاکهولم نړيوال د سولې څېړنيز انستيتوت (SIPRI) د ۲۰۲۵ ميلادي کال د تازه راپور له مخې، دا مهال پۀ نړۍ کې شاوخوا ۱۲٬۲۴۱ اتومي سرګلولې (nuclear warheads) شتون لري. له دې جملې څخه، ۹٬۶۱۴ سرګلولې د فعالې کارونې لپاره د پوځي ګودامونو یا نظامي ذخیرهګانو ته انتقال شوې دي. دا یو خطرناک پرمختګ بلل کېږي، ځکه چې دغه سرګلولې کولای شي هر وخت د عملیاتي امر تابع شي. سربېره پر دې، ۲٬۱۰۰ سرګلولې پۀ بېړني حالت کې د بالستیک توغندیو (ballistic missiles) سرونو ته لګول شوې دي، چې دا وضعیت د احتمالي ناڅاپي یا قصدي جګړې احتمال نور هم زیاتوي.
پدې اساس، نړۍ دا مهال د یو نوي، خطرناک او احتمالي ناورینزده پړاو درشل ته رسېدلې ده، چې نه یوازې د ستر اتومي طاقتونو ترمنځ د تقابل احتمال زیات شوی، بلکې دا هم څرګندوي چې د نړیوال امنیت سیستم تر بل هر وخت ډېر شکننده شوی دی.
د اتومي تسلیحاتو سیالۍ بیا راژوندۍ شوې
سږنی راپور ښيي چې نه یوازې اتومي ځواکونه پخپلو ذخیرو کې کمښت نه، بلکې زیاتوالی راولي، بلکې یو شمېر هېوادونه نوې، عصري او د لوړ دقت لرونکې اتومي وسلې هم تولیدوي. دا حالت، د ۲۱مې پېړۍ د نړیوال سیاست هغه تور اړخ ښيي چې له یوه خوا د قدرت او وېش منطق پۀ اتومي تهدید ولاړ ساتي، او له بله پلوه د عادي انسانانو ژوند، فضا، طبیعت او راتلونکی پۀ بېساري ډول ګواښي.
موږ او دا نړۍسوځوونکی تسلسل
تر ټولو دردونکې خبره دا ده چې د افغانستان، افریقا او لاتیني امریکا په څېر شلګوډ هېوادونه پدې سیالۍ کې هېڅ رول نه لري، خو د جګړو، نیابتي تقابلونو، سیاسي ناورینونو او بشري ناورینونو اصلي قربانیان بلل کېږي. زموږ برخه یوازې د مرګونو تماشه او د نورو د ځواکونو د لوبو قرباني کېدل دي. نه مو دا وس شته چې د سولې غږ لوړ کړو، او نه مو دا توان شته چې د ځان دفاع وکړو.
د نړیوال ځواک د انحصار دا منحوس سیستم موږ ته دا پیغام راکوي:
“یا د ځواک برخه شئ، یا د مرګونو شاهدان اوسئ!”
ماخذونه:
1. SIPRI Yearbook 2025 – Stockholm International Peace Research Institute.
➤ https://sipri.org
2. SIPRI Press Release, June 2025 – “Nuclear arsenals being modernized as geopolitical tensions rise.”
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.