د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د دې ورځې په مناسب ویلي، چې له افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او داخلي بې ځایه شویو ملاتړ کوي.
اعلامیه کې راغلي، چې له افغان پناه غوښتونکو او کډوالو سره په ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا کې د زدهکړې، روغتیا او معیشت برخو کې مرسته کوي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې په همدې موخه یې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM سره ۴۷ میلیونه یورو مرسته هم کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېر لوی اختر په مناسبت خپاره کړي بیان کې وویل، چې اوس مهال د ټولې نړۍ مخه د افغان کډوالو پر وړاندې تړل شوې او مخ یې اړولی دی.
ولسمشر غني د افغان کډوالو، بې ځایه شویو، ستنېدونکو او په بهر کې د افغان ډیاسپوره پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی هر یو ځانګړی درد او غم لري.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د حقونو نه ترلاسي له امله نه یوازې سلګونه زره افغانان کډوال شول، بلکې ایران او پاکستان هم هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته جبري اخراجوي.
اروپايي ټولنه وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره په ګډه کار کوي، څو افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو ته د دوامدارو حللارو موندلو کې مرسته وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.