د زلاله هاشمي کورنۍ د مرستې غوښتنه کړې

207

د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي کورنۍ ادعا کوي، چې هغه شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې په کابل کې له خپل کور نادرکه شوې ده.

د هغې مېړه، محسن هاشمي یوه ویډیو پیغام کې وايي، چې یو شمېر دوستانو کره له تګ وروسته ورسره تماس نه دی شوی او تر ننه ترې احوال نه لري.

د زلاله هاشمي کورنۍ له خلکو مرسته غوښتې او ویلي یې دي، چې تراوسه یې د هغې د ځای او روغتیا معلومولو په تړاو هڅې بې نتیجې وې.

د افغانستان د هنرمندانو ټولنې د هغې پر «تښتونې» اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې او بشر حقونو سازمانونو یې پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه کړې، څو دا قضیه وڅېړي.

د زلاله هاشمي د نادرکه کېدو د ادعا په تړاو تراوسه د طالبانو حکومت اړوندو امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي او نه یې کوم غبرګون ښودلی دی.

نوموړې د طالبانو له حاکمیت وړاندې د «افغان ستوري» په نامه یوې هنري او سندریزې خپرونې کې ګډون وکړ او د سندرو ویلو له امله مشهوره شوه.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې هېواد کې پر هنري فعالیتونو، موسیقۍ او د هنرمندانو پر چارو بندیزونه لګولي چې له امله یې ګڼ شمېر افغان هنرمندان کډوال او ځينې هېواد کې په پټه اوسېږي.

ABN

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.