له میرویس خانه تر کندهاره (دوهمه برخه)     

عبدالباري جهاني

189

 د کندهار پاڅون:

په کندهار کي، د ایران د صفوي دربار په مقابل کي، د میرویس خان پاڅون که د افغانانو د تاریخ تر ټولو مهمه  پېښه نه وي نو د هغوی د تاریخ په دریو څلورو ترټولو مهمو پېښو کي یې شمېرلای سو. خو تر اوسه لا د دې مهمي پېښي او ورپسې واقعاتو په برخه کي د مورخینو ترمنځ اتفاق نسته او حتی د نېټې په باب یې لا اختلافات موجود دي  *   او حتی

د دې پېښي د څرنګه والي په برخه کي هم د مورخینو ترمنځ د نظر اتفاق نسته او په ځینو ځایونو کي د حقایقو ځای افسانو نیولی وي. خو یو حقیقت چي د ټولو مورخینو اتفاق ورباندي موجود دی هغه دا دی چي میرویس خان، په کندهار کي، د ایران د صفوي دربار د حاکم ګرګین خان او د هغه د بدي او ظالمانه ادارې په مقابل کي پاڅون وکړ.

ګرګین څوک وو؟ د صفوي شاه حسین پلار شاه سلیمان په ۱۶۸۸ میلادي کي د ګرجستان والي یوولسم ګرکین( دریم شاه نوازخان) له قدرته لیری کړ. شاه سلیمان هغه ته په ۱۶۹۱ کي خپل مقام بیرته ورکړ؛ مګر ګرګین څلورکاله وروسته د کومي دسیسې په اثرخپل مقام له لاسه ورکړ. شاه حسین، چي په ۱۶۹۴ کال کي پاچا سوی وو، ګرګین خپل دربار ته ور وغوښت. هغه یې پخلا کړ مګر د هغه قلمرو یې بیرته ورنه کړ.

داکتر لاکهارت د ګرګین په باره کي لیکي چي د هغه د نسب سلسله د بغراطیانو سلطنتي کورنۍ ته رسېدله، په هغه وخت یعنی ۱۶۹۶ میلادي کي یو سرکښ ځوان  او ډېر زړه ور عسکر وو؛ مګر کله کله به  د خپلي بېباکۍ او بې پروايی له لاسه ناکام سو. . . د هغه اداره د تحمل وړ نه وه او کله کله به یې وحشیانه سلوک ته لاس اچاوه او هدف ته د رسېدلو لپاره یې د عقل او تدبیر پر ځای زیاتره د زور او قوت څخه کار اخیست. په هر صورت که ګرګین د شاه حسین د دربار له بې کفایتو مقاماتو سره مقایسه کړو نو داسي سړی د اغتشاش د کرارولو په وخت کي  د پاچا په درد خوړ او شاه حسین ډېر ژر د هغه خدمت ته محتاج سو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  *مجمع التواریخ ص ۷-۸ د میرویس خان پاڅون په ۱۷۱۰ یا ۱۷۱۱میلادي کي بولي. ویلیم فلور، برافتادن صفویان و برآمدن محمودافغان ۱۷۰۹م، ملیسن هیستوری آف افغانستان ص ۲۲۵ د ګرګین د قتلېدلو په کال ۱۷۰۹ میلادي کي بولي، بېنوا د میرویس نیکه په نوم کتاب کي، د ماثرالامرا د کتاب په حواله، ۱۷۰۷ میلادي کال ښيي، قاضی عطاءالله خان د پښتنو تاریخ  لومړی ټوک  ص ۶۸  کال ۱۷۰۹ او راورټی د دغه پاڅون کال ۱۷۰۸-۱۷۰۹ ښيي. خو راورټي د میرویس نیکه د قدرت زمانه، د اکثرو مورخینو په خلاف چي د شپږو څخه تر اتو کالو پوري یې ښودلې ده، یوولس یادوولس کاله ښودلې او وايي چي هغه په ۱۷۲۰ کال کي وفات سو. په داسي حال کي چي په ۱۷۲۰ کال کي د میرویس نیکه ورور عبدالعزیز، له دووکالو پاچهی څخه وروسته  وژل سوی او شاه محمود قدرت ته رسېدلی دی.

د ۱۶۹۸ او ۱۶۹۹ کلونوکي د بلوڅو قبایلو د میرخسروشاه په رهبري د کرمان پر ولایت باندي حمله وکړه او هغه سیمه یې چور کړه. شاه حسین د دعه ښورښ د کرارولو لپاره ګرګین خان( شهنواز خان)  ور واستاوه او د کرمان د ولایت حکومت یې ورکړ. هغه په ۱۶۹۹ کال کي خپل ورور لیون د ګرجي قواوو سره هلته واستاوه او هغه بلوڅانو ته ماته ورکړه. ګرګین په ۱۷۰۰ کال کي د ګرجیانو له سپرو قواوو سره کرمان ته ورغی او د بلوڅانو قواوو ته یې ډېره سخته ماته ورکړه او ډېر درانه تلفات یې ور واړول.

لاکهارټ لیکي چي ګرګین له دې فتحی څخه وروسته خپل ورور لیون د بلوڅانو د سرونو سره اصفهان ته واستاوه. شاه حسین د لیون د دې خدمت په بدل کي هغه د اصفهان د دېوان بیګی په حیث مقرر کړ. ګرګین تر ۱۷۰۴ میلادي پوري په کرمان کي پاته سو. د همدې کال په دوبي کي بلوڅانو پر کندهار باندي یوه سخته حمله وکړه او ګرګین د هغوی د دفع کولو لپاره کندهار ته واستول سو. لاکهارت، انقراض صفویه ص ص ۵۲-۵۳

ځیني تاریخی منابع وايي چي اصفهان ته داسي رپوټونه رسېدلي وه چي ګواکي غلجیانو په کندهار کي ښورښ کړی دی او د صفوي حکومت له اوامرو څخه سرغړونه کوي او صفوي دربار هم د هغوی د ځپلو لپاره ګرګین ور واستاوه خو انګرېز لیکوال او مورخ ملیسن Malleson لیکي چي کله ګرګین او د هغه پوځ کندهار ته ورسېدل نو ویې لیدل چي  غلجیانو ښورښ نه دی کړی او ګرګین ته معلومه سوه چي غلجیان د ایران د دولت وفادار رعیت دی. خو ګرګین نه غوښتل چي خبره په  دغه شکل فیصله سي بلکه هغه مقابله غوښته. هغه غوښتل چي غلجیو قبایلو ته خپل زور وښيي او په هغوی کي  د سبا ورځي د احتمالي ښورښ روحیه مړه کړي. نو ده د کندهار له خلکو سره د یوه فتح کړي ملک او له خلکو سره یې د غلامانو په څېر سلوک وکړ. هغه نه د چا عمر او نه مقام ته وکتل او ښځو او نرو د هغه د استبداد مزه وڅکله. Malleson. History of Afghanistan pn212

دا چي کندهار ته د ګرګین له لېږل کېدلو څخه مخکي هلته وضع څرنګه وه؛ په دې باره کي تاریخونو ډېر لږ څه لیکلي دي؛ او زیاترو تاریخونو چي څه لیکلي دي هم یې تقریباً کټ مټ د تاریخ سلطاني متن را نقل کړی دی. په داسي حال کي چي د دغه وخت د پیښو په باره کي، د تاریخ سلطاني متن پخپله پر شفاهی کیسو او افسانو ولاړ دی او چندانی د اعتبار وړ نه دی. که پر دغه ښار باندي د بلوڅانو وروستی یرغل او هغه ښارته رسېدلي درانه تلفات جدي ونیسو نو دونه ویلای سو چي ګواکي د صفوي دولت قوت هلته کمزوری سوی وو. دا چي په دغه وخت کي د هند مغلي واکمن محی الدین اورنګزېب څرنګه له فرصت څخه استفاده نه ده کړې او د کندهار ښار ته متوجه سوی نه دی داسي ښکاري چي اورنګزېب به، د عمر په وروستیو کلونو کي، خپلی نوری جدي ستونزي درلودلې کنه نو په هیڅ توګه به یې د کندهار د نیولو له پروژې څخه، چي ان د بابر او اکبر له زمانو څخه د هند د مغلي دولت او د ایران د صفوي واکمنانو تر منځ څو ځله لاس پر لاس سو، مخ نه وای اړولی.

د افغانی لیکوالانو له جملې څخه محمدصدیق فرهنګ، کندهار ته د ګرګین د لېږل کېدلو په باره کي لیکي: « دولت خان سدوزي د کندهار د صفوي والي په مقابل کي ښورښ وکړ او په سیمه کي وضع ګډه وډه سوه. صفوي دربار ګرګین ورته راواستاوه. ګرګین، چي یو محتاط سړی وو، د ابدالي قبیلې سره یې ښه اړیکي ټینګ کړل او میرویس ته یې هم توجه وکړه. د ابدالي قبیلې مشرانو دولت خان او د هغه زوی نظرخان د ښارصفا په سیمه کي ګرفتار کړل او ګرګین ته یې ولېږل او هغه دواړه قتل کړل. وروسته نو ګرګین خپل استبداد ته زور ورکړ او پر ابدالیانو یې ډېر زیات فشار راووست او ډېر زیات شمېر یې ایران ته تبعید کړل. او په مقابل کي یې غلجیانو ته توجه وکړه او میرویس خان یې د غلجیانو او ابدالیانو دواړو کلانتر کړ. فرهنګ. افغانستان در پنج قرن اخیر جلد اول ص ۶۰

فرهنګ د خپلو دغو معلوماتو مأخذ نه ښيي خو داسي ښکاري چي دا معلومات یې له حیات افغاني او تاریخ سلطاني څخه اخیستي وي. خو له بده مرغه چي، په دغه موضوع کي، د دې دواړو تاریخونو معلومات پخپله پر افسانو ولاړ دي. تر هغه ځایه چي څرګنده ده، کندهار ته د ګرګین د لېږل کېدلو په وخت کي د ابدالیانو د ښورښ خبره بیخي مطرح نه ده او د ابدالیانو ډېره زیاته برخه، تقریباً سل کاله مخکي، هرات ته کوچېدلي اوهلته ځای پرځای سوي ول. مجمع التواریخ ص ۱۹

د مجمع التواریخ د لیکوال میرزا محمدخلیل مرعشی دا ادعا ځکه حقیقت ته نیژدې ده چي د میرویس خان له پاڅون څخه یوازي دوه درې کاله وروسته د هرات ابدالیانو پاڅون وکړ او د هغه ښار او شاوخواسیمو کنټرول یې واخیست او حتی وروسته یې مشهد فتح کړ. او وروسته دونه په زور کي وه چي د نادرشاه افشار سره یې ډغري وهلي او ډېر زیات مقاومت یې ورسره وکړ. د دې خبري امکان چنداني نسته چي یو قوم دي له خپل اصلي ټاټوبي کندهار څخه یوازي لس کاله مخکي ایستل سوی او دونه ژر دي دونه قوي سوی وي او دونه منظم پوځونه یې لرلي وي چي د نادرشاه په څېر یوه لوی فاتح سره مقاومت وکړای سي او حتی د هغه حملې دي په شا وتمبوي.

انسایکلو پیدیا آف اسلام موږ ته وايی چي د مغلي هند امپراطور لومړي شاه عالم ( بهادرشاه ج) د کندهار د غلجیانو سره د ایران د صفوي دولت پر ضد دسیسه کوله او کله چي د ایران دربارته خبر ورسېدی نو هغوی ګرګین خان د یوه پوځ سره ورته راواستاوه او هغه میرویس بندي کړ. د اینسایکلوپیدیا دا معلومات د تاریخ منتظم ناصري او د رضاقلی هدایت د روضة الصفای ناصري څخه اخیستل سوي دي.

دا خبره ځکه چنداني حقیقت نه لري چي ګرګین د شاه عالم ۱۷۰۷-۱۷۱۴ په زمانه کي نه بلکه د اورنګزېب د پاچهی ۱۶۵۷-۱۷۰۷ په وروستیو دریو کالو کي کندهار ته استول سوی دی. دا وخت د اورنګزېب د عمر وروستي کلونه وه او هغه هم په جسمانی لحاظ ډېر  کمزوری وو او هم یې د دکن اوږدو جنګونو پوځ او مالي بنسټ ته دونه زیان رسولی وو چي د کندهار د فتح  کولو په څېر لويی پوځي پروژې ته یې زړه نه سو ښه کولای او له کندهار څخه یې د صفوي دولت د پوځ د ایستلو د نقشې  طرح کول او عملي کول له توانه وتلي وه.

تاریخونه موږته دا نه وايي چي د ګرګین څخه مخکي د کندهار بیګلربیګی یا لوی حکمران څوک وو او څومره پوځي قوت ورسره وو. خو موږ په یقین سره ویلای سو چي صفوي دربار به په کندهار کي یوه لویه او منظمه پوځي قوه او قوي جنرالان درلودلي وي. دا خبره ځکه کوو چي صفوي دربار په تېرو څه باندي سلو کالو کي کندهار درې ځله د هند له مغولي دولت څخه په زور نیولی وو او د اورنګزېب د پلار شاه جهان ۱۶۲۷-۱۶۵۷ د پاچهی په وخت کي یې لږترلږه درې ځله د مغلي هند پوځیانو ته، چي غوښتل یې کندهار بیرته ونیسي، ماته ورکړې وه.

د دې یو علت دا هم دی چي د کندهار قلا د هرات د اختیارالدین د قلا په څېر مستحکمه وه او د لاندي کولو لپاره یې ډېر زورور پوځ ته ضرورت درلود او د قلا شاوخواته پراته کلي او مځکي دونه حاصلخېزه وې چي هر وخت یې د قلا په دننه کي اوسېدونکو خلکو ته تر کال ډېر وخت لپاره خوراکي مواد برابرولای سوای او ښار د محاصرې په وخت کي د خوراکي موادو له کمښت سره نه مخاخ کېدی. د دې ښار د فتح کولو لپاره یوه لار په ښار او یا مدافع پوځ کي د یوه خاین پیدا کېدل یا خیانت کاري قوې پیدا کېدل وه. او ویل کېږي چي د نادرشاه له خوا د کندهار د ښار د ۱۴ میاشتنی محاصرې په وخت کي هم یوه خاین د ښار په دننه کي له نادرشاه سره مرسته وکړه او نادر هغه ښار فتح کړ.

 په کندهار کي د ایران والي علیمردان خان، د ایران د ظالم صفوي پاچا شاه صفي له وېري دغه ښار مغولي امپراطور ته تسلیم کړ او پخپله د مغلو په دربار کي د عزت او مقام خاوند سو. د ایران پاچا دوهم شاه عباس کندهار بیرته ونیوی او شاه جهان یې په بیرته اخیستلو کي بې وسه سو. درې ځله یې د دغه ښار د نیولو لپاره، د خپلو زامنو داراشکوه او اورنګزیب په مشری، لښکرکښی وکړه مګر هیڅ یې لاسته ورنغله او تش لاس ستون سو.

ویل کیږي چي کله شاه جهان د کندهار د بیرته نیولو په کار کي ستړی سو نو له علیمردان خان څخه یې پوښتنه وکړه چي کندهار به څرنګه نیسي؟ علیمردان خان په جواب کي ورته وویل چي پاچا سلامت! تر څو پوري چي مغلي دولت په کندهار کي د علیمردان خان په څېر خاین پیدا کړی نه وي دا ښار به د صفویانو په لاس کي وي.

تاریخي متون موږته وايی چي میرویس خان په کندهار کي د پښتنو اولسونو کلانتر یا قومی مشر وو او کلانتر هم مستقیماً د صفوي دربار له خوا ټاکل کېدی. موږ په یقین سره ویلای سو چي کلانتر به د قوم او حکومت ترمنځ د ارتباط وسیله وه. د قوم شکایتونه او عرضونه یې حکومت ته رسول او د حکومت سره به یې د نظم او امنیت په ټینګولو کي مرسته کوله. په ۱۷۰۹ میلادي کال کي د کندهار د پاڅون د بریالیتوب، د ګرګین په څېر یوه جنرال د وژل کېدلو او د هغه له قتلېدلو څخه وروسته د پښتنو په پراخه سیمه کي د امنیت او سلطې د ټینګولو څخه موږ پوهېدلای سو چي میرویس خان په سیمه کي د پښتنو تر ټولو قوي او هوښیار مشر وو. ځکه موږ د هغه له فیصلې او عمل سره د بل قومي مشر د مخالفت کولو څرک نه لرو.

دا چي په تاریخي متونو کي د کندهار څخه بهر د پښتنو په نورو هغو سیمو کي چي د صفوي دولت تر ادارې او واک لاندي وې د نورو صفوي حکمرانانو یا والیانو نوم نه اخیستل کیږي نو سړی ویلای سي چي پښتنو په خپلو خپلو سیمو کي بشپړه خود مختاري درلوده او دغه علت دی چي د ګرګین له وژل کېدلو سره د پښتنو په نورو سیمو کي د صفوي پوځ د مقاومت څرک نه لګیږي. خو یوازینی تاریخی متن چي موږ ته د مرویس خان له پاڅون څخه مخکي پیښو په باره کي معلومات راکوي هغه بیا هم تاریخ سلطاني دی او له بده مرغه چي د دغه وخت د پښتنو د وضع په باره کي د تاریخ سلطاني اکثر معلومات یوازي د فوکلوري افسانو او شفاهي روایاتو حیثیت لري او د کتاب لیکوال سلطان محمدخان بارکزي دا اطلاعات په دومره بې احتیاطي را غونډ کړي او لیکلي دي چي نه یې د پیښو د وختونو، نه  یې د پښتني قومونو او نه یې حتی د دولتونو نومونو ته توجه کړې ده.

د درانیانو او بېګلربیګي په باره کي د تاریخ سلطاني متن:

تاریخی سلطاني وايی چي د ایران دربار په ۱۱۰۵ هـ ق یا ۱۶۹۳ میلادي کال کي( یعني د میرویس خان له پاڅون څخه زیات و کم شپاړس کاله مخکي) کندهار ته یو بیګلربیګي واستاوه او د بیګلربیګي او د ابدالیانو د قبیلې د مشر شیرخان ترمنځ اختلاف پیدا سو. د دې اختلاف علت د کندهار او پښین ترمنځ د ابدالیانو او د مالیاتو د ټولولو د مامورینو ( چي تاریخ سلطاني یې مغل بولي ج) په منځ کي جګړه وسوه او په دې نښته کي اکثر مغل( تاریخ سلطاني د مغل او ایراني توپیر نه کوي ج) قتل سول او باقي پاته کسانو ځانونه په تاخت کندهار ته ورسول. . . وروسته بیګلربیګي، د اصفهان د دربار په مشوره، د ابدالیانو یوه بل مشر شاه حسین ته، چي د شیرخان د کاکا زوی  وو، د ابدالي قبیلې ریاست او د میرزا لقب ورکړ. بالاخره شیرخان، چي د بیګلربیګي او خپل تربور شاه حسین له ګډو قواوو سره مقاومت نه سو کولای، د هند امپراطور شاه جهان ته پناه یوړه ( دا وخت د ډهلي سلطنت د اورنګزیب په لاس کي وو او شاه جهان څه کم دېرش کاله مخکي وفات سوی وو. جهاني) او هغه هم ونازاوه. چپنه او فاخره جامې یې ورکړې او د شهزاده لقب یې ورکړ. وروسته شیرخان او شاه حسین بیرته روغه سره وکړه او د ابدالیانو ریاست شیرخان ته پاته سو. . . شیرخان څو کاله ژوندی وو او د ۶۵ کالو په عمر له آسه ولوېدی او مړ سو. هغه د مرګ په وخت کي د قبیلې ریاست خپل مشرزوی سرمست خان ته وسپاره. سرمست خان دیرش کاله ژوندی وو او کله چي مړکېدی نو زوی یې دولت خان(چي د احمدشاه بابا نیکه وو) په عمر ډېر کشر وو نو د قبیلې ریاست یې خپل د کاکا زوی حیات سلطان ته وسپاره. تاریخ سلطاني ص ص ۶۵-۶۲

تاریخ سلطاني د دې حوادثو پیل د ۱۱۰۵ هـ ق یا ۱۶۹۴ میلادي څخه کوي. که له دې  کلونو سره، د تاریخ سلطاني د خپل حساب په اساس، د سرمست خان دېرش کاله مشرتوب په شمول، نور حوادث هم یوځای کړو نو خبره لږترلږه ۱۷۳۰ کال ته رسیږي. دا وخت نادرشاه افشار هرات فتح کړی، اصفهان یې له هوتک شاه اشرف څخه نیولی او د کندهار د فتح کولو چورتونه یې وهل. خو تاریخ سلطاني موږ ته وايی چي دا وخت د هرات د قهرمان ذوالفقار خان نیکه دولت خان لا دونه ماشوم وو چي د قبیلې ریاست یې پرغاړه نه سوای اخیستلای.

خبره یوازي د کلونو په غلطۍ نه ختمیږي. تاریخ سلطاني موږ ته په سر کي وايی چي په دغه وخت کي په هند کي اورنګزیب او په ایران کي شاه عباس پاچا وو مګر وروسته وايي چي شېرخان خپله عریضه شاه جهان ته وړاندي کړه او هغه د شهزاده لقب او انعامونه ورکړل.

ترټولو عجیبه خبره دا ده چي د تاریخ سلطاني لیکوال د مغل او ایراني توپیر نه کوي. البته دا تېروتنه د هوتک نامې شاعر عبدالغفار هوتک هم کړې ده، چي موږ به وروسته یو څه په تفصیل اشاره ورته وکړو. تاریخ سلطاني یو ځای راوړي دي چي د شیرخان د افرادو او مغلو ترمنځ د کوږک د غره سره، چي د پښین او کندهار ترمنځ پروت دی نښته وسوه. مغل ووژل سول او چي ژوندي پاته سول هغوی کندهار ته په تېښته ولاړل. ص ۶۱

له بده مرغه چي زموږ معاصرو لیکوالانو د داسي یوه لیکوال په لیکنه استنادونه کړي او خبره یې د کاڼي کرښه بللې ده چي هغه د مغل او ایراني په توپیر نه پوهیږي . هغه ته د ډهلي پر تخت باندي اورنګزیب او شاه جهان توپیر نه لري. هغه په دې نه وو خبر چي په کومه سنه کي چا په کوم ځای کي قدرت درلود او یا اوسیدی.

داسي نه ده چي تاریخ سلطاني یو ځل کومه قلمي اشتباه کوي او مغل او ایرانیان سره ګډوي بلکه د پیښو په باره کي تر پایه په خپله لیکنه کی دا عقیده تکراروي او په ۶۵ مخ کي بیا هم د مغلو او ابدالیانو د اختلاف کیسه کوي. دا ځل موږ ته وایی چي د ابدالیانو د قبیلې مشر حیات سلطان یوه شپه له بیګلربیګي سره شراب چښل او دنشې په وخت کي یې دا سره خوښه کړه چي د افغانانو مشران به خپلي لوڼي مغلو ته او مغل به خپلي لوڼي افغانانو ته په نکاح کوي او د دوی ترمنځ به دوستي ټینګه سي. په سبا چي بیګلربیګي داغ خبره راپورته کړه نو افغانانو پلمه وکړه او حیات سلطان یې د خبرو او سلامشورو لپاره ښارصفا ته ورسره بوت. بیګلربیګي څلورتنه مغول له ښځو سره ورپسی واستول. ابدالیانو هغه مغل مړه کړل او ښځي یې مسرور نومي بامیزایی ته وبخښلې. بیګلربیګي د ابدالیانو د اېلولو لپاره د فرخ خان په مشرۍ لښکر ورپسي واستاوه . ابدالیانو هغه لښکر ته ماته ورکړه او فرخ خان یې وواژه. بیګلربیګي بل لښکر ور پسي واستاوه او ابدالیانو هغه لښکر ته هم ماته ورکړه او د ایران دولت په عوض کي ګرګین خان کندهار ته واستاوه. ص ص ۶۵-۶۶

موږ ګورو چي د تاریخ سلطاني لیکوال د مغلو او ایرانیانو په توپیر نه پوهیږي او د ابدالیانو د مشر او بیګلربیګي ترمنځ د ښځو د تبادله کولو قرارداد هم یوه شفاهی افسانه ده. په دغه وخت کي د ابدالیانو په مقابل کي د صفوي دولت د دوو لښکرو ماته هم داسی افسانه ده چي یوازي د تاریخ سلطاني په متن کي راغلې ده او په بل هیڅ تاریخي متن کي وجود نه لري. البته دا خبره مو باید په یاد وي چي تاریخ سلطاني، د خپلو معاصرو او یا خپلي زمانې ته د نیژدې پیښو په باره کي، ډېر مغتنم معلومات لري چي باید د یوه معتبر مأخذ په حیث کار ورڅخه واخیستل سي.

د مغلو او غلجیو جنګ:

په کندهار کي د میرویس نیکه له  پاڅون څخه تقریباً ۱۵ کاله مخکي یعنی د ۱۶۹۰ میلادي په شاوخوا کي، چي د اورنګ زیب د قدرت د اوج زمانه وه، غلجیو د مغلو حکومت له سختو ستونزو سره مخامخ کړی وو. په دغه زمانه کي د غلجیو د ښورښونو په برخه کي نور تاریخي متون چوپ دي اویوازي افضل خان خټک په خپل کتاب تاریخ مرصع کي دې جنګونو ته یوه لنډه اشاره کړې ده. څرنګه چي افضل خان خپل دغه کتاب د پورتنیو پیښو په وخت کی لیکلی دی او د کتاب نوري برخي یې د بشپړ اعتماد وړ دي نو موږ د هغه په کتاب کي د غلجیو د ښورښ مسلې ته په جدي نظر کتلای سو. افضل خان البته د دې جنګونو د سیمي، پراخوالي او د دغو جنګونو له امله رسېدلو تلفاتو په باب دقیق معلومات نه ورکوي او د ده له لیکني څخه داسی ښکاری چي دې ښورښونو اوجنګونو زیات و کم درې کاله دوام کړی دی. د افضل خان له لیکني څخه څرګندیږي چي د مغلو پوځونو په دې جنګونو کي درې څلور ځله ماته خوړلې ده او زیات شمېر عسکر او تکړه جنرالان یې وژل سوي دي. د کابل صوبه دار امیرخان غلجیو ته د جنګ په میدان کي ماته نه سوای ورکولای؛ ځکه یې د هغوی مشر تترخان د روغي جوړي لپاره د هنګو د  دو آبه په سیمه کي مېلمه کړ او هلته  یې د مېوې د خوړلو په وخت کي سر ورڅخه پرې کړ. امیرخان تر دې وروسته کابل ته داخل سو. په پښتنو یې قتل عام ګډ کړ. په دې قتل عام کي هغه پښتانه هم ووژل سول چي له هند څخه کابل ته د تجارت لپاره تللي ول. تاریخ مرصع ص ص ۴۸۳-۸۴

د دې خبري معنا دا ده چي په کابل او شاوخوا کي، په هغه وخت کي، دونه غلجي پښتانه اوسېدل چي د مغلو حکومت ته یې خطر متوجه کړی وو او هغوی  ځکه په دومره وحشیانه توګه قتل عام کړل. د دغو جنګونو د پراخوالي اندازه د هغو ۱۷ لکه روپیو څخه لګیږي چي د کابل صوبه دار د جنګي عملیاتو په وخت کي لګولي وې او امپراطور اورنګ زېب پر هغه باندي د لګول سویو پیسو د بیرته حصول کېدلو حواله ورکړه. هغه کتاب ص ۴۸۴

د تاریخ مرصع له متن څخه د غلجیو د ښورښ د سیمي دقیق درک نه معلومیږي او سړی نه سي ویلای چي په دې ښورښونو کي به د صفوي رژیم ترلاس لاندي د غلجیو سیمی هم شاملي وې او کنه. خو څرنګه چي دې ښورښ لږترلږه درې کاله دوام کړی دی نو سړی ویلای سی چي لمن به یې حتماً د صفوي دولت تر ادارې لاني سیمو ته هم غځېدلي وه.

که څه هم چي لاکهارټ وايی چي د ۱۷۰۴ میلادي د دوبي په موسم کي بلوڅانو پر کندهار باندي یوه سخته حمله وکړه او د اېران صفوي دولت ګرګین خان د هغي حملې د دفع کولو لپاره کندهار ته واستاوه. خو ځیني نور اروپايی مورخین موږ ته وایی چي په دغه وخت کي د کندهار د سیمی غلجیو ناکراري جوړه کړې وه اوکه څه هم چي عملاً یې ښورښ ته لاس نه وو اچولی مګر د ښورښ او نارضاییت نښي څرګندېدلې. نو د ایران دولت د دغو ناکراریو د لمني د پراخېدلو د مخنیوي په منظور خپل تر ټولو تکړه جنرال ګرګین خان کندهار ته واستاوه. Malleson pp 211-12

انګرېز مورخ او سیاستوال سرجان مالکم  لیکي چی غلجیانو په دغه وخت کي ښورښ ته تمایل ښودی او د مغلي هند امپراطور غوښتل چي د غلجیانو زړونه د ځان په طرف ترلاسه کړي او د هغوی په وسیله د هغوی د اوسېدني سیمي، چي دا وخت د صفوي دربار په لاس کي وې، لاندي کړي. د صفوي دربار وزیرانو د هند د دې نقشو د عملي کېدلو د مخنیوي لپاره خپل ګرجی جنرال ګرګین خان کندهار ته واستاوه. صفوی دربار هغه ته دونه وسایل او قوه ورکړه  چي نه یوازي د غلجیانو ښورښ وځبي بلکه د خارجي تهدید سره هم مقابله وکړای سي. مالکم لیکي چي ګرګین خان د خپل ورسپارل سوي حکومت د کنټرول اخیستلو لپاره ۲۰ زره ایراني عسکر او د خپلو وطنوالو یوه منتخبه قوه ورسره واخیسته. ګرګین، د دې قوې په واسطه د هر ډول ښورښ احتمال له منځه یووړ. مګر دی یوازي د خلکو په کرارېدلو بسیا نه سو بلکه له خلکو سره ډېر سخت سلوک را واخیست او اېرانیانو به له افغانانو سره د غلامانو په څېر سلوک کاوه. مالکم لیکي چي د ګرګین او د هغه د پوځیانو او مامورینو د دې ناوړه سلوک څخه خلک دونه په تنګ سول چي د صفویانو دربار ته یې د شکایت لپاره استازي واستول خو ګرګین صفوي دربار ته ولیکل چي د غلجیو پښتنو له خوا دا ټول لېږل سوي کسان د ایران د حکومت دښمنان دي او د ایران حکومت هم خکه د هغوی پر شکایتونو غوږ ونه نیوی او نا هیلي یې رخصت کړل. . . John Malcolm, The History of Persia Vol1 PP 404-405

  د انګرېز لیکوال سرجان مالکم دا ادعا د تأمل وړه ده چي وایی پر پښتني سیمو باندي د صفویانو د واکمنۍ په وخت کي غلجي قبایلو، چي د ده په قول په غرنیو علاقو کي اوسېدل، سره له هغه چي د هند د مغلو واکمنانو په څېر سنیان ول، بیا یې هم د هند تر مغرور او عیاش دربار د صفوي دولت واکمنۍ ته ترجېح ورکوله. مالکم وايي د دې خبري یو علت دا وو چي صفوي دولت له هغوی یعني غلجۍ پښتنو سره نسبتاً نرم سلوک کاوه. Ibid p 404

د مالکم دا عقیده د ده له هغو معلوماتو سره نقاضت لري چي وايي غلجي قبایلو په دغه وخت کي ښورښ ته تمایل ښودی او مغلي هند د هغوی د طرفدار کولو کوښښونه کول. موږ ګورو چي میرویس نیکه د صفوي بیګلربیګي ګرګین له وژلو او د صفوي دولت څخه د استقلال اعلانولو سره سم خپل وراره حاجي انکو د مغلي هند دربار ته ولېږی او له مغلي واکمن  شاه عالم بهادرشاه څخه  یې مرسته وغوښته.

له بلي خوا د پښتني سیمو اوسېدونکي، په تېره بیا غلجي قبایل په خپل ټول تاریخ کي په وچ زور آرام ساتل سوي او ځپل سوي وه او پخپله خوښه یې نه د هند او نه د ایران واکمنۍ ته غاړه ایښودله. غلجي قبایلو حتی د کابل د مرکزي حکومت په مقابل کي وخت په وخت ښورښونه کول او د خپلو افغانانو د مرکزي حکومت د پالیسی سره یې مخالفت کاوه. په دې موضوع کي مثالونه دونه ډېر دي چي موږ له موضوع څخه لیري کوي.

دا چي مالکم وايي د ایران صفوي رژیم د مغلو تر دولت له پښتنو سره نسبتاً نرم سلوک کاوه؛ په هیڅ توګه له تاریخي حقایقو سره اړخ نه لګوي. د ایران صفوي رژیم، چي په ایران کي  د تشیع د مذهب د مسلط کېدلو اساسي عامل وو، له خپلو سني اتباعو سره دومره وحشت او ظلم وکړ چي د دوی خپل کتابونه یې نه سي پټولای. زه نه پوهېږم چي یو مورخ څرنګه  د صفوي رژیم د موسس شاه اسماعیل، د هغه د زوی شاه طهماسپ او له شاه عباس کبیر څخه نیولې تر وروستي پاچا شاه حسین پوری پر سنیانو باندي، د مذهبی تعصب په اساس، ظلمونو باندي سترګي پټولای سي.

بیا هم په دې دوو سسټمونو کي لږترلږه دونه توپیر موجودوو چي سره له هغه چي مغلي پاچاهان، د قدرت په ټوله موده کي، له پښتنو سره په وړو او لویو جنګونو لګیا ول بیا یې هم په خپلو لښکرو او دولت کي پښتنو سردارانو ته ډیري لویی پوځي او ملکي رتبې ورکولې او پراخي سیمي یې په جاګیر کي ورسپارلې. البته دا د هند د مغلي واکمنانو خاصه مهرباني نه وه بلکه د پښتنو له پوځي طاقت اوجنګي شهامت څخه یې کار اخیستی او دغه راز یې د یاغي او د حکومت د طرفدارو قبایلو او سردا رانو ترمنځ د نفاق اور تازه کاوه.

مګر، په مقابل کي، د ایران صفوي دولت چي د شیعه عقیدې د ترویجولو لپاره منځته راغلی وو او حتی د ایران خپل خلک یې د توري په زور شیعه ګان کول؛ برسېره پر دې چي د پښتنو سره یې د مذهبی تعصب په اساس چلند کاوه په خپل ټول تاریخ کي یوه پښتون ته په خپل پوځ او حکومتي اداره کي ځای نه وو ورکړی.

د ایران شیعه ګانو، چي د تاریخ په اوږدو کي یې چنداني قدرت نه ووترلاسه کړی، د صفویانو د قدرت نیولو او د تشیع د مذهب له رسمي کېدلو سره فوق العاده قدرت پیدا کړ او خپل مذهبي دښمنان یې له منځه یوړل. په لومړي سر کي دغه اختلاف د عثماني امپراطوری سره د دښمنی په منظور سختېدی مګر وروسته په شخصي دښمنیو کي کار ورڅخه واخیستل سو او چي د هرچا به له چا سره دښمني وه هغه یې د سُني او بې دین په نوم قتل کاوه. تاج بخش تاریخ صفویه ص ۶۱

که پر کندهار باندي بلوڅانو حمله کړې وي یا یې نه وي کړې، که غلجیو ښورښونه کړي وي یا یې نه وي کړي او که د هند مغلي دولت د کندهار د استرداد او لاندي کولو تلاښ کړی وي او یا یې نه وي کړی؛ په هر صورت داسي ښکاري چي په کندهار کي د صفوي دولت اداره دونه کمزوره سوې وه چي نه یې د داخلي ستونزو د حلولو او نه یې د خارجي یرغل د دفع کولو توان درلود او ضمناً یې حاکمانو او پوځیانو پښتانه دونه په تنګ کړي ول چي هر ان د یوه لوی عمومي ښورښ انتظار ایستل کېدی. صفوي دولت په دغه سیمه کی یوه قوي او آزمېیل سوي جنرال او بېګلربیګي ته ضرورت درلود. صفوي شاه حسین د دې کار لپاره ماجرا جویه ګرجي شهزاده ګرګین خان ته امر وکړ او هغه ته یې د کندهار د خلکو د اېلولو او خارجي خطرونو سره د مقابلې کولو لپاره تام اختیارات وسپارل *

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

*: کروزینسکي وايی په دغه وخت کي د هندوستان پاچا ته د کندهار د بیرته ترلاسه کولو هوس ورپیدا سو او شاه حسین ته یې یو ایلچي واستاوه. مګر کله چي د شاه حسین د دربار وزیران راجمع سول او تر یو څه مصلحت او سلا مشورو وروسته یې ایلچي ته بېخونده جوابونه ورکړل او هغه یې ماءیوس کړ نو د قندهار د قلا د استحکام او هغي سیمي ته د یوه نامتو جنرال د لېږلو په فکر کي سول او دا وظیفه یې ګرګین خان ته وسپارله. تاریخ سیاح مسیحی ص ۱۶

له میرویس خان څخه تر نادر افشاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.