خلکو واورئ دا عجیبه یو داستان دی

ثمره افغان

188

خلکو واورئ دا عجیبه یو داستان دی

په حیرت کې ورته پاته ټول جهان دی

د هراته را الوتې طیاره وه

په هوا کې لکه باز غوندي خپره وه

د (کام ایر) الوتکه په پرواز کې

د کوترې په څېر تګ یی کړ په ناز کې

پکښي ناست ټول اتیا کس مسافر وه

څلور ښځي دوه ماشومه نور یی نر وه

څوک خپل کورته راروان څوک اهل د کار وه

څوک خپلوانو و دیدن ته په تلوار وه

زړه باغ باغ چي کابل ته نژدې کیږو

بیا به هر یو خپل هدف ته ورسيږو

خبر نه وه چې خیالونه بې برهم سي

دا خوشخال زړونه اخته به یی په غم سي

ناببره د یو غره سره ټکر سوه

وزرونه یی ورماته بې خبر سوه

پر سینه را اوښتله جګو غرو کي

نور طاقت او توان یی نه ؤ الوتو کي

مسافر یی په هوا کي چغېدله

د زخمي مرغو پشان غرو کي لوېدله

جسدونه یی تر اوسه نا معلوم دي

ایا چیري او په کوم شېله کي ګم دي

فرشتې به را تا سوي وي د پاسه

بیا بې سترګي پټې کړي په خپل لاسه

ټولي هیلې یی په خاورو کي لاهو سوې

ارزو ګاني یی ناکامه ابدي سوې

ځمکي سر پراته دي ټول ترواورو لاندي

آه..دوستان یی په کورو کي وهي ساندي

واوري اوري دوی په یخ کي سرګردانه

شپه او ورځ منډي وهي مخ په میدانه

حکومت ډېر ډیر پسي وکړه تلاښونه

کامیاب نسوه هلته واوري او مینونه

خدایه څومره دا دردناکه واقعه ده

په هر کور او په هرځای کي یی قصه ده

لاس په دعا (ثمر) نیولی پاک رحمان ته

د زړه صبر ورته ور کړې یی خپلوان ته

—————————–

د ۱۹۹۸ کال د جنورۍ د ۱۳مې ستره غمیزه
دا د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه ده چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې کې د جنوري په ١٣ او کال ١٩٩٨ کې لوېدلې وه.
چې ٨٠ مسافر يې له کندهار څخه هرات ته انتقالول او دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوې وه، هغه وخت رادار نه و، هرات کې هوا خرابه وه، چې بېرته کندهار ته دې وګرځې، کله چې بېرته واپس شوه، د کندهار هوا هم خرابه شوې وه، ورته وویل شول چې کوټه کې دې ناسته وکړې، الوتکې تیل هم په خلاصیدو و، پاکستان د ناستې اجازه ورنکړه، او دا يې د لیل و، چې مونږ څه خبر یو چې تاسو څوک دلته راښکته کوئ؟ راتاو شوه، ماښام و، چې د یو کلي په سر ډېره لنډه تیره شوه، چې سرحد په غاړه يې د مسافرو سره خپل ځان وبایلود.
او په دغه کال د اریانا افغان هوايي شرکت درو الوتکو سقوط کړی و، او لامل يې د افعانستان رادار سيسټم و. چې ختم و.
او یو ډاکټر د مرګ مخکې په الوتکه کې لیک هم لیکلی و. څه چې اوس ما لیکلې دي.
Laldin Baran
www.dawatmedia24.com

Kan være et bilde av Arktis

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.