د برتانیا حکومت اعلان کړی، ریچارډ سټیفن لینډسي یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د برتانیا حکومت په دې تړاو خپاره کړي بیان کې ویلي، چې لینډسي به د روان کال د جون به جریان کې خپله نوې دنده پیل کړي.
که څه هم دا طالبانو سره د اړیکو او تعامل لپاره کومه پرانېستل شوې لاره نه ده، خو دا استازی به وکولای شي، د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت وڅاري.
برتانیا وايي، ریچارډ ستیفن لینډسي له دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې کاري تجربه لرلې ده.
هغه په ۲۰۰۱ کال کې د برېتانیا د بېړني سیاسي – نظامي ټیم غړی و، او له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت او نورو برخو کې دندې کړې دي.
طالبانو تراوسه د دغه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په ځینو بیانونو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو او سازمانونو غواړي، چې افغانستان سره د تعامل لپاره هڅې وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.