(بشپړ کتابPdf) ارګ شاهراه او کرزی دیپلوماسي

ګل آغا احمدي وردګ

349

 

ارګ شاهراه او کرزی دیپلوماسي

زما نوی کتاب (ارګ شاهراه او کرزی دیپلوماسي) خپور شو، مبارک مو شه. دغه کتاب ستاسو لوستلو ته سترګې په لار دی او د (دعوت مېډیا) د وېب پاڼې له لارې یې لوستلی شی. د دې اثر د تدوین څخه موخه دا ده څو افغان ولس او د افغانستان د چارو مینه وال توانېدلي وي چې د ارګ واقعي تاریخچه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دورې د حالاتو، سیاست او دیپلوماسۍ سره یو ځای د لوستونکو مخې ته کېږدي. د افغانستان د مشرتابه د ماڼۍ (ارګ) د یو کارمند په توګه مې خپله دنده وګڼله چې دغه مهمه چاره باید ترسره شي او افغان ولس ته وړاندې شي. له بده مرغه د افغانستان په حاکمو دربارونو کې تاریخ لیکنې ته کمه پاملرنه کېږي، له همدې کبله افغانان د خپل هېواد د پخوانیو واکمنانو د حاکمیت د طرز او طریقې په هکله په کافي اندازه بې پرې او مستند معلومات په واک کې نه لري. په دې کتاب کې ټولو هغو ټکو ته پاملرنه شوې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حامد کرزي کاري ورځ څرنګه وه؟ څه ډول فعالیتونه یې درلودل؟ ملاقاتونه یې څرنګه وو؟ په ارګ کې موجودې دولتي څانګې په کومو نومونو یادېدې؟ د ولسمشر، چارواکو او افغان ولس د وګړو اړیکې څرنګه وې؟  ولسمشر به له سهار څخه تر ماښام پورې خپل رسمي وخت څرنګه تېراوه؟ پر دې سربېره په دې کتاب کې د ارګ د ماڼیو، تاسیساتو، تاریخچې، کوتاوو، ښورښونو، ښو او بدو ورځو په هکله مستند معلومات راغلي دي. همدارنګه د ارګ په هکله د ولسمشر حامد کرزي جالبه مرکه، د افغانستان شاهانه ماڼۍ، د نړۍ شاهانه ماڼۍ، د حامد کرزي د ۱۳ کلنې واکمنۍ لاسته راوړنې، د ولسمشر کرزي شخصي ژوند، د حامد کرزي د واکمنۍ طریقه، د حامد کرزي لوی اشتباهات، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سیاسي او نظامي واکداران، انګلیسي لنډیز او داسې نور په زړه پورې معلومات په دې کتاب کې موندلی شی. هو لوستل یې حوصله غواړي خو له ګټې به خالي نه وي انشاالله، په مینه، مینه یې ولولی.

https://dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2025/06/Arg-book-2024-final-.pdf

مننه

ګل آغا احمدي وردګ

ملبورن، ویکتوریا، آسترالیا

وردګ پېژندنه (بشپړ کتاب)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.