د هیڅنا (۱) د واکمنۍ په یوه ګوټ کې
یو څراغ د هستۍ بل شو په تورتم کې
ژوند يي نوم شو د وختونو په بهیر کې
یو څو نښې يي ښکاره شوې زموږ چم کې
د هستۍ د معرفت زمانه پیل شوه
د هیڅنا د عجایبو په شکم کې
هر بڅري کې انځور د جهان پروت دی
حیراني ده د رازونو په عالم کې
چې له هرې نقطې دې جهان ته ګوري
بل جهان دی د جهان په هر رقم کې
د جهان د انتها پته که نشته
تصور کې درته ښکاري یو قدم کې
څه ښکلا چې د جهان تن کې پرته ده
افسانه ده له جهان پرته صنم کې
د جهان عظمت کمی کړي مرادزیه
کوم عظمت چې دی هست شوی په ادم کې
یادوونه:
(۱ ) هیڅنا = تشیال، لامکان
سرلوڅ مرادزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.